د غویي اوومې او اتمې کروناګانو او د هغوي د شریکانو له شړلو پرته، د کرونا ویروس سره جګړه بې‎پایلې ده!

د غویې اوومې او اتمې کرغیړنې ورځ

ثور زبون
بوی خون می‌آید
بوی کشتار و جنایت
بوی آن دشمن دون می‌آید
یکی تقویم را ورق بزند
این چه ماهی‌ست مگر؟
آه باز آن ثور زبون می‌آید!
آ.پ.

د غویې اوومې او اتمې کرغیړنې ورځې راغلې او زمونږ د زیارکښو خلکو ټپونه یوځل بیا تازه شول: د روسانو د یرغل، بندخونو او ربړونو، د کورنۍ د غړو ورکیدلو، ژوندي په ګور کولو، اعدام او په زرګونو نورو ظلمونو ټپونه؛ د جهادي تنظیمونو واکمني، جګړه او توغندي توغولو، لوټ او تالان، وژنو، پر ۷کلنې ماشومې او ۷۰ کلنې مور تېری، تیښته او در په دري، د مړي‎نڅا ننداره او د انسانانو پر کوپړیو د میخونو ټکوهلو او نورو ځناورتوبونو ټپونه؛ دا ټول ددې لامل شول چې د منځنیو پیړیو ځناور زمونږ پر کړیدلي ولس واکمن شي او وروسته د امریکا او هغې ملاتړو ته د یرغل زمینه برابره شوه. خو سږکال د بې‎حسابه کړاونو او دردونو ترڅنګ، د کرونا ویروس هم پرې ورزیات شو.

د غویې اوومې او اتمې بدمرغه بوم اوس هم د هیواد په توره فضا کې الوزي او زمونږ خلک د هغه له بدو پایلو تر اوس هم رنځیږي. د کرونا ویروس پر وړاندی د دولت په اصطلاح مرستې هم د دغه درد یوه څنډه بیانوي. لاسپوڅي او ملي‎ضد حکومتیان په بې‎شرمۍ او سپین‎سترګتوب له خلکو سره د مرستې لاپې او باټې وهي. د څلورنیم کیلو غنمو په ویشلو سره، امرالله صالح په بې‎شرمې سره «د خلکو دروازو ته د حکومت رسولو» په اړه غږیږي، د کابل والي وایي چې «د خوړو په نه شتون کې، مونږ خوراکي توکي د کابل ښاریانو کورونو ته رسوو» او وحید «کوید ۲۷» له ټولو مرداریو وروسته په تلویزیون کې راښکاره شو او د غني له خولې وایي چې خلک باید ډاډه اوسي که چیرې اوضاع خراپه شوه، دولت ددې وړتیا لري چې خلکو ته ډوډۍ ورسوي! معلومه نده چې وضعیت به نور څومره خراپ شي چې د «اولې نړې د دې هیواد د ولسمشر نازکه زړه» ورحمیږي؟ څومره نور بدمرغه وحیدالله‎ګان باید د خپل اولاد د نس مړولو لپاره ځان‎وژنه وکړي چې بالاخره څلورنیم کیلو د خروخوراک غنم دغو رنځیدلو کورنیو ته ورسیږي او یا نه؟

له بل پلوه ګورو هماغه د دین ټیکه‎دارانو چې تر پرونه او نن پر خلکو چپه میچنې ګرځوي، اوس ځای خپلو نازولو لکه صلاح‌الدین ربانی، حبیب‌الرحمان حکمتیار، باتور دوستم، تمیم جرات، احمد مسعود، حبیب‌الرحمان سیاف، خالد نور، گل‌رحمان همدرد،‌ ادیب فهیم، علی محقق، طاها صادق، ذبیح الماس، مهدی انوری، تقی خلیلی، احمد علی حضرت او نورو ته تشوي چې د پتلون او نکتایي او دریشي په اغوستلو سره د خپلو پلرونو جنایتونو او هیواد‎پلورنې ته دوام ورکړي. خو، د رجب منګول په څیر خلک چې د جهادي تنظیمونو د ځناورتوب قرباني شوي او د هغوي لپاره جنګیدلي نن د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره حیران دي او یوه ورځ به د لوږې او بیوزلۍ په همدې کوڅو کې پرته له دې چې یوپاڼه هم له ځایه وخوځیږي، مري. دا د هغوی لپاره چې د جنایتکارانو مرداري څټي ښه سبق ده چې هرڅومره دغو خاینانو ته منډې ووهۍ تاسو ته له رجب منګول نه ډیر ارزښت نه درکوي او هر وخت مو چې د لګښت نیټه پوره شوه، له هغه مظلوم ځوان څخه به په بد حالت لری وغورځول شئ.

رنځیدلو هیوادوالو!

له څلورو لسیزو راپدېخوا مونږ ټول د خلق او پرچم، اووه‎ګونو او اته‎ګونو ګوندونو، طالب او داعش، امریکایی ښکیلاکګرو او د هغوي کورنيو چوپړانو په اور کې سوځیدلي یو او تر هغې پورې چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو او د عدالت پلی کولو لپاره راولاړ نشو بې‎لوګي او لمبې به سوځیږو. هغه خاین او ناپوهه کارپوهان چې د پنځه زره طالبانو پر خوشې کولو ټینګار کوي، آيا نه پوهیږي چې دغه زرګونه وژونکي او د ځناورتوب او ناپوهۍ بیلګې به سوله راولي که زمونږ خلکو ځوان او زوړ او ښځو او نارینو لپاره ناورینونه؟ نو د ځان او خلکو غولونه بې‎عقلي ده چې د پاکستان له وینې‎څښونکو چوپړانو څخه د سولې تمه ولرو. یو وخت جهادي خاینو تنظیمونو له پاکستان څخه دا دستور اخیستی وو چې کابل باید وسوځیږي، اوس طالبان هم دستور لري چې ټول افغانستان ویجاړ شي او یا د پاکستان تر واک لاندې طالبي امارت پکې رامنځته شي. هیڅ بهرنی هیواد له هغې ډلې ښکیلاکګره امریکا زمونږ ژغورونکې نشی کیدلی، د جنایتکارانو تر منځ سوله هیڅکله سوله او امنیت نشی راوستلی، هیڅ بهرنی لاس مونږ له دغو کړاونو نشي خلاصولی. یواځې په یووالي سره چې له قومي، ژبني، سمتي، مذهبي مسایلو څخه پاک وي د خاینانو او د هغوي د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې وجنګیږو. یواځې د غویي اوومې او اتمې جنایتکارنو په محاکمه کولو سره دغه کرغیړنه جنتري واړو!

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۹ کال د غویي اتمه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 75 میلمانه آنلاین لرو