د غویي اتمه او اوومه، زموږ د تاریخ دوه تورې ورځې!

Black-days-of-Afghanistan-history

د غویي اتمه زموږ د هیواد د معاصر تاریخ له تورو ورځو څخه ده. په دغه ورځ کې تنظیمي جنایتکارو مشرانو، خلقي او پرچمي هيواد پلورو سره په خاینانه خوږو خبرو د روسې پر وړاندې زموږ د دردیدونکي ملت د آزادۍ غوښتنې مبارزه خپله کړه او د خپلو پاکستاني او ایراني اربابانو په اشارې سره یې زموږ خاوره د وینې په میدان بدل کړ او یوازې څلورو کالو د وینې تویونې واکمنۍ پرمهال یې ویرونکي ناورینونه ترسره کړل. ویجاړونکي تنظیمي جګړې، له سر څخه تر پښو ځناوري او فاشیزم، پاټک سالاري، له ۷۰ زره ډیرو کابلیانو وژنه، د کابل ښکلي ښار په بشپړه توګه ویجاړونه، د خلکو شتمنۍ لوټول، په اوویا کلنو میندو او اووه کلنو نجونو جنسي تیری، زموږ اقتصادي بیخبناوو په بشپړه له منځه وړل، له کابل موزیم څخه له اوویا زرو زیات تاریخي اثارو لوټول او پاکستاني جرنیلانو ته سپارل او دغه راز نور چنګیزي جنایتونه د جهادي مشرانو له شرمه ډکې ډالۍ وې، چې تردمګړۍ لمنه یې راغزیدلې ده او تراوسه هم د غويي اتمې او اوومې ځناورانو د خپلو خیانتونو او جنایتونو چاقو زموږ د ملت تر مغزو رسولی دی.

په کابل باندې د ظلم کسبه جهاديانو په یرغل سره ورځ په شپې واخوته او د یو بل په کولمو راویستلو یې پیل وکړ او آن تر دې د دوی پاکستاني او ایراني بادارانو ته هغه خوب چې په کابل کې د اته ګونو او اووه ګونو رهبرانو یو ګډ حکومت رامنځته شي، د منلو خلاف و. له دې امله پاکستان، امریکا او عربستان زر ترزره د منځنیو پیړیو لښکر د طالبانو په نوم سمبال، د یو لاس او مزدوره دولت جوړونې په موخه یې زموږ هیواد ته راواستول او دغه راز زموږ خلک د یو بل د کرکې ډک شیطاني ځواک په دام کې راګیر شو.

د انارشیزم فضا او له جهادي او طالبي بانډونو څخه د خلکو کرکه او بیزاري، د ښځو پر وړاندې حساسیت او افغانستان د نړیوال تروریزم په مرکز بدلول، په ځانګړې توګه د امریکا داړه مار دولت لپاره د یولسم سپتامبر پیښه یوه طلایي پلمه وه، چې په نړۍ باندې د واک ترلاسه کولو او نوو ټوکول شوو سیالانو ته سرې سترګرو په ښکاره کولو سره په افغانستان باندې په دروغینو شعارونو پوځي لښکرې راماتې کړي. په دې توګه، د افغانستان خپلواکي چې د روسي نیواکګرو او د دوی لاسپوڅو څخه زموږ د ملت د مبارزو په لوړ قیمت ترلاسه شوې وه، یو ځل بیا مو له لاسه لاړه او هیواد او خلک مو د وینې تویونکي ستر ځواک او د دوی نوکرانو په ولکه کې راګیر شو.

امریکا او ناټو، جهادي، خلقي او پرچمي جلادان او جاسوس کسبه او د ملت ضد تکنوکراتان په خپل چوپړ کې نیولې او په ننداریزه توګه د ټاکنو په لار اچولو سره یې د خاینانو او انسان وژونکو رامنځته شوی ګډ دولت زموږ پر خلکو وزغمو او تیره یوه لسیزه کې یې هڅې وکړې، څو زموږ د تاریخ له پاڼو د غویي اتمې او اوومې د وینې تویونې او له تیارې څخه ډک تاریخ ها خوا کړي. د دې کلونو په لړ کې جهادي قصابانو پر ځان عطرونه او پوډر ووهل، څو د «دموکرات» او «ملي» اکټونه وکړي. په دې یې بسنه ونکړه، د ځان لپاره یې د «عمومي بخښنې» قانون جوړ کړ، د غویي اتمه توره ورځ یې «ملي ورځ» ونوموله او په کنډوالو او د بدمرغې واکمنۍ د قربانیانو په ورکو قبرونو یې، هر کال په ګډا او جشنونو پیل وکړ؛ د کابل ناورین یو شمیر جلادانو ته د «اتل» او «سولې شهید» او ... لقبونه ورکړل او په تازه ټګمارۍ حرکت کې یې د درسي کتابونو څخه د تاریخ وروستي دیرش کلونه ها خوا کړل.

لیکن څرنګه کیدونکې ده، زموږ دردیدونکي خلک د خپل هیواد بربادي او وینه بهونه له یاده اوباسي، لاملین یې وبخښي؟ زموږ په تاریخ کې د غویي اتمه او اوومه دوه غمجنې او بدمرغو ورځو په څیر دي. که څه هم د غویي اتمې او اوومې ګناه کاران د خلکو له ویرې په زرګونه ځلې له یو بل سره متحد شي، یو بل وبخښي او په تیرو شرمونو پرده واچوي، لیکن هیڅ کله به بریالي نشي، چې د خپلې ځناورۍ داغونه زموږ د خلکو له زړونو او مغزو وباسي. هغه ورځ هرومرو رارسیدونکې ده چې دغه طاعونیان زموږ د ملت د مټو په زور د خپلو کړنو سزا وویني.

د دیني فاشیستانو څخه د خلکو په منځ کې د کرکې لامل دی چې ناچاره په بهرنیو ځواکونو باور لري او څه موده وروسته خپله قبله بدلوي. نن ورځ چې ډیریو یې د امریکا او ملاتړو د غلامۍ زنځیر په غاړه کې اچولی دی، د هغوی د دایمي شتون لپاره دعا کوي، د نفل لمونځونه ادا کوي، چې خدای یې له سر څخه د ارباب سیوری کم نکړي. بې اړخه نه ده، دغه د بربادیو او جنایتونو اتلان چې په بې شرمانه توګه د روسي نیواکګرو له ولکې څخه د افغانستان د آزادۍ بنسټ ایښودونکي بولي، نن ورځ د امریکا او ناټو په لاس د افغانستان نیواک د نیکمرغۍ خواله ښایې، ځکه چې د امریکايي صاحبانو د شتون په برکت سره یې ملیونونه ډالرو او قدرت ته لار موندلې او د بادار نه شتون د خپل ظلم او زیاتي او بې شرمه واک ختمیدل ګڼي. امریکا هم چې د خپلو چوپړانو په وسیلې افغانستان یې ارزانه نوڼۍ په لاس کې درلوده، اوسمهال زمینه جوړونه کوي، چې خپل شتون زموږ په هیواد کې قانوني کړي. په افغانستان کې د دایمي اډو شتون لپاره د یو شمیر «کارپوهانو» د پلورل شوو خولو او د امریکا تبلیغاتي خپرن ځایونو لکه د «آزادۍ راډیو» د میاشتو میاشتو راهیسې ړانده او خاینانه تبلیغات دي، چې هر ویخ ویجدان ټپي کوي. ښکاره ده، د «آزادۍ راډیو» چې د سي آی ای لخوا د دغې موخې لپاره په لاره اچول شوې او تمویلیږي، حیرانتیا نلري، لیکن هغه عناصر چې باخبره او یا ناخبره د نیواکګرو په آواز بدل شوي او د مور په ستاینه کې د هیواد پلورنې شعار ورکوي، خپل نومونه د خاینانو او د امریکا بې غیرته لاس موچو په څیر په تاریخ کې ثبتوي.

امریکا چې هر هیواد ته لاس اچولی، خلکو ته یې بې له وینې او ویجاړتیا کومه بله ډالۍ نلري. موږ په عراق، لیبیا او دمګړۍ په سوریې کې د امریکا د لاسوهنو شاهد یو، چې ملتونه یې په وینو کې کینول او سرتیري یې د لاس لاندې هیوادونو پر خلکو د جنایتونو او وحشت نوي تاکتیکونه ترسره کوي. نو داسې څرنګه ښایي چې امریکا په افغانستان کې پرمختیا راولي؟ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د امریکايي نیواکګرو پروړاندې د دوی له هر جنایت وروسته د خلکو خپل سری مقاومت لیدل شوی دی. لیکن دغه مقاومتونه لاتراوسه خور وور او نامتمرکزه وو، ځکه نو طالبي دجالان د خلکو د اتلولۍ ځینې مقاومتونه په سپین سترګتوب له ځان سره تړون ورکوي، په داسې حال کې چې د امریکایي نظامیانو پروړاندې د زیاترو حمله کوونکو او معترضینو ژوند، تحصیل او کورنی موقعیت د دې ښودنه کوي چې د نیواکګرو، طالبانو او د دوی د ملاتړو پر خلاف دي. دغه مقاومتونه ورځ تر بلې به ډیر شي او داسې ورځ به راورسیږي، چې بهرني ځواکونه او د دوی غوړه مالان به په سپکتوب تیښتې ته اړ کړي.

په هیواد کې د امریکا نیواک، اډو او د دوی خاین پالونکو سیاستونو پروړاندې له مبارزې پرته، د جهادي نوکرانو، تکنوکراتانو او خلقي او پرچمیانو پروړاندې مبارزه ناشونې ده او د امریکا ولکې پر وړاندې مبارزه پرته د هغو روڼ اندو پر وړاندې مبارزه چې د امریکا، ایران، پاکستان او نورو هیوادونو دلالي کوي، ناقصه ده. که چیرې د خپلواکۍ غوښتونکي مدعیان بیا هم پټه خوله محافظه کاري خپله کړي او د نیواکګرو، بنسټپالو او مزد اخیستونکو روڼ اندو پر وړاندې فعالیتونه ېې له اروپا، امریکا او کاناډا څخه د لاپو ډکو اعلامیو تر صادرولو کچې پورې وي، نو زموږ د درد لیدلي ملت حال به د جهادي او طالبي خرمستیو د دوران په څیر لاهم ترینګړی شي او امریکا، ایران، پاکستان او نور یرغل کوونکو ته به د هیواد ورانولو او له منځه وړلو لپاره لاډیر وخت په لاس ورشي. په افغانستان کې د آزادۍ غوښتنې او انقلابيتوب څپه په هر ځواک کې لومړی د هغوی عملي کار، تنظیمولو او د پرګنیو چمتو کولو پورې اړه لري.

زموږ خلکو د تیرو لسو کلونو په لړ کې د طالبانو او نورو تروریستي شبکو له شکمنو بریدونو او کړنو دا ترلاسه کړي چې د دغو ډلو کولمې له امریکا، انګلستان او نورو تجاوزکوونکو سره نښتې دي او د پردې ترشا یې استعماري معاملې ادامه لري. د دې تروریستي ډلو د شکمنو ځانمرګو بریدونو عملیاتونه د کابل ښار په حساسو سیمو کې ځای پر ځای کیږي، لیکن بهرنیو ځواکونو ته هیڅ زیان هم نه وررسي، په داسې حال کې چې د دوی د برنامو ترتیب او تنظیم تروریستي ډلو پورې تړاو لري. امریکا لاتراوسه هم خپلو سیمه ییزو موخو ته د رسیدلو او افغانستان په لابراتوار او پوځي اډو تبدیلولو لپاره له طالبانو، ګلبدیني بانډونو او حقاني شبکې ګټه پورته کوي. جهادي او طالبي ډوله اسلامي بنسټپالي شاید په افغانستان کې د امریکا او لویدیځ لپاره ټولنیزې اصلي اډې اوسي، ځکه چې دغه مزدور کسبه ډلې هیڅ ډول ملي او انساني حس نلري او د هر بهرني ځواک لپاره د بردګۍ منل یې په ذات کې نغښتې ده.

د کرزي کمزوري دولت د سولې د نوم لاندې مسخره شوې نندارې، زموږ ملت ته د نورو بدمرغیو او تورو ورځو خبر ورکوي. زموږ خلکو تجربه ترلاسه کړې، چې د جهادي، طالبي، ګلبدیني، خلقي او پرچمي سپکو جنایتکارانو د دولت جوړونې سره د سولې بیا راتګ ناشونی دی، که چیرې دغه بانډونه لاس په سولې او یوالي پورې کړي، دا به زموږ پرګنیو په غاړو کې د سولۍ پړي ټینګول وي او هغه وخت به امریکایي صاحبانو ته افغانستان په ګډه او دواړو لاسونو وړاندې کړي. ناپوهه عناصر نن ورځ هم پوهیږي، چې طالبان، ګلبدینيان او حقاني شبکه د آی. اس. آی مردارخور دي او هغه څوک چې دوی «ورور» او «افغان بچیه» بولي، په خپله د پردیو تړل شوی غلام او په هیواد کې د خپلواکۍ او دموکراسۍ دښمن دی.

موږ کلک باور لرو، تر څو چې د بهرنیو او د دوی رذیلانو له کرزي نیولې د فهیم، خلیلي، سیاف، قانوني، دوستم، ګلبدین، ملاعمر، عبدالله، عطا او د نورو په وینو ککړ لاسونه زموږ د وینو له ډک هیواد څخه لنډ نشي؛ خپلواکي، آزادي، سوله، امنیت او پرمختګ ترلاسه کول به له خوب او خیال څخه نور څه نه وي، زموږ ملت ته به بریالیتوب او پرمختګ ورپه برخه نشي. پس خپلواکي، دموکراسي، ملي یووالی او د خلکو اسوده کیدنه د دغو جلادي هیواد پلورو پروړاندې زموږ د هیواد د ټولو ملیتونو پاڅونو سره کولای شي، ځای ونیسي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند په وار وار سره زموږ د خلکو او هیواد پروړاندې د خیانتونو او بې عدالتۍ په مقابل کې آواز اوچت کړی، یو ځل بیا د غویي اتمې لوی لاریون په لړ کې د افغانستان د بربادۍ ورځ غندي او محکمې ته د غویي اتمې او اوومې جنایت کسبه رهبرانو او طالبانو د راښکلو غوښتونکی دی. زموږ ګوند تعهد کوونکی دی، څو زموږ د بې وزلو خلکو سره هملاس او د وحشت ډار له منځه یوسي او له ټولو خلکو، ملي عناصرو او هیواد دوستو په بیا بیا ځل سره غواړي، څو د خلکو په لیکو کې د کورنیو دښمنانو او بهرنیو یرغل کوونکو پروړاندې پاڅیږي. د بدمرغیو او د بند زنځیر څخه زموږ هیواد او خلکو د وتلو لپاره کومه بله لاره شتون نلري.

مړه دې وي نیواکګر او د دوی زنځیري سپي!
ځلانده او ژوندی دې وي د نیواکګرو او بنسټپالو پروړاندې زموږ د ملت د آزادۍ غوښتنې غږ!
د غویي اتمه او اوومه دوه تورې ورځې؛ د لاملینو له منځه وړلو سره له خپلې کلنۍ پاکې کړو!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د١٣٩١ کال د غویي ٨مه (د٢٠١٢ کال د اپریل ٢٧مه)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 186 میلمانه آنلاین لرو