امریکـایـی لویـه جـرګـه یـوبل تاریخـی پېـغور!

لویې جرګې څخه یوځل بیا په رذیلانه توګه ناوړه ګټه واخیستل شوه او یوشمېر پېژندل شوې څېرې چې جنایتکاری، مزدوری، لوټماری او خلکو سره دښمنی یې په کراتو ثابته شوې وه د کرزی ګوډاګی دولت یوشمېر هوکړې کوونکو استازو سره یوځای شول او همغه شان چې وړاندوینه کېدله د امریکا په تېری کوونکی دولت باندې د افغانستان پلورلوته یې هوکړه وکړه. کرزی او شاوخوا کسانو یې د خپلو امریکایی څښتناو په لمسون د موږ د بې وزله او درپه در ملت له خزانې څخه لس ملیونه ډالره د یوه غولوونکی حرکت په ترڅ کې پو پناه کړل څو په نړیوالو ټولنو کې داسې تبلیغ وکړی چې ګواکې دغه تاریخی خیانت د«افغانستان دملت په لارښوونه» ترسره شوی دی.پخوا تر دې خلقی او پرجمی هېواد پلورو د دغه راز فرمایشی جرګو په جوړولو سره وغوښتل چې «شمالی ستر ګاونډی» ته خپله چوپړتیا د ملت د سلا مشورې په نوم توجیه کړی چې ځآی یې ونه نیو او خپلو اربابانو سره یوځآی د تاریخ کندې ته ولاړل. نن یوځل بیا د کرزی مزدور دولت د روس د چوپړانو ناکامه او شرموونکې تجربې له سره آزمایی خو اوس زموږ ولس دومره پوهېدلی چې ددغه راز خیانته ډکولوبو باندې ونه غولېږی.

په افغانستان کې د امریکایی اډو تل پاتې شتون او مریی توب قرار داد نوې خبره نده، امریکا او هملاسویې د لسو کالو راهیسې خپل ستر جنګی ماشین او شکمنې اډې د هېواد په بېلو بېلو سیمو کې ځای پرځای کړی ترڅو د نوؤ پاڅېدلو آسیایی ځواکونو په وړاندې د نړیوال زبرځواک په توګه خپل پوځی موقعیت وساتی. امریکا ته د چوپړتیا قرار داد په ۲۰۰۳ کال کې ډاکتر عبدالله د ملت له سترګو لرې سرته رسولۍ ؤ خو اوس د امریکا مزدورانو وغوښتل چې په دغه هېواد پلورونکی حرکت باندې د قانونی بڼې ورکولو په موخه د«ملت د غوښتنې» ټاپه هم ولګوی.

دامریکا چوپړ هېواد پلوری او غاړه اېښودونکی یا تسلیم طلبان داسې ښیی چې ګڼې زموږ د هېواد نیکمرغی او ځلانده راتلونکې امریکا سره ستراتژیکی تړون پورې تړلې ده. خو اوس خلک په دې پوهېدلی چې د امریکا دولت د تېرو دېرشو کالو راهیسې زموږ د هېواد او ولس د بربادی او بدمرغی لاملونو ځنې ؤ، دې جګړه مار دولت ټول جهادی او طالبی سړی وژونکی بانډونه جوړ او وسله وال کړی او پړی یې د آی.اس.آی. په لاس کې ورکړی دی. دا امریکا وه چې د خپلو اقتصادی او برلاسی غوښتونکو استراتژیکو موخو لپاره یې زموږ خلک د توپ خولې ته وتړل او ترټولو تورفکره، دموکراتیک ضد، خروړې او خلکو ضد ډلې ټپلې یې زموږ پر ولس وتپلې. امریکا په تېرو لسو کلو کې هم په خپل ټول توان سره بنسټپال سړی وژونکی وروزل او ان سرټمبه او ناپوهو طالبانو او د دوی پاکستانی او ایرانی څښتنانو سره یې هم د پردې ترشا جوړجاړی وساتله.

خندنۍ لویې جرګې په افغانستان کې د امریکایی تلپاتې اډو په تایید ولو سره په اصل کې د خپلواکی، ملی حاکمیت او په خپلې خاورې او هېواد باندې د ولس واکمنی سره مخه ښه وکړه او افغانستان یې یومخ داسې تیری کوونکی هېواد ته وروسپاره چې د بې شمېره ملتونو وینې یې په بیرغ باندې انځورشوې دی. د دې شرموونکې تړون لاسلیک د«ګندمک» معاهدې سره توپیر نلری او دهغو کسانو نوم به زموږ د تاریخ په پاڼو کې د ملی خاینانو په توګه ولیکل شی چې دغه معاهده لاس لیک کوی.

زموږ د خلکو تېر ایستلو په موخه د جرګې پای ته رسېدونکې اعلامیې کې د امریکا له دولت څخه د په زړه پورې غوښتنو اوږد لست لیکل شوی دی چې که ټول یې هم په استراتژیک تړون کې شامل شی بیا به هم امریکا د یوه زورګو او خپل سری هېواد په توګه لکه څرنګه چې د هېڅ نړیوال قرار داد عملی کولو ته غاړه نه ږدی، هېڅکله به یوه بې وزله او کوچنی هېواد ته ورکړل شوؤ وعدو ته هم ژمن پاتې نه شی .هغه شرطونه چې امریکایې د دې قرار داد تر امضأ کولو وروسته زموږ پر خلکو تپی دومره شرموونکی او غلامی ډوله دی چې مزدورانو یې د خپلې جرګې استازو ته د په ډاګه کولو جرأت هم و نه کړ. دغه ښاعلی او آغلی هېروی چې کله یو دولت خپل ملت ته نېکمرغی، هوساینه او آزادی ور په برخه نکړی څه ډول به زموږ خلکو ته ډېر کوچنی مثبت کار هم تر سره کړی. دوی نه پوهېږی چې د امریکا دولت همدا اوس د ملیونونو هغو امریکایانو پاڅون سره مخ دی چې تر دوو سپوږمو رسېدلی دی، دغوامریکایانو خپل پاڅون ته د«وال ستریت نیونه» نوم ورکړی چې په خپل ناوړه ژوند نیوکو لپاره د«موږ ۹۹ سلنه یو» شعار سره یې د هغه هېواد ظالم دولت په زنګنو کړی دۍ. دغه امید بخښونکی غورځنګونه به د سپینې ماڼۍ او پنټاګون بنسټ په ورځ په ورځ څپانده کېدلو او پراخېدلو سره تر پخوا زیات و لړزوی.

امریکا ډېر خطر ناک بحران سره لاس او ګریوان دی چې نور نشی کولای له اقتصادی پلوه نړۍ تر خپل اغېز لاندې راولی، ځکه هڅه کوی د بې ساری پوځی ځواک په مرسته هغه نوی پاڅېدلی ځواکونه چې نور نه غواړی د دغه ګواښ کوونکي دولت تر ولکې لاندې وی، تر ګواښ لاندې راولی. افغانستان کې د پراخه پوځی اډو جوړول په ټولې نړۍ باندې د پوځی برلاسی د حلقې بشپړولو لپاره د امریکا د ستراتژیکو پروګرامونو یوه برخه ده. په همدې حال کې امریکا له روان اقتصادی بحران څخه د وتلو او د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د طبیعی زېرمو په لازیاتو لوټلو کې پېژنی. هماغه شان چې عراق او لیبیا یې د دوی په تیلو باندې د لاس رسی د پاره په خاورو او وینو ولړل د افغانستان پریمانه طبیعی زېرمې به هم چې د خپل ګوډاګی دولت له لارې پرته د هېڅ ډول خنډ څخه لاس رسی ورته لری لوټ کړی. همدغه شان امریکا زموږ هېواد د نړۍ د مخدره موادو د مافیا په مرکز بدل کړې او د پټې سوداګری څخه یې هرکال په سلګونو ملیارده ډالر ګټه ترلاسه کوی چې هېڅکله به هم د دغه پریمانه عاید څخه په خپلې خوښې لاس وانخلی. که امریکا یې پوځیانو د ویتنام د جګړې په لړکې مخدره توکی د وژل شوؤ په تابوتونو کې ځای پرځای کول او په پټه یې امریکاته لېږدول، دغه کار په افغانستان کې د هېڅ ډول خنډ پرته په ۵۲ B ډوله الوتکو کې سرته رسوی.

دا جنایتکاران، خاینان، لوټماران اوظالمان دی چې په خپل سر باندې د پالونکي یا ارباب دایمی شتون ته اړتیا لری ځکه چې خلک ورځنې کرکه لری او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ددوی ځواک او باد راوړلې او حرامه پانګه د خطر سره مخ کېږی. امریکا په تېرو لسو کالو کې دوی د خپلو سوړو څخه را وایستل او د هېواد وزیر، رییس، سفیر، مارشال او ډېرو سترو پانګوالو په بڼه یې واړول له دې امله دغه تېړوګان حق لری چې امریکا خپل خدای وګڼی او شتون ته یې د قانونی بڼې ورکولو لپاره د سپی په شان منډې وکړی دوی امریکا ماتې نه خوړونکی ځواک ګڼی خو د ویټنام د آزادی غوښتونکو او اوس د عراق د خلکو په وړاندې د امریکا د شرمه ډکې ماتې خوړلو تاریخ هېروی. خو امریکایی نیواکګر به زموږ ولس ته پرته د بدمرغی، خواری، په مخدره توکو روږدی کېدلو، ملی نفاق، بندی توب او مریی توب څخه بله ډالۍ ونلری.

لویه جرګه وال په یوه غږ ددې شرموونکی قرار داد هوکړه د منلو وړګڼی چې په هېواد کې د پاکستان او ایران دلاس وهنو مخه ونیول شی. خو دوی خپل ځان په ناپوهی وهی او په دې حقیقت سترګې پټوی چې د ایران او پاکستان د بې شرمانه لاس وهنو اغېزمنتوب په دولتی لوړو څوکیو کې د چوپړانو او جاسوسانو شتون دی. دا امریکا وه چې تېرولسو کالو کې یې د پاکستان او ایران له وینو ډک لاسونه زموږ هېواد کې پرانیستی پرېښودل او د آی.اس.آی. او واواک تر ټولو رسوا چوپړانو ته یې د خپلې له فساده ډکې مافیایی ادارې ټولې چارې ور وسپارلې.

د په اصطلاح لویې جرګې ډېری استازو په خپلو ویناوو کې په بېشرمی سره له امریکا غوښتنه کوله چې د هېواد پولې د بهرنیو لاس وهنو څخه وساتی. دا ډېره سپکاوی او بې غیرتی ده چې د خپل مورنی هېواد ساتنه یوه تېری کوونکی دولت ته وروسپارل شی. دوی زموږ د ملت ځلانده تاریخ ته چې د پردیو په وړاندې جګړې او د خپلواکی غوښتنې روحیه یې لرلې ده کیچړې ورشیندی او زموږ د «امپراتورانو هدیره» لقب ګټونکی هېواد اوښتې څېره نندارې ته وړاندې کوی. هغه ملت چې د پردیو تېریو څخه د خپل هېواد ساتنه نشی کولای د کرکې او ورکې وړدی. خو زموږ بې وزلو لاکن آزادی غوښتونکو خلکو څو څو واره ثابته کړې ده چې کولای شی په تش لاس د نیواک ګرانو په وړاندې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه سانه وکړی خو په دې شرط چې د کورنیو هېواد پلورو او خاینانو له منګلو وژغورل شی .

هغه هېواد چې په خپلې خاورې کې د امریکا پوځی اډې ولری هیڅکله هم د خپلواکی غوښتنې دعوا نشی کولای . هغه کسان چې د بېلګې په توګه د جاپان یادونه کوی، د امریکا د پوځی اډو پر ضد د جاپانی ولس له کرکې او نه ستومانه کېدونکو مبارزو څخه ناخبره دی. د جاپان خلک له دې امله سرټکوی چې د دوی په هېواد کې میشت امریکایی ځواکونه د هېڅ ډول قانون او اصولو پروا نه ساتی او د دوی خپلواکی یې نیمګړې کړې ده او پراخې نیوکې یې پیل کړی دی چې د جاپان دولت او امریکا اوکیناوا څخه د پوځی اډو لرې کولو ته اړباسی.تاریخ ثابته کړې ده چې هېڅ ملت نشی کولای د بهرنی ځواک په مرسته آزادی، نیاو او نیکمرغی ترلاسه کړی. دا د یوهېواد خلک دی چې کولای شی په خپلو هلوځلو او وینو تویولو د زور زیاتی ځنځیرونه مات او سوکاله ژوند ته ورسېږی. د امریکا چوپړان او په اصطلاح پلورل شوی شنونکی چې په ولسی ځواک باور نلری، نشی کولای د تاریخ په دې حکم وپوهېږی.

د افغانستان د همبستګی ګوند زموږ د ځورېدلی لاکن خپلواکی غوښتونکی او په هېواد مین ملت سره یوغږ د امریکا د تلپاتې اډو په اړه هرډول قرار داد ملی خیانت بولی او په خپل ټول توان سره به د دغه شرموونکی حرکت په وړاندې و درېږی او هغه کسان به د بې غیرتو او هېواد پلورو عناصرو په توګه رسوا کړی چې دغه له شرمه ډک حرکت ته د هو ځواب ورکوی.

د کورنیو خاینانو او بهرنیو تېری کوونکو څخه زموږ د ملت آزادی یواځې د دوی په خپلو لاسونو ترلاسه کېدلای شی!
مړه دې وی جهادی او طالبی سړی وټژونکی او د دوی بهرنی خاوندان!
څپانده دې وی د هېواد خپلواکی غوښتونکی او بنسټپالی ضد غورځنګ!

د افغانستان د همبستګی ګوند

۱۳۹۰ د لړم ۲۹ – ۲۰۱۱ د نوامبر۲۰

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 150 میلمانه آنلاین لرو