بریالی دی وی دنیواکګرانو او هغوی پورې تړلو بنسټپالو مزدورانو پرضد زمونږ دخلکو مبارزه!

نن د اکتوبر ۷ (دتلې ۱۵) پر افغانستان باندې دامریکا او هملاسو دتیری یوه لسیزه پوره شوه، هغه تېری چې د مرغومی د شپږمې تورې ورځې سره چې زمونږ هېواد د روسی نیواکګرانو له خوا ونیول شو څه توپیر نلری. امریکا دخپل ستر تبلیغاتی ماشین په مرسته دنړیوالو عام ذهنیتونه دې تیری ته تیار کړل او بیایې په چلول او دنړۍ هېوادونو ته په قناعت ورکولو سره دملګرو ملتونو دلارې د څلوېښتونه زیاتو هېوادونو د لښکرو سره یوځای د«تروریزم سره د مبارزې»، «بیارغاونې»، «دموکراسی»، «دبشر حقوق» او داسې نورو تر درواغجنې جنډې لاندې زمونږ پر هېواد یرغل وکړ. امریکا او هملاسو یې دطالبانو منځنی پېړۍ ایز رژیم په څو اونیو کې را نسکور او پرځای یې دنړۍ تر ټولو فاسد او دخلکو ضد دولت زموږ پر بدمرغه ولس وتاپه.

دامریکا دپټو او ښکاره سیاستونو په پایله کې تروریزم او اسلامی بنسټپالی د انسانی ضد پدیدو په څېر د تېرو څلورو لسیزو په لړکې وده وموندله او داسې بلا ورځنې جوړه شوه چې نه یواځې د افغانستان وګړی بلکه د نړۍ ډېر هېوادونه یې د ناپوهی، جنایت او بربریت په اورستی کړل. دا امریکا وه چې دجنایتکاره بنسټپالو بانډونو په مالی او پوځی ملاتړیې د افغانستان ړنګولو او ویجاړولو ته لار هواره کړه.

امریکا لس کاله پخوا په ډاګه کړه چې خپلو تیروتنو څخه یې سبق اخیستی دی او بیا به د بنسټپالو غښتلی کولو ته زړه نه ښه کوی. خو د لسوکالونو په لړکې په داسې حال کې چې د «تروریزم ضد جګړې» خبرې کوی، په عمل کې یې د سړی وژونکو او زمونږ د ولس وژونکو څخه چې له سره تر پښویې زموږ د ملت وینې څاڅی، ملاتړ کړی دی. امریکا او هملاسو یې په خپل ګوډاګی دولت او ګوډاګی اپوزیسیون کې تر ټولو د کرکې وړ عناصر ځای پرځای کړی او دغو هېوادپلورو ته یې اجازه ورکړې ده چې ترڅو کولای شی لوټ او تالان وکړی او زمونږ پر بې وزلو خلکو زور زیاتی وچلوی. په دې ډول تېرې لسیزې کې زموږ پر پرګنو باندې د لویدیځ جنایت او خیانت دوام وموند. امریکا هیڅکله هم نه غواړی بنسټپالو او تروریستانو سره خپلې اړیکې وشلوی ځکه د ازمایلو په پایله کې پوهېدلی چې دغه ډلې ټپلې ځان پلورې او پردی پلوی دی چې د ډالرو او مقام په بدل کې په ډېرې آسانی دمرییتوب کړۍ خپلې غاړې ته اچوی او د بادار له امر سره سم ملی ګټې تر پښولاندې کوی. ان دطالبانو او حزب اسلامی سړیخواره بانډونه هم چې د خپلوپاکستانی بادارانو د وزرو لاندې په ظاهر کې د امریکا ضد جهاد شعارونه ورکوی، د پردې تر شا امریکا سره جوړجاړی لری او مهمو او اساسی کړیو یې دکرزی په مزدور دولت کې مهمې دندې ترلاسه کړی دی او د امریکا په چوپړکې هلې ځلې کوی.

نن افغانستان نه یواځې د امریکا او ناټو تر نیواک لاندې دی بلکه ګاونډیو دولتونو په تېره بیا ایران او پاکستان هم چې زمونږ هېواد ورته بې څښتنه ښکاری، خپل اقتصادی، سیاسی او فرهنګی اغېز خپرولو ته لازور ورکړی دی. دغوهېوادونو یوشمېر بې غیرته او خاین افغانان خپل چوپړان ګرځولی او د جمهوری ریاست تر ارګ پورې یې نفوذ موندلی دی. د پاکستان دولت په ډېرې بې شرمی زمونږ پرولس راکټونه اوروی خو دغه په اصطلاح خاین مقامات چپه خوله پاتې دی. دایران خونړی رژیم د آخوندی ډوله سړی وژونکو بنسټپالو بانډونو د ښوونې او روزنې تر څنګ د کلتوری یرغل څپې د خپلو لیکوالو مزدورانو دلارې پیل کړی او ورسره ورسره طالبی ځناورانو ته هم مالی او وسله والې مرستې رسوی.

زمونږ په هېواد کې د امریکا او ناټو جګړه، د نړیوالو په سترګوکې د خاورو شیندلو دپاره، درواغجنې لوبې ته ورته والی لری. د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې لیدل شوی چې امریکا په هېواد کې د کړکېچ رامنځ ته کولو لپاره په کورنیو او بهرنیو طالبانو وسلې او پیسې وېشلی دی. له یوې خوا د مافیایی دولت او زلندو جنایتکارانو ملاتړکوی او له بل لوری په هرې بڼې هڅه کوی چې د افغانستان اوضاع کړکیچنه او بحرانی پاتې شی ترڅو زمونږ په هېواد کې د تل پاتو اډو جوړولو د پاره لاره هواره کړی. دوی زمونږ دهېواد د وروڼو ملیتونو تر منځ د تربګنیو د زړو په شیندلو سره په بې سارې توګه توکمیز، ژبنی، ملیتی او سیمه ایز تضادونه را پارولی، ځکه پوهېدلی چې هرکله د یوه ملت د پرګنو په لیکو کې تربګنی شتون ولری مریی کول یې ډېر آسانه کېږی. د امریکا او ناټو ځواکونه زمونږ د ولس ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوی او د خپلو جنایته ډکو بې اسرې بمباریو په لړکې د ډېرو پر مخ تللو ټول وژونکو وسلو په مرسته پرله پسې زمونږ بې ګناه او بې وزلی خلک او په تېره بیا ښځې او ماشومان وژنی.

افغانستان د مخدره توکوپه ترټولو ستر تولیدکوونکی، ترټولو فاسد، تر ټولو ناامن او تر ټولو بې وزله هېواد بدل شوی دی چې اتیا سلنه وګړی یې دنیستی تر کرښې لاندې ژوند کوی او وزګارتیایې په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه لری. په تېره بیا دښځو وضعیت د طالبانو له تور پیر څخه دومره توپیر نه دی کړی او هماغه شان دوزخی ژوند تېروی. د هېواد په فساد او مافیایی کېدلو کې هم په خپله بهرنی ځواکونه لاس لری او د دې لارې په ملیارډونو ډالر ترلاسه کوی. د«بیارغاونې» په برخې کې هم دلسګونو ملیارده ډالرو راتللو سره سره دولسی پرګنو په ژوند کې هیڅ بدلون ندی راغلی، پرته دیوشمېر لنډمهاله او بې کیفیته پروژوڅخه په هېڅ یوې بنسټیزې برخې لکه د فابریکو جوړول، د برښنا بند او نورو کې کار نه دی ترسره شوی. امریکا چې د هېواد ټول اقتصادی حیاتی شریانونه په خپل لاس کې نیولی دی کلتوری برخې کې هم خپل فرهنګی کثافات زمونږ په ولس پېرزو کوی. سیاست رټنه او سیاست وهنه، دکلتوری ابتذال خورول، ځوانانو ته د ډالرو، انجوګانو او بورسونو او مقامونو دلارې په دانه ښودلو او لومې ایښودلو سره د دوی هویت او ملی ویاړ اخلی او هېواد د جنګیالی او مبارز ځواک څخه تشوی.

امریکا که په ۲۰۰۱ کال کې د بن کنفرانس جوړولو سره جهادی جنایتکاران تر یوه چت لاندې کېنول او د شمالی ټلوالې وینې څښونکو او تکنوکراتو مزدورانو ته یې ځواک ور وسپاره، اوس بیا هڅه کوی چې د بن دویم کنفرانس جوړکړی ترڅو داځل طالبی فاشیستان هم د خبرو د مېز تر شاه کېنوی او خپل ګوډاګی دولت کې برخه ورکړی. که د یوې خوا د امریکا مریان د دې کنفرانس جوړولو ته ورځې شماری او د ګډون لپاره یې ګریوانونه څیروی، خو له بلې خوا زموږ د خلکو لپاره دا ډول له شرمه ډک کنفرانسونه بې ارزښته او دشرم وړ ګڼل کېږی.

تر ۲۰۱۴ کال پورې د امریکایی ځواکونو وتل د بې شرمی ډکې تېرویستنې پرته بل څه نه دی. دهغو اوږد مهاله ګټو او موخو پر بنسټ چې امریکا یې د خپلې برلاسی ساتلو دپاره په افغانستان کې لری هیڅکله نه غواړی په داوطلبانه توګه زمونږ هېواد پرېږدی، په هېواد کې د خپلو اډو په ساتلو به ټینګار وکړی ترڅو وکولای شی د چین، روسیې، هند او نورو په څېر ځواکونو سره سیالی کې برلاسی اوسی. اوس چې د امریکا د بخت ستوری په پریوتو دی اوباما ملیتاریزم ته په مخه کولو او د بې وزله هېوادونو په لازیاتو لوټولو سره هڅه کوی په دې وضعیت بریاومومی. امریکا چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې تر ۷۰۰ زیاتې پوځی اډې لری، غواړی د نړیوال ژاندارم په توګه عمل وکړی. خو دامریکا دغه زوروینه به ډېر عمر ونه لری . د امپریالیستی ځواکونو د خپلمنځی تضاد زوراخیتنې، نه کنترولیدونکی اقتصادی بحرانونه، د دریمې نړۍ هېوادونوکې د زورواکی او نیواک پر وړاندې مقاومت او دریدل او په سترو امپریالیستی هېوادونو کې دناخوښی او نیوکو بې سارو څپو ټولو د دوی په «نوین نظم» کې لویې چاودې منځ ته راوړی دی چې دنړۍ ستر ځواکونه او په تېره بیا د امریکا دولت یې د وېرې او بې وسی سره مخامخ کړی دی.

امریکا د یوشمېر خاینو او مرتجع افغان روڼ اندو او هم د خپلو ځنځیری مریانو یا په اصطلاح د«تغییر او امید» اپوزیسیون له لارې پراخه پروپاګند پیل کړی دی تر څو چې د افغانستان عامه افکار د امریکا د تلپاتې بندګی دپاره چمتو کړی. د«څېړونکو» او خاینو«مقاماتو» لښکر د دوی دتبلیغاتی چینلونو څخه پر امریکا باندې د افغانستان درسمی پلورنې پر سند د امضأ کولو او د هغوی د تلپاتې اډو جوړولو په ګټو، خپل ستوني شلوی او دا ډول هېوادپلورنه په کنچینۍډوله سپین سترګتوب د خلکو او هېواد لپاره یو ه ډالۍ ګڼی. خو د روسانو د نیواک ترخه یادونه لاهم زمونږ دولس له ذهنه نه دی وتلی. د جګړو څخه زمونږ ستومانه خلکو د نیواک مفهوم په خپل ټول وجود سره حس کړی دی او پوهېږی چې دا د ولسی بنسټ نه لرونکی ګوډاګی او لړزیدونکی دولتونه او د کرکې وړ بنسټپال ګوندونه دی چې د خلکو له خوا د ټوټې ټوټې کېدلو او څیرولو له وېرې د پردیو شتون او لاس وهنې ته اړتیا لری خو دمونږ ولس به دنیواک ګرو او د دوی د یوشمېر هېواد پلورو چوپړانو تر سیوری لاندې اوسېدلو بې ننګی هیڅ وخت هم ونه زغمی. په تاریخ کې تراوسه نه دی لیدل شوی چې یرغلګرو دې بل هېواد ته سوکالی، سوله او هوساینه راوړې وی او دافغانستان او عراق لس کلنې خونړۍ تجربې هم داحقیقت یوځل بیا په ډاګه کړ.

رنځېدلو هېوادوالو:

زموږ نیکونو دخپل هېواد د برم او خپلواکی ساتنې دپاره تلپاتې مېړانې تر سره کړی دی چې زمونږ هېواد په زړورتیا، آزادی غوښتنې او پردی رټنې کې پر ځای نړیوال شهرت موندلی او د«نیواکګرانو ادیرې» لقب یې ترلاسه کړی دی. خو نن زموږ ګران ټاټوبی دنیواکګرو او یوشمېر جاسوسانو او سړی وژونکو په ځنځیراو زولنو کې بندی دې دنیاو نشتوالی زمونږ هېواد کې خپلې وروستی کچې ته رسېدلی او د ټولنی د تر ټولو بې وزلو کسانوړ پر مری یې منګولې ښخې کړی دی. که د دغو ټولو نارواؤ او زور زیاتیو په وړاندې غلي کینو او دخپلواکی، آزادی او دموکراسی ترلاسه کولو دپاره پاڅون ونکړو، زمونږ پلرونه به د خپلو نامالومه ادیرو څخه پر موږ تونالت ووایی. چپه خوله پاتې کېدل او دپردیو د غلامی ځغ منل هیڅ پتمن ملت سره نه ښایی او مبارزه او پاڅون آزادی ته د رسېدلو یواځینۍ لار ده. راشی چې خپل ځان دتوکمیزو، ژبنیو، ملیتی او... بې ارزښته اختلافونو د لومو څخه چې زورواکانو زموږ دبېلولو لپاره جوړکړی دی وژغورو او د خپلواکی او آزادی دپاره دبهرنیو یرغلګرو او کورنیو خاینانو پر وړاندې یوموټی پاڅون وکړو ترڅو زموږ هېواد یوځل بیا وتوانېږی دنړۍ د آزادو هېوادونو په لیکو کې خپل پخوانی ځای ترلاسه کړی.

«دافغانستان دهمبستګی ګوند» دتلې ۱۵(داکتوبر۷) هم د مرغومی ۶ او دغوایی ۷ او ۸ تورو ورځو په څېر دویر او بدمرغی ورځ بللې او زموږ په تاریخ کې یې شرموونکې داغ بولی.موږ ټول ملی، هېواد پال، آزادی غوښتونکی او بنسټپالی ضد ځواکونه اتحاد او پیوستون ته رابولو چې په ګډه سره دخپلواکی ترلاسه کولو او هېواد د ځمکنی بشپړتیا ساتلو، دبهرنیو یرغلګرانو او کورنی ارتجاع پرضد مبارزه وکړو.

لنډ دې وي زموږ له هېواده د ټولو نیواکګرو او مداخله کوونکو لاسونه!

څپانده دې وي د نیواک او زورواکی پر ضد د نړۍ دویښو ملتونو پاڅونونه!

نه امریکا، نه طالبان، نه شمالی ټلواله، واک د افغانستان دخلکو په لاس!

د افغانستان د همبستګی ګوند

د۱۳۹۰ د تلې ۱۵ (۷ اکتوبر ۲۰۱۱)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 148 میلمانه آنلاین لرو