د افغانستان د همبستګۍ ګوند خلکو ته ژمن خپل یو غړی یې له لاسه ورکړ

late tawakal khan

د "افغانستان د همبستګۍ ګوند" په ډیرې خواشینئ سره د عبدالرحمان "پیروز" (مشهور په توکل خان) د فراه ولایت د ګوند ولایتي مسؤل د مړینې خبر خپلو ټولو غړو او پلویانو سره شریک کوي. د عبدالرحمان ناڅاپي مړینې د هغه ټول مینه وال د غم په ټغر کینول. د هغه له منځه تګ سره زموږ هیواد یو پیاوړی هیواد پال له لاسه ورکړو او زموږ خلک له ځواکمن او په خپلواکۍ مین ښوونکي څخه بې برخه شول.

عبدالرحمان په کال ۱۳۳۲ھ ش د فراه ولایت په یوې زیارکښه او بې وزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. په کال ۱۳۵۱ ھ ش کې له ابونصر فراهي لیسې فارغ او خپلې لوړې زده کړې یې تر ۱۴ ټولګي پورې د هرات په دارالمعلمین کې پای ته ورسولې، د فراه ولایت په پرچمن ولسوالې او دغه راز د انار درې ولسوالۍ په عبدالصمد ښوونځي کې یې د ښوونکي په حیث دنده ترسره کړې ده.

هغه د څلویښتمې لسیزې په پای کې چې لا تراوسه زده کوونکی و، د روسيې چوپړانو او بنسټپاله اخوانیانو پر وړاندې د دموکراتیک غورځنګ سره یو ځای او د ژوند تر ورستیو شیبو پورې ورته ژمن پاتې شو او له خلکو دفاع او د مرتجع او لاسپوڅه ډلو پر وړاندې مورچل کې په میړانه وجنګید. د روسيې چوپړانو تر ځواک رسیدو وروسته، عبدالرحمان لومړنی روڼ اندی و، چې د مقاومت لیکو ته ور ګډ شو او د روسیې نیواکګرو او د هغوی خلقي او پرچمي ګوډاګیانو پر وړاندې وسله واله مبارزه او تور ارتجاعي، تروریستي اخواني ډلو ماهیت په بربنډه ولو کې یې ستر رول ولوبو.

له تیرو دیرشو کلونو راهیسې، روسي، امریکایي، پاکستاني، ایراني او... چوپړانو په پیسو، بورس او څوکۍ بریالي شول، څو زیاتره روڼ اندي تسلیم او خیانت او هیواد پلورلو ته اړباسي، مګر عبدالرحمان د زبیښاک ضد او پرمخ تللي روڼ اندو له ټبره و، چې نیواکګر او د هغوی مزدوران پدې بریالي نشو، چې د هغې ویښ وجدان په خپلو ککړو لومو کې را ګیر کړي او هغه د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنيز عدالت د تود سنګر له مبارزې لرې کړي.

د عبدالرحمان د ځانګړو خصوصیاتو یو هم د اولس له ګټو څخه په قوي او پیاوړي دریځ ننګه او د هغوی سره نه پرې کیدونکي نغښتلتیا وه. هغه په بادغیس، هرات، نیمروز او فراه ولایت کې نه یوازې روڼ اندو کې د سپیڅلي انقلابي په حیث منل شوی و، بلکې د عام وګړو په منځ کې یې ځان د هغوی خواخوږی تثبیت کړی و. د دې ځلانده ځانګړتیاو له امله هغه د ګوند لخوا د فراه ولایت مسؤل وټاکل شو. سره له دې چې هغه ناروغ و، یوه شیبه هم د ګوند د چارو پرمخ وړلو کې یې غفلت ونه کړو او د خپلو نه ستړي کیدونکو هلو ځلو کې په دې بریالی شو، چې په دغه ولایتونو کې په لویه پیمانه خلک د ګوند لیکو ته جلب او جذب کړي.

عبدالرحمان د خپل ویاړلې ژوند په اوږدو کې د یو خوږ او پوهه ښوونکي په څیر د ځوانانو او تنکیو ځوانانو زده کوونکو نږدې ملګری و او د هغو ترمنځ یې محبوبیت درلود. څرنګه چې نوموړی اړ و، په ښوونځي که دولتي کتابونه زده کوونکو ته تدریس کړي، لیکن هغه وخت چې د دغو کتابونو ارتجاعي موضوعات یې لیدل، په بې سارې هڅو او کوښښ سره پرمختللي او د ښې پوهنې درسي مواد به یې چمتو او خپل ټول وخت به یې همدې کار لپاره ورکاوه، لکه د صمد بهرنګي په څیر، چې خپل زده کوونکي به یې له تورو ورځو جرړو او د هیواد د خلکو کړاونو سره اشنا کول.

د طالبانو د منځنیو پیړیو د واکمنۍ پر مهال هم په هرات ولایت کې د سختو ستونزو ګاللو ترڅنګ یې نجونو ته په پټه تدریس ورکاوه.

late tawakal khan

هغه خلکو چې له عبدالرحمان سره له نږدې بلدتیا درلوده، د هغه موسکا، ورین تندی او خواخوږي به د تل لپاره په یاد ولري، چې په کړکیچنو شرایطو کې به یې هم خپله هیله او روحیه له لاسه نه ورکوله او دې ته ورته نورو خصلتونو په درلودلو سره به یې دغو ټولو ملګرو د مبارزې لاره خپلوله.

د دې ترڅنګ چې عبدالرحمان د نري رنځ او ساه تنګۍ له خطرناکو ناروغیو رنځ وړو، د هیواد له ځوانانو سره د عشق او مینې درلودلو له امله له سهاره تر بیګاه د ژوند تر اخري شیبو بې له کومه ځنډه هغو ته د ښوونې په ورکونه بوخت و. هغه پرته له دې چې په ابونصر فراهي او کوثر ښوونځیو کې ښوونه کوله، د فراه ولایت د دارلمعلمین ښوونکی هم و. د ناڅیزې تنخوا په لرلو سره یې د ناروغې مور په ګډون د ۱۲کسیزې کورنۍ چاره پرې نه کیدله، نو ځکه په ځینو کورنو کې زده کوونکو ته په ښوونه بوخت و.

دغه نه ستړی کیدونکی او مبارز انسان د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۲ مه کال ۱۳۹۰ ام (د فبروري لومړۍ ورځ کال ۲۰۱۲) د فراه ولایت په مرکز د قلعه زمان سیمه کې د بیچارۍ او ناروغۍ له امله یوناڅاپه خپل ژوند له لاسه ورکړ او ملګري او د وخت خلک یې په ژور درد او غم کې پریښودل. خاورې ته د سپارلو په مراسمو کې یې ډیری خلکو ګډون کړی و او له هغه یې په ښه توګه یادونه وکړه.

که څه هم عبدالرحمان د خپل ژوند ۵۸ کاله په غریبۍ او بې چارۍ کې تیر کړل، لیکن په ویاړ او سرلوړی ووسید او د دردیدونکو وګړو د آسانتیاوو او د ښه ژوند هیلې یې چې تر غره رسیدلې، له ځان سره یې خاورو ته ویوړې.

"د افغانستان د همبستګۍ ګوند" د هغه کورنۍ، ملګرو، د وخت او سنګر ملګرو او ډیری شمیر زده کوونکو ته چې د رښتینولي، ټولنیز او د مینې په خصلت یې د ټولو په زړه کې ځای درلود، د زړه له کومې ډاډګیرنه ورکوي او د مبارزې لاره به یې د تل لپاره روښانه وساتي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 148 میلمانه آنلاین لرو