«همبستګۍ ګوند» به د ګوډاګي دولت زورنې ته خپلو کړنو په ګړندي کولو ځواب ووایې!

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» شپږ غړي کرزي «خاد» لخوا ونیول او زنداني شول

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» روان کال د لیندی په ۱۰ د امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک تر نامه لاندې د ټوکانچو لویه جرګې له لاری زموږ هیواد خرڅون د غندلو لپاره د زرو زیات شمیر هیوادوالو په ګډون کابل ښار کې لاریون وکړ. کابل میشته ډیری کورنیو او بهرنیو رسنیو چې د لاریون پیل نه تر پایه پورې یې شتون درلود؛ د ګوند ویاند او د لاریون ګډونوالو سره بیشمیره مرکې تر سره کړې؛ په زرګونو بلن لیکونه  د لاریون نه څو ورځې وړاندې په کابل ښار کې په پراخه پیمانه خپرې شوې وې. زموږ د ګوند غړو او پلویانو څو ورځې مخکې له لاریون د ګوند هغه اعلامیه «امریکایي لویه جرګه یو بل تاریخې پیغور» تر عنوان لاندې په کابل او څو نورو ښارونو کې په پراخه توګه خپره کړه چې د خلکو تود هرکلي سره مخ شوه او د پیوستون بیشمیره اړیکې مو تر لاسه کړې.

زموږ د ګوند لاریون ګوډاګی دولت او د هغه اربابان یې پریشانه کړل، نو ځکه یې سمدلاسه پر موږ دوه بیلا بیلې وسلی وکارولې. تش په نامه ملی امنیت د ګوند فعالینو په څارنو او نیونو پیل وکړ او کورنیو او بهرنیو خپرونو ته یې دستور ورکړو تر څو ګوند د لاریون خبر خپرولو څخه ډډه وکړي او همدا لامل شو چې بیشمیره رسنیو زموږ د اکسیون خبر منعکس نکړو.

دوی یوازې د «همبستگۍ ګوند» لاریون په خبري سبوتاژ بسنه ونکړه، ټولو امنیتي ځواکونو ته یې حکم وکړو چې د ګوند اعلامیه خپرونکي دې ونیسي. تش په نامه ملی امنیت، د ګوند دوه تنه په کابل او یو تن په هرات کې راګیر او ګرویږنو لاندې یې ونیول. د هغوی جرم ګوند د اعلامیې خپرونه وه، کومه اعلامیه چې د هغوی د اربابانو سره د مریدۍ او غلامۍ تړون یې محکوم کړو. دغه درې تنه د ربړونو، وهلو او ټکونو، سپکاوي او د پوښتنو لاندې ونیول او څو ورځې په بند کې وساتل شول. پخوا هم د روان کال ثور ٧ او ٨ تورو ورځو د غندلو په لاریون کې زموږ د ګوند درې تنه غړي د لاریون او اعلامیې خپرونې په تور و نیول شول. د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» غړي او فعالین د بې جوړ جاړي دریځ او روڼ اندانه کړنو لامله تل د کرزي «خاد» له څارنې لاندې دي لیکن دا فشارونه نشي کولای چې موږ له خپلواکۍ، ولسواکۍ او عدالت لپاره له مبارزی څخه منع کړي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د نیواکګرو او د هغوی دولت د ماهیت نه چې کوم پیژاندګلويي لري، له دې تړلو پرانستلو او د سخا خپرونو په وسیله سانسور کیدو کومه ګیله نلرې. موږ پوهیږو چې دموکراسي یوازې سړي وژونکو او پردي پالونکو لپاره د امریکا سوغات دی او تر هغه بریده پورې یې زغملی شي تر څو قضایاوې سرسري وڅیړي نه ژور. او کله چې کس یا ډله وغواړي د یرغلګرو او د هغوی چوپړانو کرغیړن ماهیت بربنډ کړي او د غلامۍ جغ قبلولو څخه ډډه وکړي، نور نو هغه دموکراسي خپل ځای فاشیزم ته او د "مطبوعاتو آزادي" خپل ځای سانسور او دروغو ته سپاري.

هماغه شان چې زورواکې رژیمونه په پولیسۍ او زندان بریالي نشو چې تل لپاره د ملیتونو آزادۍ غوښتونکې مبارزه زندۍ کړي، د کرزي فاسد او مافیایي دولت هم نشي کولای چې د همبستګۍ ګوند او زموږ ځوریدلي ولس د مبارزې مخه په زندان او ځپلو ونیسي. که چیرې وغواړي د خلکو د پاڅون څپې په زور او تهدید ځواب کړي، پایله به بل شان رامنځته شي او لکه څرنګه چې په عربي هیوادونو کې یې ګورو، خلک به په کوټلې ارادې او لوړ آواز د آزادۍ غوښتلو نارې یو کړي چې بیا به واکمنه دستګاه خپلو ټولو ُډول ډَبلو سره ونشي کړای چې هغه له منځه یوسي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د هیواد لومړی سیاسي ځواک دی چې د کرزي مافیایي دولت د زور او ګرویږنو سره مخامخ کیږي، ټولو آزادي او عدالت غوښتونکو غورځنګونو او عناصرو ته په کار دي چې خپل آواز سره اوچت او د دولت دغه دموکراتیک ضد او زور او زیاتي سیاست په پیل کې زندۍ کړي، که نه نو په زور سره به زموږ د ملت د حق غوښتنې او ښکیلاک پر وړاندې د مبارزې، د خلق او پرچم دوران ویره اچونکو واکمنو او هیواد پلورونکو، ځناورو جهادیانو او د منځنیو پیړیو طالبانو په څیر به یو ځل بیا زموږ پر ملت واکمن شي.

امریکا نه یوازې دا چې د نړۍ ملتونو په خپلو منګلو کې راوړلو او د آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو د راغورزولو لپاره  د جګړې په لوی ماشین، بلکې په تبلیغاتي جګړې باندې هم تر ډیره ولاړ دی. د مافیایي او مزدوره خپرونو له لارې ده چې امریکا دروغ او چل د حقیقت پر ځای دروي او د مستعمره هیوادونو ولسونه او د امریکا وګړي په دوکې سره کږې لارې ته راکاږي. د افغانستان د یرغمل کیدو وروسته زموږ ملت د مریانو په دام کې راوړلو لپاره یې لومړۍ وسله د خپرونو وده وه، نن ورځ پوهیږو چې د ۲۵ تلویزوني او ۹۰ راډیویي شبکو، ګڼ شمیر ورځپاڼو، جریدو او مجلو او انټرنیټي سایټونو ۸۰ سلنه لګښت د دې لپاره پرې کوي، چې د هغوی بشپړ واک په خپل لاس کې ولري، څو د امریکا سیاست په پام کې نیولو سره حرکت وکړي او هره پیښه که څه هم د دوي د ګټو سره په تضاد کې وي، چوپتیا خپله کړي او  یا هم تور په سپین بدل کړي. هر کال امریکا په لسګونه میلیونه ډالره د "افغانستان له رسنیو د پلوي" په نوم ځانګړي کوي چې په ځانګړي توګه د امریکا په ګټه دروغ ویلو او عامه افکارو ته اړخ ورکوونې لپاره په لګښت رسوي او په کابل کې د امریکا سفارت مختلفو لارو چارو په لاس کې نیولو سره دنده لري، څو د هیواد د خپرونو په خپرولو بشپړ کنټرول او پام ولري.

د دې سیاست له امله دی، چې بې وزله او وږي او تږی افغانستان د ډوډۍ او کالو پرځای ډیر لګښته تبلیغاتي رسنیو ته لاس رسی موندلی دی او د دغو رسنیو ډیری چلونکي جنایکاران او هیوادپلورونکي دي چې پړی یې د امریکا په لاس کې دی. امریکا تر پرونه زموږ دغو ملي خاینانو ته وسلې ورکولې چې لوټول او وژنه وکړي او زموږ هیواد له هیڅ سره برابر کړي، لیکن نن ورځ یې د دوی په لاس کې پیاوړې وسله د خپرونو په نوم ورکړې ده، څو د هیواد ملي او انقلابي کلتور د زندۍ کولو، د غرور د ځپلو او د پردیو پاللو، د هیواد ځوان نسل خنثی او بې غیرته کولو، د روڼ اندو مریان او بې مخوکي کولو او فاسده کلتور خپرولو او په سیستماتیک ډول د خلکو غیر سیاسي کولو لپاره په کار یوسي او د امریکا او متحدینو لپاره یې زموږ ملت د مریتوب لار هواره کړي. له دې هر څه سره یې بیا هم آزاد او بې طرفه خپرونو لقب یې دغو تبلیغاتي وچت غږیدونکو ته ورکړی دی، لیکن هر یو تن ته په کمې پوهې سره روښانه ده، چې په نړۍ کې داسې رسنۍ چې بې طرفه او آزادې اوسي شتون نه لري.

نو ولې د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» او نور پرمختللي ځواکونه چې لا تراوسه وسله په لاس کې نه لري او یوازې دموکراتیکه لاره یې خپله کړې او په مبارزه بوخت دي، د کرزي مزدوره دولت د یرغل لاندې راځي، لیکن د ایران او پاکستان مزدوره بنسټپاله خطرناک بانډونه چې خپل ټوپک او تروریزم سره زموږ خلک تورتم کې کینوي، په قدرت کې برخه ورکول کیږي، ځناورو طالبانو ته په قطر او ترکیه کې دفترونه پرانستل کیږي، یوسره خپرونې د هغوی په لوړ ښودلو  او مقام ورکولو کې بوختې دي او په تیرو دیرشو کلونو کې امریکا هم دوی د خپلې ډیرې پلوي لاندې نیولي دي؟ روښانه دلیل دی: دغه وینې څښونکي او جهالت کسبه ډلې د امریکا زیږنده ډلې دي، د ډالر او څوکۍ په بدل کې د امریکا په لاسپوڅو اوړي او د هغوی په غوښتنې حرکت کوي او بې دریغه هڅو سره کوښښ کوي، څو زموږ ملت تورتم، نالوستۍ او درد راوړونکو ناپوهیو کې وساتي. دا هغه څه دي چې امریکا ورته ډیره اړتیا لري، ځکه ښکیلاکګري سیاست یې یوازې په هغه ملت چې سترګې او غوږونه یې بند او په جهالت او تورتم کې ډوب وي، ګټور واقع شي او هره دوکه او دروغ یې د یو داسې ملت خوراک او تیرولو لپاره اوسي. مګر د «همبستګۍ ګوند» او د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتونکي عناصر او غورځنګونه خلکو ته پوهه ورکوي، له ټوپکه پیاوړې وسله، هغه چې ملت پرې سمبال شي، نور هیڅ یو شیطاني او زورواکه ځواک به په دې بریا نه شي، هغوی د تل لپاره د غلامۍ په زنځیر کې ونیسي. دغه دی د پرمختللو او پوهه عناصرو پر خلاف د امریکا او لاسپوڅي دولت د تورې راویستلو راز.

مګر افغانستان یوازینی هیواد نه دی چې امریکا او لویدیځ د عامه ذهنونو د ګډوډولو لپاره په هغه کې دا لوبه په کار اچولې ده، دوی د خپل ملت او د نړۍ نورو ملتونو پر وړاندې له دې دوکې ډیره ګټه وړي. امریکایي لوی متفکر نوآم چامسکی،  د "ډله ییزو رسنیو په وسیله د خلکو تیروتنې لپاره لس چلنده" تر عنوان لاندي د لویدیځ تبلیغاتي دوکه بازي په ځیر سره ترتیب کړې او لیکي: "د تل لپاره د ټولنې عمومي ذهنونه له ټولنیزو ستونزو لرې کول، هغه مسایل چې واقعي اهمیت نه لري د هغوی موضوع سره اړیکه ورکول، هڅي دي چې خلک داسې بوخت اوسي چې د هغوی لپاره د فکر کولو وخت پاتې نه شي."

«د افغانستان د همبستګۍ ګوند»

١٣٩٠ کال لیندۍ ٢٣ مه (د دسامبر ۱۴ کال ۲۰۱۱)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 56 میلمانه آنلاین لرو