د امریکا پوځي اډې، د افغانستان د اسارت کړۍ!

په داسې حال کې چې د ناټو- امریکایي ځواکونو او طالبانو له خوا بمبار او وژنه دوام لري او هره ورځ د خپلو بې ګناه وګړو د عام وژنې کتونکي یو، لاسپوڅی دولت او یوه ډله مزدور روڼ اندي یې د افغانستان په خاوره کې د امریکا د دایمي پوځي اډو جوړولو خبرې کوي او په ډیرې بې شرمۍ سره غواړي چې هغه د هیواد او خلکو ستره لاسته راوړنه او د نیکمرغی راز وښایي .

د امریکا دولت چې د زورزیاتی تاریخ یې نړۍ ته څرګند دی، هیڅکله هم په زرګونو بلاؤ کې ښکېل افغانستان د خلاصون لپاره نه دی راغلی، بلکې په تیرو لسو کلونو کې پرته له فساد ډیرولو، بېوزلي ، وژنې ، د ډول ډول جنایتکارانو بې ساری ملاتړ، د مخدره توکو د تولید پرمختګ، دډبلو تنخواه ګانو ، بورسونو او ګرینکارتونو له لارې دمستعدو ځوانانو غلي کول ، په تمه کول او دبدلمنی خواته راکښل او په لویو پوستونو کې د ځینو "سي آی ای" پالل شویو کسانو مقررول لکه د ولسمشر ویاند، وزیران او داسې نورو څخه بل کار ندۍ ترسره کړۍ . هغه کسان چې د امریکا سیوری پر خپل سر غنیمت ګڼي او د نیواکګرو تر څنګ د زرګونو میندو او ماشومانو په وینو رنګ دسترخوان باندې ناست دي ، نه غواړي او نه کولی شی چې د دې بې غیرتي او پست فطرتي چتر له سوري څخه د یوې ثانیې لپاره هم راووځي ، هغه چتر چې ترلاندې یې خپل ځان او کورنۍ د افسانوي پیسو په واسطه چې د "جهاد" ، پوډرو او لوړو دولتي مقامونو څخه یې لاس ته راوړي ، پټ او خوندی احساس کوي . نو د یو نیم دوستانه "نیوکې" سره سره ، داسې د امریکا غوښتونکي دي چې ته به وایې امریکا د خیر غوښتنې ملنګ او د بشریت یوازینی ژغورونکی دی چې د په نشتوالی کې یې د افغانستان ملت د "طالب جان" لړم چیچي او ژوند یې نیستۍ ته درومی ! اما نیکټایي اغوستونکي او پڼې په پښوکوونکی دا خبره پټوي چې د طالبانو او نورو جنایتکارو بنسټپالو زیږدوونکی همدغه زبرځواک دی چې د "تروریزم سره مبارزې"، "بیارغاونې" ، "سولې" او اوس د دایمي پوځي هډو په جوړولو سره غواړي زموږ هیواد په خپل یوپنځوسم ایالت باندې بدل کړي. هغه څوک چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې د "خپلواکۍ او دموکراسۍ" د ضامن په څیر تیوریزه کوي او ورو ورو یې ملت ته وړاندې کوي ، تسلیم شوؤ تیار خوړونکو نه پرته نور څه نه دي، چې عادت یې اخیستی ، تل یو بهرنی بادار خپل شاته ولري، څو د خلکو د پاڅون په پایله کې د خپلو وروڼو زین العابدین او مبارک او قذافي او ... په څیر د تاریخ په ډېران کې خښ نه شي .

امریکا د جهادي ـ امریکایي دولت له پیل څخه چې د رنګین سپانتا سره (دا ځان پلورونکی روڼ اندی چې د اسلامي حجاب په ستایلو یې له فقیه ولایت رژیم څخه ۵۰ زره ډالر واخیستل او اود ورور په فساد کې یې هم ډډوزې پټې پاتې نشوې) یې دشپیتو کالو لپاره ستراتژیک تړون لاسلیک کړ، د پوځي اډو جوړلو په تکل راوتی او تراوسه یې په خوست، فراه، لوګر، هلمند، کابل، قندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د پراخه ځمکو په اخیستلو او اجاره کولو ، دیوګزارش له مخې ، څلور سوه مختلفې هډې جوړې کړي دي. نن خوډېر ساده فکره وګړي هم په دې تریخ ځان سوځونکي واقعیت کې شک نه لري چې امریکا په دې خاوره کې د پاتې کیدو لپاره اوږد مهاله پلان لري او په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې یې د ځواکونو وتل د عامو خلکو دتېرایستلو لپاره ملنډې او بې موخه خبرې دي ؛ البته امکان لري یو څه ځواکونه وباسي خو د هغې پر ځای خپلو هډو ته ټینګوالی او دوام ورکوي . لاسپوڅی دولت چې د دایمي هډو زمزمې دخلکو ترغوږونو رسوي ، هڅه کوي چې ذهنونه له امریکا سره دې خاینانه تړون او په بله ژبه د افغانستان رسمي او تل مستعمره کیدو ته تیار او هغې ته "قانوني" بڼه ورکړي . په داسې حال کې چې هیواد استقلال او خپلواکۍ ونلری یعنی پردي او یو موټی جنایتکاران او فاسد پر هغې فرمان وچلوي، حکومت، پارلمان او یا هر بل نهاد هم د هیڅ ډول اعتبار او مشروعیت درلودونکي نه دي چې د هغوی مورپلورونکو تړونونو لاسلیک ته زموږ خلک حتی ډېر لږ اهمیت ورکړی لکه څنګه چې د شوروي او د هغې لاسپوڅي دولتونو ترمنځ تړونونو ته یې هیڅ ارزښت ورنه کړ. امریکا چې د خپلې کنګرې استازي جیم موران په وینا ، افغانستان په رښتیا سره "په نړۍ کې ترټولو فاسد دولت " ګڼي، که درواغجن ، ریاکار او جنایتکار پالونکی نه وي نو باید د فاسدترین او بې پته مافیایي دولت سره د داسې تړونونو نه او هم د طالبانو او نورو خپلواکۍ او دموکراسۍ دښمنه ورانکارو سره جوړجاړی کولو څخه ځان وساتي ، څو زمونږ دخلکو کرکه او نفرت ددوی څخه لازیات نشي .

امریکا چې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې ۷۳۷ نظامي اډې لري او غواړي چې د نړیوالو پولیسو په څیر عمل وکړي، نړیوالو پرګنو ته یې څه ښیګڼه او خوښي رسولې چې مصیبت ځپلی افغانستان به ترې بې برخې پاتې شي؟ واقعاً چې امریکا له مخکېني شوروي څخه لا ډېرسپین سترګی او ظالم دی چې په دې وروستیو کې یې په ځناورتیا او عادتي ډول په کونړ ولایت کې د خلکو وژنې او د هیواد په نورو ولایتونو کې دې ته ورته په سلګونو نورو پېښو سربېره د کونړ پرماشومانو دبمباری پټولو لپاره بې ځایه سپکاوی کوی چې ګواکې پلرونو یې ماشومان د سزا ورکولو لپاره سوځولي دی اوبیاهم غواړي چې زموږ خلک د هغوی د پوځي هډو جوړونې ته هرکلی ووایي!د څو عربي هیوادونو تاریخ جوړونکی غورځنګونه په ځانګړې توګه د هغو واکمنانو پرضد روان دي چې له یوې خوا پر خلکو د زورزیاتی او د دوی د بې وزلی ، او بې کاری په بیې په مېلو چړچو کې ډوب دي او له بل لوری اکثرا د "سي آی ای" اېجنټان او په عربي او نورو هیوادونو کې د امریکا او اسراییلو د نفوذ کولو او اډو لرلوغوښتونکي وو. د ښاغلي اوباما اداره باید په دې وپوهېږی ، په داسې حال کې چې ټونس، مصر، یمن او بحرین... کې د دموکراسۍ غوښتونکو ځواکونو آواز د ده خپله اداره او نور هغه هیوادونه چې د دوی تر اغېز لاندې دي، ډیر سخت په لړزان راوستي دي ، زموږ خلک به هم دومره بلاوهلي ، کرخته او بدمرغه نه اوسي چې د امریکا او د هغه د افغاني نوکرانو د دایمي اډو جوړونې دنوې دسیسې پر وړاندې غلي کیني. د هغه ادارې چې د ټولو استخباراتي سازمانونو او تریلیونونو ډالرو په لګښت سره ونه توانېدلې د عربي هیوادونو ناڅاپي او یوځایي پاڅونونو وړاندوینه وکړی او تیت وپرک او یایې مخنیوی وکړي ، د ظاهری کراری ترشا، د رنځېدلو افغان پرګنو په سرکښه طوفان به هم پوهه نه شي .

«د افغانستان د همبستګۍ ګوند» چې د نیواکګرو او طالبي او جهادي جنایتکارانو پر وړاندې د خپلواکۍ ، دموکراسۍ او عدالت جنډه هسکه ساتلې ، د امریکا د دایمي اډو جوړونه د افغانستان د اسارت لوی زنځیر بولي او د ټولو بنسټپالو پر ضد دولسی پرګنو ، انقلابي ، دموکراتو او نورو هیوادپالو څخه په درنښت غواړي چې دکورنیو او بهرنیو غلیمانو پر وړاندې په عمل کې سره یو موټی شی او په هیڅ ډول پرېنږدی چې دپردیو په لاس لوټ او تالان شوي خو زمونږ د ځان او مال سره برابر هیواد ، د امریکا په دایمي هډو ناولۍ او د امریکا، پاکستان، د ایران وینې څښونکی رژیم اویا د ټولو بنسټپالو او قوم پرستو غوړه مالانو د خاینانه ویناؤ پر بنسټ ټوټې ټوټې د نیستی کندې او مکملې تباهي ته وغورځېږی .

پرته د امریکا یی سپو ، هیڅ پتمن افغان ، د هډو جوړول نه مني!
لنډ دې وي له افغانستان څخه د ټولو نیواکګرو او تېری کوونکو لاسونه!
نه امریکا نه طالبان او نه جهادیان، خپلواک ، آزاد او دموکراتیک افغانستان!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د کب ۱۵ کال ۱۳۸۹ (د مارچ شپږمه، ۲۰۱۱)
کابل افغانستان

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 153 میلمانه آنلاین لرو