د خلکو د ککړ دښمن، د وینې څښونکي ایران رژیم په مقابل کې پاڅېږئ!

د ایران د وینې څښونکي رژیم پرضد کابل کی د افغانستان د همبستګۍ ګوند لاریون

دردمندو هېوادوالو!

د ایران وینې څښونکی اسلامي جمهوري رژیم د خپلسرو غرغره کولو لړۍ چې لاتر اوسه ادامه لري، یو ځل بیا د نیمروز ولایت او د ایران په پوله کې زړه بوږنونکی جنایت زموږ د بې‌دفاع هېوادوالو په وژلو تر سره کړ، دغه وژل شوي خلک نه قاچاقبران وو او نه د ځمکې پر مخ شر اچونکي، بلکې بې‌دفاع کارګران وو چې د بې‌وزلۍ له امله د شاقه کارونو سرته رسولو لپاره ایران ته تلل. دغه رژیم په دې هم بسیا ونه کړه او د سیاسي لوبو پر بنسټ یې په دې سوړ ژمي کې قصداً زموږ پر خلکو د سون توکي بند کړل، څو زموږ بې‌وزله ولس بې‌شمېره ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.

د ایران وحشي رژیم چې د ملتونو د وژنې پر ماشین اوختی، په انسان وژنه او ظلم کې د نورو ټولو فاسدو رژیمونو په پرتله وړاندې تللی دی چې د ایران په بې وزله او آزادي غوښتونکو خلکو باندې یې هم هیڅ رحم نه دی کړی، هره ورځ نامتو او آزاد روڼ آندي کسان چې د خامنه‌اي/احمدي نژاد مذهبي زورزیاتي ته یې سر نه دی ایښی، یا یې تورو زندانونو ته اچولي او یا یې له منځه وړي. وروستیو تغیراتو او د ایران ویښو محصلینو او آزادۍ غوښتونکو سراسري پاڅونونو دغه انسان وژنکی رژیم داسې هک پک کړی چې اوس هر لوري ته لاس اچوي او دغه هېواد یې د ایران د خلکو د غوره مبارزو بچیانو زندان ګرځولی دی.
مداخلې او د ویجاړونکو جګړو پر لاره اچول، د جهادي او طالبي انسان وژونکو بانډونو سمبالول، د بنسټپالۍ ویروس لېږدول، د افغانستان په پولو ښکاره تېری، د مخدره توکو په قاچاق کې لوی لاس، د هلمند د څپاندو اوبو لوټ، قومي، ژبني او ملیتي شخړو ته لمن وهل، طالب جوړونه او جاسوس روزنه له هیټلري اعدامونو سره مل، زندان، ربړونه او بالاخره په مرمیو سره د بې ګناه خلکو وژل، د هماغو ننګینو سیاستونو ادامه ده چې له دریو لسیزو راهیسې زموږ د ملت پر ضد جریان لري او باید ملا-مافیایي دولت "دولت فقیه" او لاسپوڅي غلامان یې بیرته زموږ خلکو ته حساب ورکړي.
د کابل مزدور او فاسد رژیم د سلګونو پلورل شویو او خنثی روڼ اندو په څیر چې د رادیوګانو او تلویزینونو ګرد میزونه یې په شان او شوکت سره په اجاره نیولي او د خپلو اربابانو په اشارو نڅیږي. په دې ناورین کې هم پر شونډو ناوړه پټۍ لګولې، د څوکیو او پیسو د ترلاسه کولو په معاملو بوخت دي. څه موده وړاندې په اصطلاح لوړپوړی هئیت ایران ته ولاړ، بیا یې هم په خاینانه توګه تړونونه لاسلیک کړل چې په حقیقت کې د دغه حرکت له لارې د ایران فاشیستي رژیم غواړي د فرهنګي اړیکو، تحصیلي بورسونو، جاسوسان د ښوونکو په نوم مقررول او د ایراني پوهنتونونو د جوړونې نوم لاندې د جاسوسي خونو جوړونه قانوني کاندي.
څو چې ریيس جمهور او د هغه شاوخوا کړۍ د دې رژیم مزد اخیستونکي اوسي، کله چې زموږ ولسي جرګه، فرهنګي او نور دولتي بنسټونه د ایران د ځان پلورونکو جاسوسانو څخه ډک وي او په پای کې دغه رژیم په ټولو دولتي ادارو کې لوی لاس ولري، ذاتاً اوسنی چارواکي د وینې څښونکي اسلامي جمهوریت پر وړاندې د بې پته نندارچیانو په توګه پاتې کېږي او لا تراوسه د دغه شان رژیم چې د بشریت په ننګ بدل شوی، ستاینه کوي.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند په دې باور دی چې د ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران پر وړاندې پریکنده دریځ او زموږ د خلکو د ستونزو اوارول د کرزي له فاسد دولت څخه غوښتنه بې ځایه او په غورچه (هاونګ) کې اوبه ټکول دي. زموږ خلک چې له یوې خوا د امریکایي او ناټو د نیواک ځواکونو له خوا قرباني کېږي، له بل پلوه د جهادي او طالبي جنایتکارانو له خوا زور او زیاتی ویني، یوازې هغه وخت کولای شي چې د دغو ټولو داخلي خیانتونو او بهرنیو لاسوهنو خلاصی ومومي چې پرته له قومي، ملیتي، ژبني، مذهبي او سیمه ییزو شخړو یو موټی شي، د وطن پلورونکو او داخلي جنایتکارانو په مقابل کې چې بهرنیو هېوادونو ته یې د لاسوهنې زمینه برابره کړې پاڅېږي.
د افغانستان د همبستګې ګوند په وار وار له ټولو شخصیتونو او د ډیموکراسۍ او آزادي غوښتونکو ډلو څخه غواړي چې د ایران د جاسوسانو او غلامانو پر وړاندې چې زموږ په هېواد کې یې د بنسټپالۍ په ډول "ولایت فقیه" مکروب خپروي، خپل غږ پورته او پرې نږدي چې دغه ظالم رژیم له دې نه زیات زموږ د ملت په راتلونکي لوبې وکړي.
زموږ د بې کوره وګړو پر وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت د انسان دښمن رژیم جنایتونه زموږ ملت نه هیر کړي او نه به یې بې ځوابه پرېږدي.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند یو ځل بیا خپله ژوره خواخوږي د ایران د اعدام شویو پرلپسې سیاسي بندیانو کورنیو ته چې د دوی افسانوي ټینګاو زموږ د لارې الهام بخښونکی قدرت دی وړاندې کوي او له هغوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

مړه دې وي زورواکيِ څه په کابل څه په تهران!
ژوندی دې وي د ایران او افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو یوالی!



د افغانستان د همبستګۍ ګوند
پنجشنبه د مرغومې ۲۳ کال ۱۳۸۹ – ۱۳ جنوری ۲۰۱۱

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 167 میلمانه آنلاین لرو