د نیواکګرو او د هغوې د چوپړانو نوی خیانت پر وړاندې یو موټی شو!

cartoon

د امریکا یرغلګر او د بشر ضد دولت د غولوونکو شعارونو د تروریزم پر وړاندې مبارزه، دموکراسي، د بشر حقوق او ... د نوم لاندې زموږ هیواد د یرغمل کیدو څه د پاسه یوه لسیزه وشوه. امریکا؛ وطن پلوري او جهادي غله چې تر پرونه د خپلو دیني طالبانو ورونو څخه لکه موږک خپلو سوړو ته ننوتي وو، دویم ځل لپاره را ژوندي کړه، چې نن وزیر، والي، امنیې قومندان، وکیل، سفیر او د مافیایي رژیم هر کاره دي. همدارنګه طالبان چې په یوه ورځ کې یې رامنځته کړي ؤ په اوو ورځو کې د "نړیوالو آزادو خپرونو" له لید او د افغانستان له جغرافیې ورک کړلاو مقابل کې یې په دې موده کې زموږ په لسګونه زره بیګناه هیوادوال د الوتکو بمونو او شپې عملیاتو په ترڅ کې ټوټه ټوټه کړل.

د سي آی ای حلال تخمونه او د افغانستان د تاریخ تر ټولو حرام تخمونه ګلبدین او طالبانو سره تش په نوم د جنګ په لاره اچولو یې خپل نظامي شتون ته پایښت ورکړ،د نړۍ ملتونو او زموږ ویر لیدونکو وګړو ته دوکې ورکو لپاره له سره تر پښو د دروغو تبلیغات او په عین حال کې "اکاډمیک" د خپلو لاسپوڅو روڼ اندو او خپرونو له لارې پر لاره واچول.

که د امریکا دولت په دې سناریو کې له یو پلوه خپل ځان ښکاره د "بنسټپالنې او تروریزم سره په جګړه کې" بولي ولې له بل پلوه د شمالي ټلوالې بنسټپالانو ترڅنګ، د فاروق وردکیانو، کریم خرمیانو، هادی ارغندیوالانو، عمر داوودزیانو، جمعه خان همدردیانو، حاجی فریدیانو، جبار ثابتیانو او د حزب اسلامي نور جلادان د ګوډاګي رژیم په اډانه کې ځای پر ځای کوي. اوس په دې هم بسنه نه کوي او په پام کې لري چې د عرب مزدورو شیخانو په مینځګړیتوب، ګلبدین او ملاعمر چې د بنسټپاله حکومتد شیطانۍ زنځیر یوازینۍ کړئ، چې لرې پاتې دي، یو ځایې کړي. امریکا په خپلو دې کړنو سره سلم ځل لپاره وښودله چې خپل بنسټپاله چوپړانوڅخه لاس ناخلي او هغوې اوس هم د افغانستان د خلکو اسارت او په سیمه کېخپلو نورو ژورو موخو لپاره د استفادې وړ ګڼي.

امریکا چون د دې نور توان نه لري چې زموږ په هیواد کې د شخړې دواړو خواو ته جنګي لګښت پرې کړياو روان مالي کړکیچ چې د څو سوه زره تنو اردو په لګښتونو یې فشار راوړی، نو ځکه غواړي چې افغانستان په لږ لګښت په خپلو منګلو کېوساتي او "قانوني" بیرته سپارل او طالبانو او گلبدینیانو ته د ځواک ګیډۍ برابرول دي، هغه څهچې زموږ ولس لپاره پرته له د خراب وضعیت برلاسه کولو، ټکولو، لوټولو او غم لړونکو ډالیو څخه بل څه به نه وي.

د نظامي اډو جوړول او د هیواد خاورهزموږ د هیوادوالو په پت او عزت باندې تیری کوونکو ته په رسمي او قانوني بڼه ورسپارل، د امریکا تر ټولو غوره تخڼونکی ستراتیژې وه،هغه موخه چې د انګلیس او روس ښکیلاکګرو په کلنو کلنو هغې ته لاس رسی پیدا نه کړو، امریکا د ګوډاګي دولت او دستوري لویه جرګې په ډاډ د خپلو حلالو بچیانو پر مټ ډیر په اسانۍ سره ورنږدې شول.

زموږ خلک تپوس کوي، تر پرونه چې ګلبدین او ملاعمر د امریکا او متحدینو په تور لیست کې ځای لرو او د هر یو په بی ارزښته کوپړۍ باندې په میلیونونه ډالره جایزه وټاکله، ډیری وینهد هغوې سره د مقابلې په نوم په ځمکه توی شوه، څه پیښ شو، چې سمدلاسه دغه تروریستان په سپین لیست کې شامل شول او په لورینه او قدردانۍ سره سپینۍ ماڼۍ ته لار ورکړل شوه، څو دغه دوه انسان وژونکي بانډونه نور هم زموږ پر ملت برلاسي اوسي؟ د دغو ټولو مسوولیت چې په دغو تیرو لسو کلونو کې د یرغل، ځانمرګي، ترور او وژنې له امله د بې ګناه خلکو وینې وبهیدې او زموږ د مظلومو او بې چاره خلکو د شتمنیو د بربادۍ لامل وګرځید، د چا په غاړه دی، بې له امریکا، د ناټو متحدین او د حاکم نظام ډولاډول چوپړان.

کرزي له امریکا سره د ټوکو او ساختګي اختلافاتو د نندارې باوجود په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له جوړونې سره هوکړه وکړه او له رهبرانو سره یې په ښکاره او رسمي توګه معاملې ته چمتو شول؛ له ګلبدین سره غاړه په غاړه شول، په راتلونکي دولت کې یې د هغه طرحه "رسانه یي" کړه او احترام او قدردانۍ له خاطره د امریکا په مارک توره لنګوټه ورته ورکړه. بل پلوه له بنسټپاله تروریستانو سره د موږګ او پیشو د لوبې لس کاله وروسته د امریکا ولسمشر مرستیال جوبایډن وویل "طالبان د امریکا دښمنان نه دي"، هغه واقعیت چې زموږ ګوند له پیله اعلان کړی و چې د لسګونو پردیو لاسوپوڅی او یو تور جهنمي نظام او آی اس آی مراي، څرنګه ښایي د امریکا دښمن اوسي؟ دوی یوازې د افغانستان قسم خوړونکي دښمنان دي او بس.

له دې ټولو معاملو او جوړاوجاړ څخه څرګنده ده، چې امریکا تراوسه هم د طالبي او جهادي له جنسه د ټولو تروریستانو مور او پلار دی او د انسان وژنې پر مټ ولاړ سیاست بنسټپالان چې څرنګه وو د سیمه ییزو برنامو په راس کې شتون لري، ځکه چې هغوی د هیواد په اړه ځان پلورونکي ځواکونه بولي چې کیدای شي ټول په اسانۍ سره د پیسو او څوکۍ په بدل کې وپیري او د لاسي لرګو په څیر په افغانستان کې ترې ګټه پورته کړي. د دې سیاست پر بنسټ لرې به نه وي هغه ورځ چې امریکا څرنګه چې طالبي ظلم کوونکي او مرایه رهبران لکه ملا متوکل، ارسلا رحماني، ملاضعیف او نور د مال او شتمنیو مالکان کړل، د دې ډلې خاینې او وینې څښوونکې ډلې نور رهبران د خیرالله خیرخواه، ملاعبیدالله آخوند، ملاترابي، نورالله نوري، عبدالحق واثق، محمدفضل او نور به له زولنو راووباسي او پر تندي یې د "دموکرات" مارک له وهلو وروسته د کابل ګوډاګي دولت کې به یې ځای پرځای کړي.

لیکن امریکا په افغانستان کې خپله لوبه له مختلفو لارو پر مخ وړي. له طالبي تروریستانو سره د مبارزې پرمخ وړلو ترڅنګ، یوموټی مرایه جنایتکاران د المان په دلالۍ ګریوان په ګریوان کړل، څو دغه د کرکې ډک عناصر د امریکا کانګرس استازو په شتون په خپل منځ کې د فدرالیزم د نوم لاندې د افغانستان د تجزیې د وړادینې په اړه خبرې وکړي. امریکا د هر نیواکګر قدرت په څیر بیلتون واچوه او حکومت وکړه سیاست پر مخکې وړي. له لس کالو راپدیخوا امریکا او متحدینو یې زموږ د هیواد ملیتونه له یو بل سره په جنګ واچول او کوښښ کوي افغانستان په ډیرو ژورو درزونو او بې اتفاقیو کې ډوب کړي او د خپلو دغو شومو موخو پرمخ وړلو لپاره د خاینو نوکرانو او ملي ضد شمالي ټلوالی څخه بل څوک نشته. نوموړو خاینانو داسې تبلیغات په لاره اچولي، چې ښایي د افغانستان ګته او زموږ د بدمرغه هیواد د حل مسئله د فدرالي سیستم په پښو کې پروت دی! په داسې حال کې چې د لږې پوهې خلکو ته هم جوته ده، هغه وخت چې هیواد آزادي او خپلواکي ونه لري او د یو موټي جنایتکارو د پنحې په بند کې اوسي، دولتي سیستم لږ ارزښت هم نه لري د نظام په شکل باندې چنه وهل یوازې او یوازې د خلکو ضد او هیواد پلورونکو جوړ شوی. د واکدار نظام شکل که فدرالي اوسي او که څه هم بې له دې، نه شي کولی د هغه ماهیت په ډاګه کړي. هغه وخت چې د خلکو ضد عناصر، لوټماران، غله او پردي غوښتونکي د قدرت په راس کې اوسي چې د هر یو د غاړې پړی مختلفو هیوادونو په لاس کې دی، د فدرالیزم خاینانه طرح د وړاندې کوونې معنی یوازې د افغانستان ټوټه ټوټه کول او ضد ملي عناصرو ته سپارل دي، چې هر یو په آسانۍ سره وکولای شي بهرنیو اربابانو سره جوړ راشي او خپلې اړوندې برخې د پیسو او څوکۍ په بدل کې لیلام ته واچوي او افغانستان د نړۍ له نقشې لرې کړي.

جهادي ظلم کوونکي خپلو روڼ اندو دلالانو سره له ټولو ډیر د دې له امله د فدرالیزم لپاره خپله مرۍ څیروي، چې د عملي کیدو سره به یې د شمال ائتلاف انسان وژونکي قومپرستان د هیواد په شمال کې فرمان ترلاسه کړي او جنوب هم د ګلبدین، طالب او شریکانو له بد بوی څخه د ویرونې په بې سارې ځای واوړي، هغه څه چې امریکا او د سیمې قدرتونه له زموږ هیواد څخه ډیره ګټه ترلاسه کړي.

امریکا طالبي او ګلبدیني رهبرانو ته د شرابو مستي ورکوي، لیکن ناروغه او ځناور عسکر یې زموږ ویر لیدونکي وګړي د تروریستانو د نوم لاندې وژني او په جسدونو یې متیازې کوي. که چیرې موږ د ویتنام او عراق د آزادۍ غوښتونکو خلکو په څیر د یرغلګر او وطني مزدورانو پر وړاندې لاس په مبارزه او پاڅون نکړو، هرومرو هغه ورځ به راورسیږي، چې د ژوندیو او مړو او ښځه او اولاد او پر موږ به هم متیازې وکړي. که څه هم د امریکا بې شرمه مزد اخیستونکي پر جسدونو د بادارو متیازې کول او له حده وتل او زموږ پر هیوادوالو نور سپکاوی په بیغرتۍ او چوپتیا سره قبول کړي، که چیرې د نړۍ یوه ورځ هم پاتې شي د افغانستان خلک به د یرغلګرو دغه سپکاوی او د هیوادپلورونکو یخ پاتې کیدل به له هیواد څخه د امریکا او ناټو وتلو او مبارزې سره ځواب ورکړي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند څرنګه چې عنعنوي لویه جرګه د هیواد د مور خرڅلاو جرګه، د تلې ۱۵ یې زموږ پر هیواد د امریکا او ناټو د یرغل ورځ، په پارلمان کې د بخښنې قانون د قاتلانو او جنایتکارانو د ځان بخښنې قانون د غویي اوومه او اتمه د زموږ د هیواد تورې ورځې په ګوته کړي دي، په قطر کې د طالبانو دفتر جوړول او په مافیایي جکومت کې د ګلبدین و ملاعمر ته برخه ورکول او د هیواد ټوټه ټوټه او تجزیه کولو طرحه، زموږ خلکو پر وړاندې نوی خاینانه دسیسه او نه بخښونکی سپکاوی بولي.

موږ له ټولو آزادي غوښتونکو هیوادوالو، ملي ځواکونه، دموکرات، هیواد دوسته او له خپلواکۍ غوښتونکو غواړو، چې خپله غوصه او قهر او کرکه زموږ د خلکو د دښمنانو سره د امریکا او ډولاډولو سپو سره د مبارزې په سریع کیدو په ننداره واچوي، څو هغوی ته وروښایو چې د دې خاورې د خلکو د سرښیندنې سره خپل هیواد د انګلیس او روس نیواک ته پری نښود، د امریکا اډې، د پاکستان او ایران لاس وهنه به هم هیڅکله ونه مني.

اوچت دې وي زموږ په هیواد کې د خپلواکۍ، آزادۍ او دموکراسۍ غږ!
مړه دې وي زموږ په هیواد کې د امریکا د اډو غوښتونکي!
نه امریکا، نه جهادي، نه ګوډاګی دولت، واک د افغانستان د خلکو په لاس!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ١٣٩٠کال د سلواغې ۴ (د٢٠١٢کال د جنوری ٢٣)





درد لیدونکو هیوادوالو، که چیرې د خپلواک، آزاد او دموکرات افغانستان غوښتونکي یاستۍ؛ که چیرې د افغانستان د سرلوړي کیدو او د هیوادوالو د ښه ژوند هیله په زړه کې لرۍ؛ که چیرې غواړۍ د خیانتونو، جنایتونو او نیواکګرو هیوادپلورونکو او نوکرانو پر وړاندې یې عمل ترسره کړۍ، د افغانستان د همبستګۍ ګوند سره یوځای شۍ او د دې اعلامیې په خپرولو کې ښه زیار وکاږي!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 82 میلمانه آنلاین لرو