باید په ایران کې واکمن جلادان راوغوښتل او محاکمه شي!

باید په ایران کې واکمن جلادان راوغوښتل او محاکمه شي!

د ۱۳۹۹کال د غبرګولي په ۱۸مه، د همبستګۍ ګوند ځوانانو په یزد ښار کې د افغان کډوالو سوځولو پر وړاندې د اعتراض په بڼه په کابل کې د فقیه ولایت رژیم جاسوس‎خونې دروازه او لوحه په رنګ ولړله او د ایران وینې‎څښونکي رژیم پر وړاندې یې چې بی‎ګناه افغان کډوالو ته سپکاوي کوي او وژني یې او په زرګونو ایراني آزادي‎غوښتونکي او انقلابیان یې ربړولي او وژلي، شعارونه ورکړل. ورپسې په مزار، بامیان، جلال‌آباد، هرات، فراه او لغمان کې هم ورته اعتراضونه وشول او ترڅنګ یې د کرغیړنې دستګاه جلادانو لکه خمیني، خامنه‎ای او روحاني انځورونه هم وسوځول. بیا د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو له څو نورو اروپامیشتو بنسټونو سره یوځای، په بیلابیلو ښارونو کې غوڼدې او د افغان ګډوالو پر وړاندې د بې‎رحمۍ پر ضد یې خپله کرکه څرګنده کړه.

له دې عدالت‎غوښتونکو حرکتونو وروسته، د ایران آزادۍ‎وژونکي رژیم کوکارې پورته شوې، لومړی یې د خپلو فیسبوکي چوپړانو په مټ تبلیغات پیل کړل چې ګواکې دا له پاړسي ژبې سره دښمني ده او «په افغانستان کې د ایران لاس لنډولو لپاره د امریکا له لوري» په لاره اچول کیږي. وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان سفیر یې د ځواب ورکولو لپاره ورغوښتی ده.

د ایران وینې‎څښونکی رژیم د عبدالغفور لیوال په څیر بې‎غیرته سفیر سره مخ ده چې په بې‎شرمۍ سره یې د هغه سوځیدلي ځوان افغان سره عکس اخیسته چې لاس یې د روغتون له تخت سره ولچک وه. تاسو له بې‎واک دولت او مقام‎‎خوښونکي سفیر او ستاسو چوپړ وزیر سیدحسین عالمی بلخي سره مخ یاستئ او کولای شئ د نورو نوم‎بدو مریانو لکه عبدالله، عطا، خلیلی، محقق، اسماعیل، کرزی، داوودزی، سپنتا، پدرام، سید عیسی حسینی مزاری، مشکور کابلی او قلم‎پلورونکو لکه رهنورد زریاب، کاظم کاظمی، ابوطالب مظفری، حسین فخری، ضیا رفعت، اسدالله حبیب، پرتونادری، ضیا قاسمی، یعقوب یسنا او نورو په مرسته د «څیړنو پایله» پر هغوي ومنئ. خو د ایران مبارزو خلکو په څیر چې نه به د لړم میاشتې ټول وژنه او نه به د اکرایني الوتکې رانسکورول او نه به د واکمن رژیم په سلګونو نورو جنایتونو هیڅ کله ونه بخښي، د افغانستان خلک به هم نه ستاسو پخواني جنایتونو او نه ننني فاشیستي او ویرونکي جنایتونه هیڅکله ونه بخښي. پریږدئ چې د ایران وقیح ولایت خپلې نوې افغانې نانځکې لکه سیداحمد موسوی مبلغ، هاشم عصمت‎الهی، آيت الله هاشمي ارزګانی، آصفه ستانکزی او ورته نور بازار ته راوباسي او ځانته لږ عزت واخلي، خو لکه څرنګه چې ددوي مشرانو د وینو او خیانت جمهوري ته نوم‎بدي ورپه برخه کړه، دوي هم له هغوي ښه کار نشي کولای.

تاسو، د خامنه‎ای-روحاني ویني‎څښونکی رژیم له جنایتکاره طالبانو سره یوشان او یو لاس یاستئ، هغوی د تلویزیون او کیسټ او ویډیو په اعدامولو سره د پوهې او کلتور پر وړاندې جنګیږي، تاسو غواړئ د خامنه‎ای په «پیریانو» سره د کرونا پر وړاندې وجنګیږئ. طالبان د پاکستان ارتجاع رامنځته کړل او ستاسو نوم امریکا او ملاتړو یې په ګوادلوپ کې پرې کړ او ښکاره ده چې دواړه په دوراغجونو او بوږنونکو کوکارو سره «مړ دې وي د امریکا امپریالیزم» خپل باد تشوئ. آیا نړۍ ستاسو او جکړمارې امریکا او اسراییل له پټو او ښکاره اړیکو بې‎خبره ده؟ آیا ستاسو او «طاغوتي ځواکونو» تر منځ د پردې ترشا خاینانه راکړې ورکړې چې لاسوندونه یې د ټولو په لاس کې دي، هیرولی شو؟

د ایران بهرنیو چارو وزات په داسې حال رمباړې وهي چې اعتراض‎کونکو ته په «لږه‎کيو» ویلو سره غواړي، زمونږ د خلکو له کرکې ډک اکسیون بې‎ارزښته وښایي. هو مونږ «لږه‎کي» وو، خو که چیرې مونږ «ډیر» وای، لکه څرنګه مو چې د اوکرایني الوتکې توره بکسه د نړیوالو تر سترګو وړاندې له ستوني تېره کړه، زمونږ د بې‎پناه هیوادوالو پر وړاندې د وروستیو ځناوریزو پېښو «توره بکسه» مو د خلکو په مخ کې پرانیستله؟ د افغانستان او ایران ولس شرم او پېغور دې پر ستاسو دیني ټګمارانو او ویجاړونکو وي!

د ایران او افغانستان ولسونو تر منځ پیوستون د ایران رژیم غیرانساني جنایاتو پر وړاندې په چوپتیا او یا تایید سره نه بلکه په پریکنده موضع او د رژیم او په افغانستان کې د هغوي تالي‎څټو په بربنډولو رامنځ ته کیږي او بس!

هو مونږ «لږه‎کي» وو خو د خسرو گلسرخی، صمد بهرنگی، بیژن جزنی، امیر پرویز پویان، مسعود احمدزاده، مرضیه احمدی اسکویی، حمید اشرف، سعید سلطانپور، فرزاد کمانگر، شیرین‌علم هولی، شاهرخ زمانی او د ایران د سلګونو نورو انقلابیانو ریښتیني لارویانو چې یوازې د هغوي د میړانې په یادولو سره ستاسو د منځنیو پېړیو دستګاه خوب ورکیږي. هو دغه «لږه‎کي» زمونږ د هغو سلګونو او زرګونو تنو زیارکښانو ډب شوی غږ دی چې په ایران کې د جنایتکاره ملایانو د واکمنۍ لاندې ژوند کوي. «لږه‎ګيو» د هغو لسګونو زرو بدمرغه کورنیو کرکه او بغاوت ستاسو د جاسوس‎خونې په دروازه او لوحه وویشته چې تنکي ځوانان یې په درواغجنو ژمنو او مذهبي دوکې سره د عراق او سوریې په ویجاړونکي جګړې کې د هیڅ لپاره وژنئ.

د ایران وقیح ولایت کریکې او رمباړې اوچتې دي چې د همبستګۍ ګوند غړو د ایران بیرغ وسوځاوه، خو له شرمه نشي ویلای چې د خمیني، خامنه‎ای او روحاني په څیر ځناورو انځورونه یې هم وسیځل. هو دا بیرغ په ایران کې د بندي خلکو د بندخونې او ربړونې او وژنې بیلګه ده. دا بیرغ افغان کډوالو ته د سپکاوۍ بیلګه ده. هو دا بیرغ چې تاسو ترینه د افغان لاسپوڅو څخه ننګه کوئ سوځوو او د هغې پر وړاندې د امیر امیرقلی په انځور او وینا او شاهین نجفی‎زاده په سندرو سره خپل لاریو پرتمینه کوو. د ایران او افغانستان ولسونو تر منځ پیوستون د ایران رژیم غیرانساني جنایاتو پر وړاندې په چوپتیا او یا تایید سره نه بلکه په پریکنده موضع او د رژیم او په افغانستان کې د هغوي تالي‎څټو په بربنډولو رامنځ ته کیږي او بس! مونږ د ستر شاملو په وینا ستا دښمن نه بلکه ستا انکار یو!

کله چې د ۱۳۸۹ کال د مرغومي په میاشت کې د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ځوانانو د ایران سیاسي بندیانو په پلويتوب لاریون وکړ او په کابل کې د ایران د جاسوسۍ ځالې پر لوحه یې رنګ وشینده، د ایران د هغه وخت سفیر فدا حسین مالکي له سپکو تورونو او ګوت‎څنډنې سره مخ شو او مونږ د یوې اعلامې په ترڅ د هغه په ځواب کې ولیکل:

«ښاغلی مالکی، تاسو کولای شئ د خپل رژیم په څیر د سفارت لاس په ماشه ساتونکو په زور زمونږ ګواښ ته ادامه ورکړئ. خو مونږ بیرته تاسو نه ګواښو، ځکه ستاسو رژیم د ایران خلکو د پرتمین غورځنګ له لوري د رانسکوریدو له ګواښ سره مخ ده چې د کرغیړن ژوند وروستۍ شیبې شماري.»

له نیکه‎مرغه نن د ځپل شویو زیارکښان او د ایران مخکښ غورځنګ د غچ توره له هروخت څخه د آخوندي ناتار او جبر دستګا د مشرانو ستوني ته نږدې شوې چې پولیسو یې د لړم میاشتې پاڅونو په ځپلو او د اینټرنټ په پرې کولو سره وکولای شو څو ورځې ددوي بې‎ننګه ژوند اوږد کړي. مونږ په خپل وار سره دداسې یوې نیکمرغه ورځې په تمه یو چې د ایران ولس په خپلو مټو او د هر ډول بهرني ځواک په شړلو سره بیا راولاړ شي او په یو وار سره وقیح ولایت له منځه یوسي، ایران ته خوښي او آزادي راستنه کړي. هغه وخت به زمونږ د خلک پر شونډو هم د خوښۍ موسکا راڅرګنده شي.

شرم او پیغور دې وي پر تاسو دیني ویجاړونکو ټګمارانو!
لعنت دې وي ستاسو ټګمارانو پر افغان لاسپوڅو!

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۶مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 161 میلمانه آنلاین لرو