سرتاسری پاڅون به د کورني او بهرني دښمنانو خوله په خاورو ولګوي!

که یو وخت افغانستان د دښمنانو په هدیره اړول شوی وو پرته له ګومانه نن ورځ دغه خاوره د یرغلګرو او لاس وهونکو په کلکسیون بدله شوې ده چې پرته له جنایتکارانو او پلویانو یی بل هیڅ آزاد او هیواد پاله افغان نشي کولای دغه فساد، زور زیاتی او دګاونډیانو سپکاوی وزغمي دا دی د ډیرو کلو څخه را پدیخوا اوس جګړه او جنایت د هلمند، قندهار، زابل، کندز، وردک او نورو ولایتونو څخه د ختیځ په لور غځول شویده، دا د ختیځ خلک دی چی د پاکستان په حملو، د ناټو او امریکا په بمباریو او د طالبانو په وحشت باید ووژل شی او کډوال شي.

د پاکستان دولت د سیمې د کرکجنو رژیمونو څخه دی چې لسیزې ېې د خاینو او جنایت کارو جهادي(تنظیمونو) په جوړولو، او ګمارلو سره زموږ ملی او آزادی غوښتونکی شخصیتونه د ای اس ای د مستقیمی څارنی لاندی ترور کړی دی. طالبان یی منځ ته راوړی، مالی مرسته ور سره کړیده او واک ته د رسولو لپاره یی تر اوسه په غیږ کی نیولی دی، د ګلبدین د فاشیستی حزب څخه یی د ترور او ځان وژنی... په خاطر بیدریغه ملاتړ کړیدی.

په ایبټ آباد کې د اسامه د وژنې څخه وروسته، پاکستان د ملګرو له نظره سخت بې آبرو او شرمنده شوي دی، ولې دغه حیرانونکي حالاتو دا هیواد د افغانستان سیاسی حاکمې مافیا، پوځي او اقتصادي په ټولو برخو او همدا شان په اصطلاح د افغانستادن “ملي وسله وال پوځ ته” د مسؤلیت سپارلو آوازې او طالبانوسره د جګړې دوام، د ځواک د ښودولو او د حامدکرزي د خسا او شلیدلي دولت څخه د ځان او خپلو طالبي مریانو لپاره د امتیاز اخیستلو موقع موندلې ده. په داسې حال کې چې رحیم وردګ “د دفاع وزیر” او نور زیات وزیران ، والیان، سفیران او نور د دولت ځواک لرونکي یو وخت د “آی اس آی” جوټه خواره وه، خورا طبیعي ده چې واړه د پاکستان پر وړاندې خپلې خولې په اوبو ډکې بولي. او همدغه لامل دی چې حامدکرزی نه شي کولای د پاکستان پر ضد غږ پورته کړي، کله چې هغه په اساسي توګه د طالبانو پر وړاندې غوړه مالي کوي او دغه انسان وژونکي ځناور څو ځلې “طالب جان” او “وروڼه” او د “افغان بچیه” نوموي، نو څنګه ممکن دی او په کوم ډاډ کولای شی د طالب پلاربولو په وړاندې سر ټیټ نه کړي؟ دولت په ژوره توګه د خلکو د کرکی وړ او د تاریخ د فاسد وطن پلورونکو، ککړ ترینو جنایتکارانو څخه جوړ شوی دی او دوی توان نه لری چی د ګاونډیو د تېری او د خلکو او سرحدی پولو څخه کلکه ساتنه وکړی.

په دې وخت کې چې هیواد پلورونکي او وران کاران او د پوډر سالارانو په اصطلاح “اپوزیسیون” او “ملي جبهه” غواړي “د پاکستان ضد” څیره وښيې د افغانستان خلکوته په هغه اندازه د زجره ډکه ده لکه د رییس جمهور د ویاندانو خبری یا د باندنیو چارو د وزارت او نور جاسوس ویانده بچیانوخبرې، هغه کسان چې خپله د “آی اس آی” په ځانګو کې لوی شوي دي او ژوند يې د خلکو پر ناموس او هستۍ باندې په تیري تیر شوی وي حق نه لري د پاکستان د زور او بدمعاشۍ پر ضد په درواغو سره د ټپي سیمې اوسرحدی پولې د “دفاع” او ساتنې خوشې چټي خبرې له خولې وباسي.

په اوسني حالاتو کې د افغانستان وګړي په په دې مافیایی دولت کې هېڅ داسې عنصر چې د پاکستان دولت پر ضد پاڅون وکړي نه ویني. د پاکستان پر ضد د هر سرکاري انسان له خوا د خلکو بلنه، زموږ د ولس له لوري په یقین د یوه خاین جنایت کاره بلنه بولي او ردوي ېې او پر مخ ېې وهي. یوازېنی لاره، د عربو او ایران د اتلو خلکو پر څیر زموږ د هیواد د ټولو قومونو تاریخي پاڅون دی چې یرغلګران او د ګوډاګی دولت ګډون وال “اپوزیسیون” د دې تودو څپو اصلي موخه وګرځي. د دې څپو بریالیتوب که څه هم نسبي وي خو په افغانستان کې داسې یو آزادۍ غوښتونکي غورځنګ، د پاکستان دولت، ایران، او د بل هر دښمن هیواد چې د تیري په اند او سترګو، دې خاورې ته ګوري په لړزه راولي.

موږ ټینګ باورلرو چې پرته د یرغلګرانو د شړلو، د خپلواکۍ اخیستنې، د ډیموکراسۍ د ساتنې او د ټولو اوهرډول جنایت کارانو د محاکمې څخه به هرلرې یا نږدې ګاونډی هېواد، ټپی اوخیانت شوي افغانستان ګواښي او خپله اراده به پرې باروی.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند یرغلګر ناټوــامریکا د ملت دښمن ګڼي او په سم دستي توګه د هغوی د ویستلو غوښتونکی دی، څرنګه چې مو د ایران خیانت کاره رژیم غوږونو ته هم رسولې ده، د پاکستان ولس سره د یو والي په تړاو، د پاکستان دولت ته ګواښ کوي چې په رنځیدلو خلکو باندې د بریدونو نه ډډه وکړي. او نور د خپلو جنایتونو لړۍ په افغانستان کې زیاته نه کړی، ګنې یوه ورځ به زموږ د آزادۍ غوښتونکو خلکو او هم د پاکستانی ولس ستر پاڅون په وړاندې لوی تاوان ورکړي. نړۍ بدلون کړی، د عربو څپانده پسرلی پاکستان او افغانستان ته راتلونکی دی د پاکستان “آی اس آی” او د افغانستان مافیايی دولتونه به د بوسو په څیر د تاریخ ډیران ته وغورځوي.

لنډ دې وي افغانستان څخه د پاکستان د دولت لاسونه!

سپیڅلی دې وي د افغانستان او پاکستان د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ غوښتونکو پاڅونونو پیلامه!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

جلال آباد

د چنګاښ ۲۰، کال ۱۳۹۰

د جولای ۱۱، کال ۲۰۱۱

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 127 میلمانه آنلاین لرو