د ایران پر خپلواکۍ غوښتونکو بندیانو تاوده درودونه! لعنت او مړ دې وي د ایران وینې څښونکی رژیم!

د ایران ځناوري اسلامي جمهوري د خپلواکۍ غوښتونکو پر ربړونه او انګیرل وژنه کېد ټولو ظالمو رژیمونو څخه وړاندې تللی دی. د تیرو میاشتو په بهیر کې یې د مبارزینو د غرغره کولو لړۍ پر لاره واچوله او د زیږدیز کال له پیل څخه په منځنۍ توګه په هر اتو ساعتونو کې د یوه زنداني ژوند اخیستی دی. د "ولایت فقیه" د دغو جنایتونو د بربنډ یدلو له امله د سلواغې نهمه په نړۍ کې د ایران د سیاسي زندانیانو د ملاتړ د ورځې په نوم اعلان شوې ده او د افغانستان د همبستګۍ ګوند ویاړي چې د دې پر بنسټ پر یو وخت په څو ښارونو کې لاریونونه په لار اچوي که چیرې مالی ستونزې او نور خنډونه نه وای، نو دغه ورځ به مو په ټول هېواد کې لمانځلې وی.

د ایران د مبارزو خلکو عمومي موازي پاڅون له امله د خامنه ای هیټلري/ احمدي نژاد رژیم کوښښ کوي د مبارزو بندیانو د غرغره کونې په ډاډ سره مخالفین وډاروي. لیکن دوی غلط انګیري. هغه وخت چې فرزاد کمانګر له خپلو څلورو تنو ملګرو سره تیر کال په سولۍ (دار) وځړول شو، ډاکټر سعید ماسوري له زندانه وکښل "موږ له پریکړي سره مه ویروﺉ... افسوس پرمونږ که زموږ د هېوادوالو او ملګروغرغره کول د پاڅون پرځای موږ وډاروي... د دې لپاره چې ووایم دغو غرغرو څومره ډارولی یم، چمتو یم چې وروسته له پنځو تنوڅخه به شپږم زه یم چې غرغرې ته چمتوشم." دا ستر ځواکمن ځواب او په واقعت کې د ډېرو ایسارو آزادۍ غوښتونکو او د ایران خلک چې تیغ یې هډوکو ته رسیدلی پرته له ګمانه جنایتکاره رژیم یې پر لړزه اچولی دی او د لیونتوب تر بریده یې رسولی دی.

د انسان وژونکي رژیم له خوا د ایرا ن د آزادۍ غوښتونکو سپکاوې، ربړونې او په ګولیو وژنې، زموږ ملت د روسي یرغلګرو، خلقي او پرچمي ګوډاګیانو او د تنظیمي او طالبي جنایتکارانو په یاد کې اچوي چې په زرګونو پوهه او هېوادپاله خلک یې پرته له محاکمې یا یې په سولۍ ځړول او یا یې د پل چرخي ډله ییزو ګورونو ته سپارل. لیکن نړۍ تش په نامه له آزاد څارونکي سربیره نور څه نه وه. ولې د افغانستان د همبستګۍ ګوند په خپل وار نه شي کولای د ایران د زړه ورو او میړنو بچیانو ډله ییزه وژنه نن ورځ د نړیوالو په ړندو سترګو ننداره کړي او همدا ده چې د ایران د انقلابي ځواک سره همغږي، له نیمګړتیا پرته خپله دنده ګڼي. هغه سازمانونه، رسنۍ او روڼ آندي چې د هر راز پلمو پر بنسټ د ایران د مبارزو څخه په څرګنده او پریکنده ملاتړ او د وینې څښونکي ولایت فقیه له غندلو لیرې تښتي، په پیښلیک کې به مخ تورن وي.

هېوادواله!

زموږ ملت د ډول ډول دښمنانو په منګولو کې سختې شیبې تیروي. د مافیایي دولت بې ساري فساد، بې کاري، لوږه او د تنبو تر شا شرمونکې معاملې د "جهادي وروڼو" او "طالب جانه" سره، زموږ د خلکو د پیټي زغملو اوږې یې زورولي دي. امریکایي نیواکګر او ملاتړې یې یو ځای د سیمې هېوادونو سره شپه ورځ زموږ د بې ګناه او بې وزلو وګړو په کور سوزونكې بمبارونو، په خپلسر او په زور د کورونو تالاشۍ او ربړولو باندې بوخت دي او ټولو دغو جنایتونو او ظلمونو ته د "تروریزم پر وړاندې مبارزې"، "بیارغونې" او د "پرمختګ" نوم ورکوي. په همدې ډول د اسلامي جمهوري تباه کونکی رژیم چې په سیمه ییز سرطان بدل شوی، زموږ پناه غوښتونکي وګړي یی ډلې ډلې ښکار، لا لهانده ، بې کوره او بې هستۍ کړي، د ډول ډول ګواښونو تر لاندې یې راوړي او کنځي یې چې یوازې د دغه رژیم د مشرانو وړ دي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د "غرغره کونې پر وړاندې نړیوالې کمیټې" سره په یووالي د ایران د په وینو لړلی او خیانتي رژیم ښکاره او پټ غرغره کول په کلکه غندي او د زړه له کومې خپل یووالی د دغو قربانیانود کورنیو او د دوی دلارویانو سره په ډاګه کوي.

موږ د ایران د میړنېو میرمنو او سړو له مقاومت او دریدلو څخه چې حتی د ولایت فقیه وژنځی یې هم د مبارزې په لوی ډګر بدل کړی، انرژي اخلو. د هغوی الهام بښونکي لیکونه او تراڼې او د ټولو درد لیدلو میندو هیله بښونکي، ژوند بښونکي او راپارونکي فریادونه زموږ د ګوند غړي د خپلواکۍ او دموکراسۍ لپاره او د مذهبي او غیر مذهبي زورزیاتي پر ضد مبارزې ته لا مضبوطوي.

موږ پوره باور لرو، د ایران ملت په داسې میندو او ځوانانو درلود لو سره چې د خپلواکۍ غوښتونکو انسانانو پت او عزت دي، هرو مرو ګټونکی دی. موږ د ایران د خلکو بریا د دورو(تازيانه) او غرغرې رژیم پر وړاندې، د خپلو رنځورو او ټپي خلکو بریا بولو. نن تونس، سبا ایران او افغانستان!

ژوندی او څپانده دې وي د ایران د خلکو خپلواکۍ غوښتونکی غورځنګ!

شرمیدلی او مړ دې وي د خامنه ای/ احمدی نژاد په وینولړلی خیانتي رژیم!

تل پاتې دې وي د ایران او افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو ځواکونو یووالی!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د سلواغې۹ (نهمه) ، کال ۱۳۸۹، د جنوري ۲۹،کال ۲۰۱۱

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 150 میلمانه آنلاین لرو