یواځې زمونږ د خلکو پاڅون کولای شي چې د امریکا او د هغوي د مرییانو واکمني ختمه کړي!

یواځې زمونږ د خلکو پاڅون کولای شي چې د امریکا او د هغوي د مرییانو واکمني ختمه کړي!

نولس کاله وړاندې امریکا او ناتو د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» تر نامه لاندې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او د طالبانو ویني‎څښونکی رژیم یې د څو اونیو په لړ کې رانسکور کړ. د دوو لسیزو وژنو او ویجاړیو وروسته، امریکا او لاسپوڅی دولت یې په دوحه کې چنه‎وهي چې د طالبانو ځناوره ډله بیرته واک ته راولي. «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» لکه څرنګه چې له پیل څخه ښکاره وه چې نه یوازې د ترهګرۍ جرړې یې وچې نه کړې بلکه نن د طالبانو ترڅنګ بله ځناوره ډله د داعش په نوم، حقاني شبکه او د دولتي ویاندانو په وینا ۲۴ وړې او غټې ترهګرې ډلې زمونږ په هیواد کې فعالې دي او افغانستان یې د ترهګرۍ او مخدره توکو مافیا په مرکز بدل کړی ده. په ورته وخت کې بې‎شمیره ترهګرو خپله ظاهري بڼه بدله کړی او په دولتي څوکیو ناست دي او یا د ګلبدین په څير د ولس له خزانې ډوډۍ ورکول کېږي.

امریکا او غرب له کلونو راهیسې د «افغانانو ښځو خلاصون» تر شعار لاندې خپل خلک تیرایستلي دي، خو د افغانو ښځو پر وړاندې ظلم او ناتار اوس د طالبانو د منځنیو پیړیو د واکمنۍ څخه لا زیات شوی دی. د طالبان په وخت کې، په غازي سټیډیوم کې د زرمینې سنګسار ټوله نړۍ ولړزوله، خو اوس سنګسار، تیزاب‎شیندل، غوږ او پوزه او ستونی پرې کول، د ظلم له وجې ځان‎سوزل او د افغانو ښځو پر وړاندې نورې ځناوریزې کړنې په ورځنیو خبرونو بدل شوی دي. په فاریاب کې د حاملې ښځې وژنه، د فرخندې وژنه، د تبسم ستوني پرې کول، د رخشانې سنګسار، د سحرګل ربړونه او نور هغه څو بیلګې دي چې بهر ته یې لاره وموندله. خو غربي رسنۍ ددې لپاره چې په افغانستان کې د ښځو حقونو پر ناورین پرده واچوي، یو شمیر بې‎وجدان او د ارګ ویتریني ښځې هاخوا او دیخوا د اتلانو په توګه معرفی کوي او د امریکا او ملاتړو د شتون لاسته‎راوړنه یې بولي او په دې هم بسنه نه کوي، فوزیه کوفي چې یوه مافیایي او د جګړه‎مارانو ملاتړې ده، د سولې نوبل جایزې ته نوماندوي!

امریکا او د جرم ملګرو یې افغانستان د «دموکراسۍ خوندي‎کولو» په پلمه ونیوه، خو په دغه موده کې یې تر ټول کرغیړن خیانتونه د دموکراسۍ او عدالت پر وړاندې ترسره کړل. له هماغه پیل څخه کله چې د بن په کنفرانس کې، جهادي خاینان او جنایتکاران، هغوي چې دموکراسي د کفر سره برابره ګڼله د مورزادي دموکراتانو په توګه رنګ او د کرزي په لاسپوڅي دولت کې ځای پر ځای شول، ښکاره وه چې دا د درواغو شعارونه د خلکو تیراستلو لپاره دي. سپینې ماڼۍ یو ځل بیا په عمل کې وښودل چې له خپلو جهادي او طالبي بچوڼو څخه لاس نه اخلي ځکه دوي په سیمه کې د هغوي د ستراتیژۍ پرمخ وړلو لپاره د امریکا تر ټولو ښه اوسرکوزي چوپړان دي. نن دغه ټولې فاشیستي ډلې له خپل امریکایی او ناتو بادار سره اوربند لري خو زمونږ د ښځو او ماشومانو او بدمرغه ولس پر وړاندې ددوي «جهاد» په زور سره دوام لري او هره ورځ په ځان‎وژنو او چاودنو او زور او خیانت سره زمونږ بې‎دفاع وګړي وژني. هغه مافیایی دموکراسي چې امریکا د هغې په اړه خبرې کوي، په بې‎عدالتۍ او وینې‎بهونې او د خلکو په وژنې سره دغه انساني مقوله زمونږ په ټولنه کې بدنامه شوه ځکه له عدالت او سیکولاریزم پرته دموکراسي یواځې د وطن‎پلورونکو او خاینانو په درد خوري او بس.

د امریکا او ملاتړو بل شعار یې «د مخدره توکو له منځه وړل» وه، خو شل کاله کېږي چې زمونږ خاوره د نړۍ ۹۰ سلنه تریاک تولیدوي او ددغې کرغېړنې پدیدې پر وړاندې د «مبارزې» هیڅ څرک نشته. د هیواد اقتصاد د مخدره توکو په تولید او قاچاق ولاړ ده. د پخوانیو جاسوسانو په وینا، سی‎آی‎ای او ام‎آی۶ په افغانستان کې د مخدره توکو د قاچاق اصلي چلوونکي دي. د دولت رسمي شمیرو پر بنسټ، زمونږ هیواد له درې‎نیم میلیونو ډیر روږدي لري چې د روږدو کسانو د کورنیو کیسې د هر ویښ وجدان لرونکي انسان په بدن لړزه راولي. له هیرویینو سربیره، د K ټابلیټ سوداګري او د چرسو آزادنه کرل و پلورل هغه بلاګانې دي چې په آسانۍ سره یې د ښوونځيو زده‎کونکي ترلاسه کولای شي او د هغوي او افغانستان راتلونکي ویجاړوي. امریکا چې د جګړې لګښت ډیره برخه نړیوال مارکیټ ته د افغانستان د مخدره توکو له لیږد څخه ترلاسه کوي، ښکاره ده چې ددغې ویجاړونکې پدیدې پر وړاندې پرته له ننداریزو تبلیغاتو بل کار نه کوي ځکه په عمل کې پوهیدلي چې یو روږدی او چرسي او بنګي ولس په آسانۍ سره د مریتوب په زنځیرونو کې ښکیل کولای او پر هغوي حکومت کولای شي.

امریکا او نورو نیواکګرو د «افغانستان خلکو سره بشردوستانه مرستو» شعار ورکړ، خو اوس د یو موټی امریکا غلامانو پرته چې د لوټ او تالان او فساد له لارې یې قاروني شتمنۍ پیدا کړي او د هیواد اقتصاد یې په پوره توګه مافیایي کړی، د افغانستان ډیر وګړي په بیوزلۍ کې ژوند کوي او په ځانګړی توګه ځوانان چې د لوږې او بیکارۍ او بې‎عدالتۍ له امله له هیواد څخه تښتي او له پولو هاخوا په دردناکه توګه قرباني کېږي.

کله چې د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ په لومړۍ نیټه، آغلې بلقیس روشن د افغانستان د پلورلو په لویه جرګه کې د «امریکا سره تړون وطن‎پلورنه ده!» شعار ورکولو سره د میلیونونو هیوادوالو د اعتراض غږ اوچت کړ، نو جرګې ته رابلل شوو اجیرانو هغه د «پاکستان چوپړه» او د «ایران جاسوسه» ونوموله او په سپین‎سترګتوب یې استدلال کاوه چې د امریکا دایمي پوځي هډې، مونږ د پاکستان او ایران او ترهګرو سازمانانو د بریدونو له ګواښ څخه ژغوري. لینا روزبه حیدری، د «امریکا غږ» دغې ویاندې، آغلې بلقیس په شهرغوښتنې تورنه کړه او د امریکا نورو چوپړانو هم هر یو په خپل وار کوښښ وکړ چې د آغلې بلقیس دغه د عدالت‎غوښتنې غږ اپوټه وښایي. خو د وخت په تیریدو د هغې حقانیت ثابت شو او یوه یوه وړاندوینه یې ریښتیا شوه. د امریکا دولت، لکه څرنګه چې وړاندوینه کیده، نه یوازې افغانستان یې د پاکستان او ایران له لاسوهنو ونه ژغوره، بلکه پر افغانستان د پاکستان توغندیز برید او پر پوله تیری او د پاکستان او ایران له لوري په طالب‎روزنه یې هم چوپتیا غوره کړه او هغوي ته په باړه ورکولو یې دا ځل په دوحه کې افغانستان د اسلام‎آباد په غوښتنه رسما د آی‎اس‎آی کوکریانو ته وسپاره. امریکا ددې پر ځای چې پاکستان ته سزا ورکړي، د اوه میلیارده ډالرو په ارزښت یې خپل پوځي تجهیزات د هغه هیواد پوځ ته ورکړل او معلومه نه ده چې نور یې څه زمونږ له بې‎دروازې هیواد څخه هغوي ته وړاندې کړي دي.

د ټرامپ اداره د جمهوري ریاست ټاکنو په درشل کې د عامه ذهنونو تیرایستلو لپاره، اعلان کوي چې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه بهر کوي. خو دا یو درواغ دي او امریکا له دې غوړې او ګټورې مړۍ او په آسیا کې د چین او روسې پر وړاندې له دې مهمې او سوق‎الجیشي سیمې څخه په دومره آسانۍ نه تېریږي. پرته له شکه د امریکا جګړه‎مار او ناتار کونکی دولت چې له اقتصادي بحران او ځنکدن سره مخ ده او کمزوري ټکي یې ټولې نړۍ ته ښکاره شوي، د لنډې مودې لپاره به د ځواکونو شمیر کم کړي، خو دومره ژر چمتو نده چې افغانستان په بشپړه توګه پریږدي مګر دا چې زمونږ د زیارکښانو د مټو په زور په شرمناکه توګه بهر وویستل شي. له بل پلوه طالب یو پردي‎پال او کوک شوې او ارتجاعي ځواک ده چې په ظاهري بڼه د امریکا پر وتلو ټینګار یې، په واک کې د آی‎اس‎آی ونډې لپاره پلمه ده حال دا چې د پردې تر شا له امریکا سره جوړجاړی لري او عملا کلونه کېږي چې د امریکا او ناتو پر وړاندې یې «جهاد» پای ته رسولی ده.

رنځیدلو هیوادوالو!

د «دوحې خبرواتر» له لارې د «سولې» تبلیغات، د ټرامپ ټاکنیز کمپاین په خدمت کې یو چل او ټګماري ده چې زمونږ ولس لپاره به د جګړې او وینې‎بهونې پای پیغام ونه لري. سوله د ملي‎ضد معاملې او پردي‎پالو وژونکو او تالي‎څټو ته په باړه ورکولو نه ترلاسه کېږي او څرنګه چې ګورو د خبرواترو او ددې ډلې ۵۰۰۰ خطرناکو بندیانو خوشې کولو ترڅنګ، د طالبانو ځناورتوب او ټول‎وژنه نوره هم زیاته شوی ده. د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په کراتو ویلي چې هیڅ بهرنی ځواک او د هغوي کورني لاسپوڅي مونږ له دې درد او رنځ څخه نشي خلاصولی، ځکه ددې ټولو ناخوالو اصلي عاملان دي او زمونږ د ولس له وینو تغذیه کوي. یوازې پوه مغزونه او د زیارکښانو ځواکمنې مټې او د نړیوالو عامه افکارو فشار کولای چې د یرغلګرې امریکا د وتلو او د طالبي او جهادي بچوڼو او اخیستل شو روڼ‎آندو د یتیم کیدو لامل وګرځي. مونږ په خپلو ځواکمنو مټو خپل برخلیک ته بدلون ورکولای شو او یوازې د یو دموکراتیک دولت په واکمنیدو چې پر سیکولاریزم ولاړ وي، کولای شو د سولې او ښیګڼې په فضا کې ژوند وکړو. یو آزاد او خپلواک افغانستان چې په هغه کې ښځې او سړي له مساوي حقونو برخمن وي او ددې خاوري ټول وګړي له قومي، دیني، مذهبي، ژبني او سمتي تبعیض څخه لری د یو بل تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۹ کال د تلې ۱۶مه – ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۷مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 558 میلمانه آنلاین لرو