دخپلواکی ترلاسه کولو پرته ، سولې، دموکراسی او عدالت ته رسیدل یواځې خوب او خیال دۍ!

تظاهرات استقلال خواهی حزب همبستگی افغانستان در  شهر جلال آباد

دزمری ۲۸ دخپلواکي بیا ترلاسه کولو  یونوی  کلیزې سره برابره ده، په داسې ورځې کې ، شاه امان الله او ملګری یې په ټینګ هوډ دانګلیسی ښکیلاک په وړاندې ودریدل او دهیواد د ټولو ملیتونو د آزادی غوښتونکو په ملا تړیې دولسی پاڅونونو رهبری په میړانې تر لاسه او دانګلیس امپراتوری ملایې ماته کړه . نوی افغانستان تر پیړیو زورواکی اوښکیلاک وروسته ، دخپلو ملی اتلانو لکه امان الله خان، محمود طرزی، محمدولی خان دروازی او نورو تر لارښوونې لاندې  د پرمختګ او لوړتابه ازمیښت پیل کړ خو دانګلیسانو لاس وهنې ،  امانی ولسی حکومت ونړاؤ  او افغانستان د ځوړتیا پر لوری مخه کړه  او دولسی ضد، خاینو او فاسدو حکومتونو دمنځ ته راتګ لړۍ پیل شوه چې لاتراوسه دوام لری .

دغوایی داوومې نیټې شرموونکې کودتا او دروسانو دتیری راهیسې ، زمونږ خلکو د خپلواکی ترلاسه کولو لپاره تر زښتو ډیرو سر ښندنو  وروسته د روسانو او دهغوی دمزدورانو مخ پر خاورو ومښود خو د یوه دموکراسی غوښتونکی او ولسی ځواک دنشتوالی له امله د ولسی پرګنو  دخپل سرو مبارزو  رهبری د ناپوهه ، جنایتکاره او پردیو ګوډاګی تنظیمونو په لاس کې ولویدله چې په پایله کې یې زمونږ هیواد او خلکو دجهادی او بیا دطالبی جلادانو تر ولکې لاندې لا ډیر تیاره او ربړونکۍ ژوند تیر کړ.

دسپتمبر دیوولسمې تر پیښې وروسته ، دامریکا دولت او اروپایی  متحدینو یې دواکمنې انارشی فضا او تر دووسپوږمو رسیدلو خلکو ناهیلیو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې ، افغانستان د«سولې»، «بیارغونې» ، «دموکراسی» او نورو درواغجنو شعارونو په نوم چې اصلا ددوی د استراتژیکو اقتصادی او نظامی موخو لپاره جوړ شوی ؤ ، تر پوځی ښکیلاک  لاندې راوست او په دې ډول دافغانستان خپلواکی تر پښو لاندې شوه او یو ځل بیا د امریکا او شاوخوا څلویښتو نورو هیوادونو تر نیواک لاندې هیواد وګرځید .

دامریکا دولت چې د نړۍ پر بې وزله هیوادونو یرغل کولو او لوټ تالان کې لوی لاس لری ، په تیرو څه باندې نهو کالونو کې دمریی جوړولو په ډیرو نوؤ ډولونو زمونږ پرهیواد منګولې ښخې کړی او د خپل ستر تبلیغاتی ، وسله وال  او اقتصادی ماشین په کار اچولو سره یې  زمونږ د هیواد په برخلیک لوبې پیل کړی او ورځ په ورځ زمونږ ټولنه په سیاسی  ، فرهنګی او اقتصادی برخو کې لاککړه او مافیایی کوی . دامریکا د لومړنیو ګامونو څخه یو هم دآزمایل شوؤ مزدورانو او جاسوسانو څخه دیوې بوینې ادارې او لاس پوڅو او فاسدو بنسټونو جوړول ؤ چې هغوی یې د درغلیو څخه ډکو او درواغجنو ټاکنو دلارې ددموکراسی په نوم ګواکې مشروع وګرځول او زمونږ پر ربړیدلو خلکو یې ور وتپل.

دکرزی ګوډاګی دولت ، جهادی څخه نیولې تر خلقی او پرچمی او تکنو کرات او طالبی او ګلبدینی تر ټولو ملی ضد ، تر ټولو لوټمار او تر ټولو خاین کسان او سیاسی ځواکونه د ډالرو او نورو زیاتو امتیازونو په ورکولو سره په خپل چاپیر را ټول او په کلیدی دندو وګمارل چې پایله یې زمونږ دخلکو بې ساری بدمرغی او توره ورځ او دنړۍ په ترټولو بې وزله او فاسد هیواد ، دافغانستان بدلیدل ؤ چې یواځینۍ شرموونکې سوغات یې په زرګونو تنه هیرویین او چرس دی چې په سلګونو ملیارده ډالر ګټه یې دنیواک ګرو او نړیوالې او کورنۍ مافیا جیبونو ته لویږی .

دپوځی یرغل تر څنګ ، زمونږ هیواد په بې سارې توګه دامریکا او سیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا د «ولایت فقیه»دوینې څښونکی رژیم تر فرهنګی یرغل لاندې هم راغلۍ دی . دوی دهرډول آزادی غوښتنې او خپلواکی روحیې وژلو لپاره هڅه کوی خپل کورنی کاسه څټی چې هیڅ ډول ملی حس او وجدان نلری ، په دندو وګماری تر څو د ډالرو ؛ دپردیو ګوډاګی بنسټپالو تر ولکې لاندې مافیایی شوؤرسنیو ؛ دټولنې په انجویی کولو او نورو استعماری دسیسو زمونږ ځوانان خنثی ، مسخ شوی ، بې غیرته او دخپلو تاریخی ارزښتونوڅخه ناخبره وروزی او په تیره بیا په اصطلاح د روڼ اندو د ډیریو نیښ هم وباسی او دهغوی څخه مرتجع«سیاسی کارپوهان» جوړ کړی تر څو ددوی تیری ، جنګی جنایتونه او ښکیلاک ګری سیاستونه توجیه کړی .

دامریکا او ددوی د کرغیړنو داخلی عمالو یو بل چل  داسې دۍ چې زمونږ دملت د آزادی غوښتونکی تاریخ تر خاورو لاندې کولو دپاره هڅه کوی چې ریښتینی ملی اتلان لکه شاه امان الله ، غلام نبی خان چرخی ، محمد ولی خان دروازی ، عبدالرحمن محمودی ، محمود طرزی ، عبدالرحمن لودین ، عبدالخالق او نور دخلکو له یاده وباسی او دهیواد یو موټۍ منفورې څیرې ددرواغجنو اتلانو په ډول تبلیغ شی او ځایونه او سړکونه ددوی په  شرمه ډکو  نومونو ونوموی ، خو له نیکه مرغه چې ددوی دغو پلورتوکو لا تراوسه په خلکو کې ترلاسه کوونکي نه دي موندلي. دفاسد دولت او مزدورو بنسټونو له خوا دافغانستان  د خپلواکی دورځې نه لمانځل اما دغوایی په اتمې جشن جوړول ، زمونږ دنیکونو څخه د پردیو ضدمبارزې  میراث ، د هیرولو د پاره یو پلان شوی عمل دی .

زمونږ د خلکو تر منځ د ټبرنی ، سیمه ایزو ، ژبنیو ، ملیتونو ، مذهبونو او ...  تر منځ تضاد زړی ایښودل دامریکا ، ایران ، پاکستان او کورنیو مزدورانو یو بل آشنا چل ول او دومره  د خطره  ډک دی چې په عمل کې یې د افغانستان یو موټی والی د کلک خطر سره مخامخ کړی او د پروګرام له مخې په یو او بل ځای کې د افغانستان د ټوټه کیدلو خبرې کیږی . ښایی چې دغه ټکی د امریکا او متحدینو په لاس د پخوانۍ یو ګوسلاویا ټوټې کیدلو په پام کې نیولو سره باید جدی وګڼل شی .

امریکا او ناټو دیوې خوا د «تروریزم ضد جګړې» په نوم زمونږ بې ګناه او معصوم خلک ډلې ډلې وژنی او د بل لوری طالبی ، ګلبدینی او القاعده سړی وژونکو او ددوی پاکستانی او ایرانی اربابانو سره پټې او ښکاره اړیکې لری او په سیمې کې د همیشنۍ استوګنې لپاره دپلمې لرلو او آسیا کې د ځواکمنې  پوځی اډې جوړولو په موخې دغه تورې او وژونکې ډلې سمبال او وسله والې کوی . دپنټاګون دلسګونه زرو پټو سندونو رسواکیدلو،  امریکا په شرمو وشرموله او تر ټولو عامي کسان یې هم وپوهول چې امریکا خپلو موخو ته درسیدلو په لارکې ، زمونږ دخلکو په وړاندې د هیڅ ډول خیانت او جنایت څخه هم مخ نه اړوی .

دافغانستان د همبستګی ګوند ، ټولو ویر جنو خلکو او شخصیتونو او ټولو د آزادی او نیاو(عدالت) او دموکراسی پر ملا تړو ځواکونو غږ کوی چې پام کوۍ !   زمونږ ګران هیواد خپلې تر ټولو کړاو جنې او ربړوونکې ورځې تیروی او لاشخوارانو یې د هرې خوا څخه د خوړلو په نیت رنځور بدن کې سترګې ښخې کړې دی . کورنی او بهرنی غلیمان غواړی د ګران افغانستان او ورو ڼو ملیتونو یو موټۍ والۍ د منځه یوسی او د هیواد په ټوټه کولو سره خپلې بدمرغه موخې تر لاسه او د زیرمو لوټ تالان یې آسانه کړی . زمونږ هغه شهیدان چې د افغانستان د خپلواکی او خلاصون د پاره یې مبارزه کړې او مړینه یې د نیواک ګرو او زور واکو  تر سیوری لاندې پر ژوند غوره ګڼلې ده د خپلو نا مالومه قبرونو څخه نارې وباسی چې په داسې شرایطو کې غلی کیناستل او د مورنی هیواد د بربادی په وړاندې مبارزه نکول د هغوی د وینو او پر ځای پاتې شوی میراث په وړاندې تر ټولو نه بخښونکی خیانت ګڼل کیږی .

دافغانستان دهمبستګی ګوند زمونږ غمځپلو خلکو سره په همغږی او د هرډول سر ښندنې او کړاو په منلو سره هڅه کوی هغه جنډه اوچته کړی چې تر سیوری لاندې یې پوره  یونوی  کاله پخوا زمونږ زړورو پلرونو او میندو انګلیسان زمونږ له ټاټوبی څخه وشړل او آزاد او یو موټۍ افغانستان یې راتلونکی نسل ته ور وسپاره . له دې امله زمونږ حزب ددغې  سپارښتنې  په پام کې نیولو سره  ټولو هغو هیوادوالو ته په ټینګه سره لاس ورکوی چې زړونو څخه یې د افغانستان فاجعو څخه ډک وضعیت لپاره وینې څاڅی او هغوی څخه غواړی چې دبهرنیو یر غلګرو او کورنیو واکمنو غدارانو ضد مبارزې کې خپل ملی او انسانی فرض پرته د ټبرنی ، ملیتی ، مذهبی ، سیمه ایزه او جنسی تنګنظریو پام کې نیولو څخه تر سره کړی .

دافغانستان دهمبستګی ګوند په کلکه سره پردې شعار ټینګار کوی چې نه نیواک ګر ، نه دکرزی مافیایی او جنګسالار دولت او نه مزدور طالبان ، ټول واک د افغانستان دخلکو په لاس کې . او د ټولو خپلواکه شخصیتونو او ملی – دموکراتو ځواکونو څخه په صمیمانه ډول غواړی چې یو بل سره لاس ورکړی او د خپلواکی ،  دموکراسی او ټولنیز نیاو تر لاسه کولو لپاره زمونږ ویر جن او غمځپلی خلک بسیج او رهبری کړی .

سرلوړی دی وی د خپلواکی ، آزادی ، دموکراسی او ټولنیز عدالت بیرغ!
مړه دی وی نیواک ګر او د دوی کورنی خاین لاس پوڅي !
دخپلواکی ګټلو او یو موټی افغانستان په ساتلو سره د خپلو نیکونو دسپارښتنو درناوی وکړو!

دافغانستان د همبستګی ګوند

۱۳۸۹دزمری ۲۸ (۲۰۱۰ د اګست ۱۹) – ننګرهار

 

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 330 میلمانه آنلاین لرو