د یرغلګرو او راز راز هېواد پلورو پر ضد پاڅیږو!

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غویي اوومه د داسې ننګینې کودتا د ناورین پیل ؤ، چې تراوسه دوام لري. له نن څخه ۳۱ کاله وړاندې، د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومى په شپږمه روسی سوسیال امپریالیزم د خلقی او پرچمی وطن پلورو په بلنه، د لوټ تالان په موخه، زموږ هېواد تر نظامي برید لاندې راوست او زموږ له ولس سره یې نابرابره جګړه پیل کړه، چې پایله یې زموږ ملت ته وژنه، زندان او زولنې، ویجاړونه، بې کوري او په سلګونه نور ناورینونه او د روسې زبرځواک د زوال او تاریخي شرمونکې ماتې وه.
دې تېري په مختلفو برخو کې د نورو پردیو لاس وهنې ته لاره اواره کړه، څو افغانستان یې د قتل او وژلو په ډګر بدل او زموږ د کړیدلي ولس ژوند یې د نابودۍ پر لور بوته. په دې دوران کې د غرب  او د ګاونډیو هېوادونو بې شرمانه لاسوهنو، په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او عربستان د تورو جنایت کاره اخواني ګوندونو بې کچه ملاتړ وکړ او لکه د لیونو لیوانو په څیر یې زموږ پر ملت ورخوشې کړل، اووه ګونو او اته ګونو "هفتگانه و هشتگانه" ګوندونو په ډېر ویاړ سره د غلامۍ کړۍ په خپلې غاړه کې واچوله. دې ولس دښمنه ګوندونو زموږ د ملت د سراسر برحقه پاڅونونو د ټینګاو رهبري چې د تیری کوونکو او د هغوی د لاسپوڅو پر ضد وه، رزیلانه غلا کړه  او یو ځل بیا یې زموږ دردیدلی ولس د شا له خوا په خاینانه ډول په خنجر ووهلو. د غویي "ثور" توره اتمه ورځ د جهادي ګوندونو د سپیتانې جګړو او عام وژنو، جنایت کارو منځني پیړۍ ییزه طالبي لښکرو یرغل او د امریکا او ناټو نظامي بریدونه واړه زموږ د ملي او فرهنګي شتمنیو د بربادۍ لامل او په دردیدلو وګړو باندې وېروونکي ناورینونه دي چې د دې تاریخي خیانت جرړې په وطن پلورونکو خلق او پرچم ګوندونو پورې اړه لري، چې لا تر ننه یې له شر څخه نه یو خلاص شوي.

د نجیب د ګوډاګي دولت له ړنګیدو وروسته «قیادی وروڼو» داسې وېرونکې فضا زموږ پر رنځ ګاللو خلکو نازله کړه، چې کابلیانو پر حقه ناره پورته کړه «هفت خر تان را بگیرید، یک گاو ما را بدهید» (خپل اووه خرونه بېرته واخلۍ او زمونږ یو غوایي راکړۍ). په دې محشر کې یوازې زموږ بې وسه ولس وسوځیده، مګر په خپله د خلق او پرچم وطن پلورونکو رهبرانو غربي قبلې ته پناه یووړه او یا یې له اخواني ګوندونو سره په یو ځای کېدو د هېواد سره د دویم ځل خیانت او جنایت دوره پیل کړه او هیڅ یو ته یې د خپلو عملونو جزا ورنه کړل شوه. اما زموږ خلک هیڅکله د تیو غوڅول، د نازیانو په څېر د انسان سوځول، پر تندي میخ ټکوهل او د ورکو عزیزانو درد نه هیر کړی او نه به یې هیر کړي.


رنځیدلو هېوادوالو!
که د پرون ورځې تېری کوونکو او د هغوی لاسپوڅو د « کور، کالي، ډوډۍ» تر شعار لاندې د هېواد وګړي په خاورو او وینو ولړل، څو خپلو شومو هیلو ته ورسیږي، د نن ورځې یرغلګرو هم د تروریزم سره د مبارزې، بیارغاونې او د دموکراسۍ د نوم لاندې، پرته له وژلو، ناکرارۍ، بې اتفاقي، بدلمني، لوږې او فساد او زموږ د هېواد ټول ژوند په مافیا اړولو نه پرته کوم ښه رول ونه لوباوه او نه یې لوبوي، ځکه خو په دې باور لرو چې د خلکو خپلواکي او نیک مرغي د دوی په پاڅون او تل پاتې یووالي کې نغښتلې ده او هیڅ ملت په وړیا توګه آزادي بل ملت ته نه ډالۍ کوي. حال دا چې د نیواکګرو امریکایانو او ناټو شومې موخې او زموږ د ولس بدمرغي، نړۍ او نړیوالو ته د لمر په څېر روښانه ده.
زموږ خلک پوهېږي چې غل سپی، د سورلنډي ورور دی، د غویي د اتمې «وروڼه» او نکټایي اچونکي چې په زرګونو چلبازیو سره د فساد په څوکیو پراته دي، په داسې جنایت، لوټماري، دلالي او قومي، ملیتي، ژبني او مذهبي ...اختلافاتو د تنور په ګرمولو لګیا دي، چې هېواد او ولس یې له غم لړلي حالت سره مخ او هم عملاً زموږ د وطن یو موټی والی یې له سخت ګواښ سره مخامخ کړی دی. هغه کسان چې تر پرون پورې یې د هېواد خلک پرته له وېرې د مرګ پولیګون ته سپارل، د دې پر ځای چې غرغره شي او یا د تورو تمبو او زندانونو د میلو شاته خپل ناولی ژوند په بدمرغۍ پای ته ورسوي، د وینو څښونکو همډلو جهادي او طالبي «وروڼو» سره «ستربادار» د سیورې لاندې د یو بل د جنایتونو بخښلو قانون جوړوي او د وزارتونو پر څوکیو او ډول ډول شوراګانو په جوړولو سره خلکو ته د چوپړ د درواغو باټې وهي او په لالهانده، بې وزله او ټپي ملت باندې حکومت کوي. د "ځان بخښنې" فرمان وګړو سره د قانون په نوم د نورو سلګونو شلیدلو پاڼو په څېر پرته د جنګ له اعلان څخه بل شی نه دی، هغه ورځ راتلونکې ده، چې زموږ خلک به دوی د دغه ډول خاینانه قوانینو سره د محاکمې میز ته راوکاږي.
زموږ خلکو د دوی ولسي ضد خیچن جوهر او باد راوړلې شتمني او قدرت چې دوی په کې مستي او د پردیو پر ملاتړ پر دې خاوره حکومت کوي، په سمه توګه پیژندلي دي. د نیواکګرو امریکایانو او هملاسو د سیورې لاندې، د ولسي جرګې اوسنۍ ټولټاکنې چې د سر نه تر پای پورې له درغلیو او ریا څخه ډکې وې، د ټولو تبلیغاتو او پروپاګنډو سره سره د دې واقعیت څرګندونه کوي، چې زموږ ولس د هوښیارتیا له مخې صندقونو ته په نه تګ د لاسپوڅي رژیم تر څنګ د په اصطلاح " اپوزیسیون" او غیر اپوزیسیون نااهله نوماندانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو، چې "ستر ارباب" هم د روزګار د ډېره شرمه په چپه خوله ورڅخه  تیر شو، ولې د ډوزو بوی یې لاتراوسه هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تاویږي. د ویکي لیکس ویب سایټ له خوا د رازونو او فساد رسوا کیدل د مافیایي دولتمدارانو په څېره بل داغ دی، چې دا یې د بحث ځای نه دی.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ټول ځواک سره هماغشان چې د شوروي سوسیال امپریالیزم یرغل یې په کلکه غندلی او د جنګي تاوان غوښتونکی دی، دغه راز د افغانستان نیواک د امریکایي وینه څښونکي لښکر په وسیله او جنګي جنایتونه غندي او د سمدستي وتلو غوښتونکی او همدغه شان په ملي او نړیوالو محکمو کې د خلق او پرچم، جهادي او طالبي لوړپوړو جنایت کارانو له بې قید او شرطه محاکمه کولو غوښتونکی دی او په دې ډګر کې به تر مرګه پورې ګام اوچت کړي.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ټولو یرغلګرو او بنیادګرو ضد ځواکونو، ګوندونو، د ملي مخکښو شخصیتونو او وطن پالو عناصرو څخه په ډېر درنښت هېله کوي، څو د دې چت لاندې د خپلواکۍ بیرغ یو ځل بیا د پردیو پر وړاندې څپانده وساتي او زموږ له ولولوډک غږ ته لبیک ووایي، چې پرته د خپلواکۍ د حاصلولو او د ټولو او هر ډول جنګي جنایت کارانو د محاکمې څخه د سولې، امنیت او د دموکراسۍ پلي کیدل ناشونی دی.


مړه دې وي نیواکګر او د هغوی مزدوران!
ژوندي دې وي خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګونه په ټوله نړۍ کې!

 

د افغانستان د همبستګۍ ګوند
دوشنبه ،د۱۳۸۹ مرغومى (جدي) شپږمه
(۲۰۱۰دسمبر۲۷)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 129 میلمانه آنلاین لرو