ښاغلی سفیره، پر موږ او زموږ خلکو د خپلو خاینو مزدورانو ګمان مه کوه!

په کابل کې د ایران د سفیر لچکانه ماشوم ډارونې په ځواب کې:

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د یو شمیر بې ګناه هېوادوالو د وژنې د غندلو په خاطر د مرغومې په ۲۳ مه په کابل کې د ایران ویني څښونکي رژیم پر ضد لاریون په لاره واچو. زموږ ګوند په ایران کې د هېوادوالو د غرغره کولو په خاطر وړاندې هم د یو لړ لارینونو په ترسره کولو خپل غږ پورته کړی و.

د ټولو ارتجاعي ولس ضد رژیمونو له دود سره سم چې پر مخالفینو راز راز پټۍ لګوي، اسلامي جمهوري هم د ایران د قهرجنو خلکو ستر غورځنګ په هر راز بې ځایه تورونو تورنوي. څو میاشتې وړاندې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د افغان پناه غوښتونکو او د ایران آزادۍ غوښتونکو چې د ایران د زیاتي کونکي رژیم په وسیله غرغره شوې ؤ لاریونونه پر لاره واچول، دغه لارینونه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بی سارې ناپوهۍ سره د اسلامي جمهوري نه لا ارتجاعي ډلې جندالله سره وتړل او دا وار په کابل کې د ایران سفیر فدا حسین مالکي لاریون کونکي په فاشیستي او د غرور نه په ډک آواز د "لویدیځو هېوادونو عوامل" په ګوته کړل او داسې فکر کوي چې کابل هم جماران دی، تر دې چې د هغوی د "پیژندنې او د نیونې" غوښتنکی هم شو!

د ایران د بهرینو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست له خولې لومړی بې ځایه تور (له "جندالله" سره تړون) ته مو ارزښت ونه کړ، ځکه چې د ورانکارو او ناپوهو ماشومانو له بې خونده موسکا سره پرتله کیده. داسې انګیري چې د ایران سفیر زموږ ګوند د ځینو خپلو افغان روڼ اندو او غیر روڼ اندو مزد اخیستونکو جهادي او طالبي آن تر دې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو او حسین مزاري او مولوي مختار مفلح، عالمي بلخي، علي جبراییلي تر عمر داودزی او کاظم کاظمي او د نورو غلامانو له ډلو سره په خطا کې نیولی.

ښاغلی سفیره، دغه ډول بې ځایه او بې ډبه وینا د ذکر شویو رزیلانو د سرغړونې لپاره وساته؛ د افغاني ګوند او د افغانستان پر وړاندې د دغسې د لاړو شیندل ستاسو خپل مخ او رژیم مرداروي.

زموږ ګوند نه یوازې د بدبختو افغان مهاجرو په وژنه او غیر انساني کړنو پر وړاندې خپل غبرګون ښودلی، بلکې په دې هم ویاړي، د ولایت فقیه هغه جنایتونه چې د ایران سپیڅلي بچیان یې د ټوپک په ګولیو وژلي رسوا کړي او وخت ناوخت د ایران انقلابي او آزادي غوښتونکو بندیانو په ملاتړ چې د نړۍ د ویرونکو وژنو الهام بخښونکی مقاومت څرګندوي، پاڅیدلی دی. پرته له کوم ګمانه د ایران د آزدۍ غوښتونکو سره دغه یووالی په اسلامي جمهوري چې خپل وحشي غویی د آزادۍ غوښتونکو د اور په محاصره کې ویني، ډېر ستونزمن تمام او له دې ناخبره و.

محترم مالکي، دغه راز چې ستاسې دولت زموږ د خلکو له داخلي او بهرني دښمنانو سره هملاس دی، موږ هم د فرزاد، علم هولي، وکیلي، او د ایران په زرګونو زره نورو اتلو شهیدانو په سره وینه او د ساواکي له ربړونو څو برابره دردونکی عذاب چې نسرین ستوده، مجید توکلي، زینب جلالیان، حبیب لطیفي او نور باتوران چې ستاسو د قصابانو او ناروغو ورڼو له خوا وباسي، تعهد مو کړی.

هغه ډول چې تاسې د ایراني خلکو لوی پاڅونونه شر او د لویدیځو لمسونه بولۍ، په بشپړ توګه طبیعي ده په عین حال کې پر موږ هم خټې او لایې وشیندﺉ، لیکن دا عمل له هغې ناپوهۍ او بې تجربګۍ سره سمون خوري چې د افغانستان سپی او پیشو پرې هم خاندي. ټولو ته جوته ده چې زموږ ګوند د امریکایي او متحدینو نیواکګرو پر وړاندې پریکنده دریځ لري او د هغوی د سمدلاسه د وتلو غوښتونکی دی. مګر دا ستاسې خوسا او وینې څښونکی مذهبي رژیم دی چې په درې لسیزو کې د ایران انقلابي غورځنګ په فاشیستي ډول له منځه وړلو او د ښکاره او پټو ربړونو او بندي کولو له "ستر شیطان" امریکا او د اسراییل صیهونیستي رژیم سره غوره خدمت تر سره کړی او کوي یې.

د هغه رژیم سفیر چې د مخالفینو له منځه وړلو او زنځېرې وژنو، ربړونو، غرغره او په بند کې پر زړورو پیغلو تېری کولو عادت اخیستی، زموږ خلک ډاروي چې د لاریون کوونکو د نه پیژنګلو او نیونې په صورت کې "احتمال لري د ایران اسلامي جمهوري د سون توکو د ټرانزیټ او یا د نورو مسایلو په برخه کې له سره کتنه وکړي."

پس د امریکا ضد عملونه او شور او غوغا چې له نفتو "امریکا استفاده" کوي د دروغو بهانه وه؟ نو دا څرګنده شوه هغه سپی چې ډېر غاپي، څوک نه داړي؟ لومړی هغه بې ځایه دلیل او اوس د ماشومانو په څیر بهانې چې په دې ستونزمن سوړ ژمي کې په مصیبت کې ډوب شوي ملت باندې د سون توکو د لیږد لارې بندول. شرم دې وي په دې اخندي ګشتاپویي استدلال باندې!

اما ښاغلی مالکي د مور پۍ دې شه چې په نړۍ کې له داسې فاسده او مافیایي حکومت سره مخامخ یې چې فرعون ډوله په بل هېواد کې د ګوند پر ضد مستي او پر خولې زګونه راوړی. دا حق هیڅ قانون تاسو ته نه شي درکولای، پرته د پارس شونیزم څخه چې د منځنیو پیړیو او دیني زورزیاتي سره ګډ شوی اوسي.

که پرته له دې افسوس وی، که دموکراسۍ غوښتونکي ډلې او زموږ خلک د نیواک او د هغې غلامانو سره لاس او ګریوان نه وی، که لږ تر لږه دولت ولسي پایه په دې ویر ځپلي خاوره کې درلودی، بې له شکه تاسو ښاغلي مالکي ته ښکاره کېده چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه د خپل خورجین سره افغانستان پریږدۍ، څو زموږ د بې وزله ولې انساني غرور لرونکي ولس په لاس څېرې او ونه ډبول شی.

ستاسو رژیم نه باید زموږ خلک د ځینو واواک حقوق اخیستونکي ولسي جرګې وکیلانو او هغه هېواد پلورونکو او پت بیاللیو روڼ اندو په اینه کې وګوري چې د ایران په سفارت کې د پټکي تړلو په ټیتټیا خپلې "لمانځنې" ته تن ورکوي او د خمیني لپاره ستاینلیک او ماتم لیک جوړوي. زموږ خلک له اوږدې مودې راهیسې هغه بې ذاته سیاستمداران، شاعران او لیکونکي چې هیڅ کله حاضره نه دي ستاسو د کرکجن رژیم پر وړاندې د خلکو د ګټو په ننګه یوه کلمه په ژبه راوړي، د ناوړه جاسوسانو او پردیو نوکرانو په توګه پیژني. زموږ خلکو چې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ایران له خوا خورا زیات زخمونه لیدلي، ستاسې له دغو ویناؤ او په تیره بیا د ایران رژیم څخه بې زاره شوي، لاهم زیات او ډېر ښه د هغې په ځناورتوب او دموکراسۍ ضد پر جوهر پوهیدلي، د هر قوم، مذهب او ژبې څخه ستاسو د مداخلو ‍پر وړاندې یو زړه او یو موټی پاڅیدلي او د خپل بې سارې قهر او کرکې څرګندولو لپاره بیا هم ستاسو د توط‌‌یه جوړولو، تروریستۍ، جاسوسۍ او مزدورپالنې جاله په خوسا هګیو او پر رنګ وولي. په داسې حال کې چې تاسو ښاغلی سفیر په دغه قهوي رنګه کمیس کې پر موږ باندې په حملې کې یوازې یاست، باور لرو چې د ایران په بند کې ډېری وګړي زموږ او زموږ د دې خوځښت ننګه کوي او د جنایت جمهوري ضد دي.

ولې تاسې ښاغلی سفیر حق لرﺉ چې په ایران کې ورځ تر بلې د غورځنګ د ژورې پراختیا له امله خپل او د رژیم نورو مخکښو برخلیک اندیښنه چې یقیناً د محمد رضا شاه او د زین العابدین بن علي د برخلیک نه به ښه نه وي، په وجود باندې مو لړزې راتلو سره، په وارخطایي او د یو سفیر او دیپلوماتیک ادب او روزنې څخه په وتلو سره، زموږ ګوند او په واقعیت کې د افغانستان خلکو ته داړې وښایي. دا په عین وخت کې په روښانه توګه د یو داسې رژیم د استازي کمزوري او د ضعف ګواهي ده چې سر نه یې تر پښو پورې وینې څاڅي او د خلکو مظبوطو مټو په وهلو سره د ذوال په چړ کې دی.

ښاغلی مالکي، تاسو آن تر دې کولای شۍ چې په سفارت کې د ماشې په لاس ساتونکو په واسطه د خپل رژیم په دودیزې طریقې سره زموږ ډارونې ته دوام ورکړﺉ. لیکن موږ بیرته تاسو نه ډارؤ ځکه چې ستاسو رژیم د ا یران د خلکو ستر غورځنګ له خوا له خورا سختې ویرې او د سرچپه کولو له ګواښ سره مخامخ دی چې د نابود کولو عمر یې شماري.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د مرغومې ۲۶ ـ ۱۳۸۹ د جنوري ۱۶ ـ ۲۰۱۱

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 170 میلمانه آنلاین لرو