له خپلواکۍ څخه بی‌برخې ولس، هیڅکله عدالت، دموکراسۍ او پرمختګ ته نشي رسیدلی!

له خپلواکۍ څخه بی‌برخې ولس، هیڅکله عدالت، دموکراسۍ او پرمختګ ته نشي رسیدلی!

د افغانستان خپلواکۍ بیرته لاسه‎روړو ۹۶مې کلیزې په درشل کی یو او نن هم زمونږ هیواد د امریکایی یرغلګرو او د هغوی سیمیزو چوپړانو په ولکه کی ډیری سختی ورځې تیروي.

امان الله خان او د هغه مشروطه‎غوښتونکو یارانو په ټینګ هوډ او له نړۍ او خلکو څخه په صحیح تحلیل سره بیکاره، عیاش، خپل‎سری او د هیواد پرمختګ خنډ شاه په یو حیرانونکی حرکت سره له منځه یووړ او د انګلیسی یرغلګرو پر وړاندی یی توره له پوښه راویستله او زمونږ د نیکونو د وینو په بیه یی راتلونکی نسل لپاره د آزادۍ او خپلواکۍ زیری راوړو.

ولی په خواشینۍ سره یو شمیر خادی، تنظیمی، طالبی او اوس مهال داعشی جنایتکارانو چی د هیواد له دښمنانو سره یوځای یی دهیوادپلورونه او د پردویو مزدوري غوره کړې د امان الله خان او ولس په خپلواکۍ غوښتنه او لاس ته رواړنو مرداری شیندي او له امریکایی یرغلګرو او ځینی بی‎کسه لویدیځ‎پاله تکنوکراتانو سره یوځای زمونږ هیواد یی د هغې ځامنو په ویر کی کښینولی دی. له دوه نامتجانسو کوپړیو څخه د ملی ځناورتوب دولت جوړول، د طلبانو پر ځای د داعش منځته راوړل، بی‎امنی او کډوالي، بی ساری فساد، فحشا، د مخدره توکو بی ساری تولید او قاچاق، وینه بهیدنه او ویجاړي،بی‎کاري او بی‎وزلي او ځانه‎وژنه او چاودنه دا ټول د امریکایی یرغلګرو او هغوی سیمیزو نوکرانو محصولات دی چی هره ورځ د شاه‎شهید، هوایی ډګر، پولیسو اکاډمۍ او د هیواد نورو برخو ناورینونو په څیر زمونږ د ولس مال او ځان اخلی.

د امریکا یرغلګر دولت د جګړې او وژنې صادرونکی هیواد په توګه خپلو انساني ضد موخو ته رسیدو لپاره زمونږ په وطن کی هم د ولس دښمنانو ولکه په لاس کی لری او ښکیلاکګرو ګټو ته رسیدو لپاره هره ګړۍ کولای شی دغه دولتی او غیر دولتی جنایتکاران په یو آخور کی سره راټول کړي. د «طالب جان» پر ځای د داعش ځای پر ځای کول هم زمونږ او د سیمې خلکو پر وړاندی د امریکا یو تیرایستونکی سیاست دی.پدی ورځو کی د کابل وطن‎پلورونکی دولت او د پاکستان ځان‎وژونکو روزونکي رژیم تر منځ داسی معامله روانه ده چی د ارباب په سلا مشورې د «سولې پروسې» تر نامه لاندی یو شمیر جنایتکاران په ارګ کی له غنی-عبدالله سره یوځای کړی ترڅو وکولای شی په ښه توګه د ولس مال او ځان و داړي. نو هغه خلک چی دغه چل او ول ته خوښي کوی او په لاپو او باټو سره غواړي خلک تیرباسی، د امریکا غلامان دی چی د څو ډالر په بدل کی یی خپل وجدان لیلام کړی دی.

له بل پلوه هغه کانګر او کینه‎ور بنسټ‎پالان چی تر پرونه یی د شاه امان الله خان سیوری او د دموکراسۍ آواز په تیږو ویشته، په یوه شپه کی د بی۵۲ الوتکو تر واک لاندی نکتایی لرونکي «دموکراتان» شول او په سپین سترګ‎توب سره نڅا کوی او د خپلواکي بیرته ترلاسه کولو ورځ لمانځي. د فضل کریم، ظاهر قدیر، دین محمد، ملاترخیل، الله ګل مجاهد او د امریکا نورو نوکرانو بویناکه فکر د امان الله خان له مخکی تللي او روښان فکر څخه ستر واټن لري او له بل پلوه هغوی نه ددی لپاره چی د امان الله لاس ته راوړنو ته په درنه سترګه وګوری بلکه ددی لپاره دا لمانځ‎غونډې جوړوی چی دغه لاسته‎راوړنې چی په سر ورکولو لاس ته راغلی ککړې کړي او د ولس په سترګو کی خاوری وشیندي.

د دې له امله پر موږ ده، چې د سرتاسري یووالي او وحدت سره د خپلو حماسه رامنځته کوونکو پلرونو تاریخي راسپارل شوې دنده چې د نیواکګرو او د دوی داخلي لاسپوڅو پروړاندې ودریدل دي، پرځای یې کړو، یو ځل بیا د نړیوالو لوټمارانو دروغجنه څیره چې د «ملګرو ملتونو»، «تروریزم سره د مبارزې»، «بیارغونې»، «بشري حقوقو»، «د ښځو آزادي»، «مدني ټولنې»، «دموکراسي» تر نوم لاندې راغلي، بربنډه کړو، دغه مهال موږ په دې توانیږو، د وروستیو درې نیمو لسیزو جنایتکارانو کولمې چې نن ورځ د یو چت لاندې د چټلو اوبو له یو ډنډ څخه تغذیه کوي د «نړۍ د لوی ارباب» له کولمو څخه پرې کړو او د زنځیري سپو او نابخښونکو جنایتکارانو په څیر یې ملي او نړیوالو محکمو ته وسپارو، څو د دوی نویو لارویانو ته عبرت وګرځي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د هیواد خپلواکۍ بیرته لاس ته رواړلو ۹۶مې کلیزې په ویاړ، د وطن خپلواکۍ او آزادۍ د لاری شهیدانو وینې ته ځان اړ بولی او د خلکو سره په یوه غږ د نیواکګرو وتل، د ګاونډي هیوادونو لاسوهنو بندیدل او د تیرو څلور لسیزو جنایتکارانو محاکمې غوښتنه کوی او د یو پرمختللی او زورواکۍ څخه پاک او پر دموکراسۍ ولاړ افغانستان په لار کی پرته له ډار څخه جنګیږي.

د نیواکګرو او د هغوی کورنیو نوکران په شړلو سره د آزادۍ لارې شهیدانو روح وویاړو!
رپانده دی وی زمونږ د خلکو د خپلواکۍ‎غوښتنې بیرغ!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند
۱۳۹۴ کال د زمري ۲۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 261 میلمانه آنلاین لرو