د امپریالیزم او بنسټ‎پالۍ بدمرغه کړۍ یواځې زمونږ ځوریدلي خلک ماتولی شي!

د امپریالیزم او بنسټ‎پالۍ بدمرغه کړۍ یواځې زمونږ ځوریدلي خلک ماتولی شي!

د ناتارکوونکو طالبانو له بدمرغې واکمنۍ څخه یو کال تېر شو. هغه واکمني چې د امریکایي، پاکستاني او قطري واکداران له لوري د «سولې» او «جګړې پای» تر نوم لاندې د دوحې شرمناکې هوکړې په پایله کې د تاریخ کانګې‎شوو ته وبخښل شوه. د امریکا دولت چې زوال یې له لرې څرګند ده او د کرونا ناورین او د ټرامپ په نوم بلا د هغې د خوساوالي وروستۍ کچه نندارې ته وړاندې کړه، نور پر نړۍ په یواځې ځان د واکمنۍ ځواک نه لري او چیني او روسي سیالان یې پر وړاندې راولاړ شوي دي، غوره یې وګڼله چې د ژوند ادامې لپاره له خپلې جګړه‎ایزې او بشر ضد دستګاه سره افغانستان پرېږدي خو په کم لګښت او غیر مستقیم ډول خپلې منګولې زمونږ د خلکو پر ستوني ښخې کړي. امریکا او ناتو له هر وخت څخه زیات افغانستان یې د بنسټ‎پالو او ترهګرو په ځالې بدل کړ ترڅو په اوږدمهاله لوبو کې په ځانګړې توګه په آسیا کې، افغانستان همداراز د ترهګرۍ او بنسټ‎پالۍ او ځناورتوب د تولید لپاره بې‎پوښتنې ډګر پاتې شي. په دوحه کې د زلمي ذلیلزاد تر سرپرستۍ لاندې د سپینې ماڼۍ هوکړه دومره سپکه او خاینانه وه چې د امریکایي ځواکونو پخواني قومندان، ډیویډ پټریوس او د سي‎آی‎ای مشر، د «د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټول ناوړه هوکړه» او ددې هیواد د «پرځیدو» نښه ونوموله.

امریکا او ناټو په افغانستان کې په خپل شل کلن لوټمار شتون کې له ترهګرۍ سره ونه جنګېدل بلکه د ترهګرۍ ویجاړونکو ځالو څخه یې ملاتړ او هغه یې ځواکمنې کړې، او که داسې نه وي نو څرنګه شونې ده چې د لسګونو میلیارډه ډالرو وسلې او بې‎شمېره امکانات یې په یوځل سره ویره‎اچوونکو ته وسپارل چې تر دې دمه «ګواښ» ګڼل کېدل او د سي‎آی‎ای په تور نوم‎لړ کې ول. په اصطلاح د پخلاینې په لومړیو ګامونو کې، امریکا او ملاتړو ېې پلورل شوي او خاین سړي او ښځې لکه حبیبه سرابی، فوزیه کوفی، حفیظ منصور،‌ سپنتا، نادر نادری، ناهید فرید، خالد نور، شهرزاد اکبر، فاطمه گیلانی، باتور دوستم، ملالی شینواری، جمیله افغانی، شاه‌گل رضایی، ماری اکرمی او څو نورې نانځکې خنځیرو طالبانو ته ولېږلې او هڅه یې وګړه ترڅو د جهادي لاسپوڅو په څېر، طالبي چوپړان هم سینګار کړي او هغوي ته نوې څېره ورکړي، خو څرنګه چې وړاندوینه کېده د هرې ورځې په تېرېدو سره، ددوي سینګار توېږي او کرغېړن ماهیت يې راښکاره کېږي او له پوهې او پرمختګ او په ځانګړې توګه ښځو سره ددوي لېونۍ دښمني راڅرګندېږي: له زده‎کړې او کار څخه د ښځو منع کول؛ حجاب اغوستلو ته د ښځو اړایستل؛ په خاینانه ډول د میلیونونو ځوان نجونو له ښوونځي څخه راګرځول او له هغې ډلې ډیرۍ په زور واده‎کولو ته اړایستل؛ د کورنیو تاوتریخوالي او وژنو ډیرېدل؛ د معترضو ښځو بندي‎کول، ربړول، په زوره اقرار اخیستل او د هغوي ورکول؛ د ټولنې ۹۵ سلنه وکړي د بې‎کارۍ او بې‎وزلۍ کندې ته غورځول؛ د پلان شوو غلاوو او جنایتونو ډیروالی؛ د بیان آزادي او راټولیدلو او د دمکراسۍ او عدالت ټولې نښې له منځه وړل؛ پر دولتي کارکوونکو د ږیرې او پګړۍ او دیني ښوونو زده‏کړه په زوره منل؛ د پخوانیو پوځي کارکوونکو بندي‎کول او وژل؛ د جهادي او غیر جهادي غلو نازول؛ ګاونډیو هېوادونو ته د سوداګرۍ په نامه د وسلو قاچاق او ملي شتمنیو لیلام؛ او لنډه دا چې زمونږ هېواد یې د نړۍ تر ټول په بدمرغه او ناهیلی او بې‎حیثیته ولس بدل کړ.

طالبان هم د کرزي-غني لاسپوڅي دولت په څیر د ځینو ننداریو په لاره اچولو سره هڅه کوي داسې جوته کړي چې ګواکې خلک د هغوي راتګ ته هرکلی کوي. واقعیت دا دې چې د افغانستان خلک له شمال او سویل نه نیولې تر ختیځ او لویدیځ او مرکز پوري ټول له طالبانو او حقانې شبکې کرکه لري ځکه د هغوي وژنې او ځان‎وژنې او چاودنې او مریتوب ناشونی ده چې د خلکو له یاده ووځي. کونډې، یتیمان، معلولان اوس هم په بې‎وزلۍ او ویر کې ژوند کوي. بې‎امني، توکمیز او مذهبي نفاق، په ډلیزه توګه د ځوانانو تېښته، د انسانانو قاچاق، بې‎وزلي او ویجاړي، پردیو ته هیواد پلورنه او جاسوسي به زمونږ خلک هیڅکله هیر نه کړي او نه به یې وبخښي. له خاینانو او ناتارکونکو پرته د افغانستان ټولې پرګنۍ تل د یو بل په څنګ کې په ورورولۍ اوسېدلي دي او د ځمکې پر مخ د نورو زیارکښانو په څیر تل یې خپل لومړني حقونه لکه آزادي، ډوډۍ، صحت، زده‎کړه، کور او کار غوښتي دي. د افغانستان پر خلکو د طالبان او یا د بلې هر دیني او غیر دیني ارتجاعي ډلې د واکمنېدو دلیل په طبقاتي مسایلو کې ریښه لري نه په توکمي مسایلو کې. د تاریخ په اوږدو کې مو لیدلي چې په یوه نابرابره ټولنه کې ناتارکوونکي لږه‎کي په ډیرو ستمکښو او ناپوهه او بې‎اتفاقه خلکو واکمني کوي. طبقاتي مبارزه د توکمي توپیرونو په لوري کږول د امپریالیزم او د هغوي د چوپړانو یوه کرغېړنه چلوټه ده چې هر یو یې د شرمناکه ژوند ادامې لپاره له هغې څخه کار اخلي. طالبان د پښتون قوم د استازي په توګه پېژندل په دې مانا ده چې هیتلر د آلمان د خلکو او موسولیني د ايټالیا د خلکو د استازو په توګه ومنو، په داسې حال کې چې ددې دواړو فاشیستانو ډیر قربانیان آلمانیان او ایټالویان ول او دا خبره د پښتنو په اړه هم سمه ده. د افغانستان یو شمیر لیکوالان چې د هیواد د ناورین ریښه توکمي مسایل بولي او هغه هم یواځې د پښتنو واکمني ددې ناورین لامل ګڼي یا خو د پردیو څارګرو اداره له آخور څخه خوراک کوي او یا هم د سیاسي پوهې له نشتوالي رنځېږي.

د امریکا ښکیلاکګر دولت او ناټو او د هغوي د سیاست جوړونې ملاتړ بنسټونه لکه ملګري ملتونه پر خپلې چټلۍ د خاورې اچولو لپاره چې افغانستان یې دوه لاسي طالبانو ته ډالۍ کړ، له «سراسري سولې» څخه خبرې کوي چې درواغ دي. ځکه مونږه هره ورځ په پنجشیر، اندراب، بلخاب او نور ځایونو کې او په جوماتونو، درمسالونو او خانقاګانو کې د خپلو خلکو د وژنو او ربړونو او زورونو شاهدان یو، سربیره پر دې چې سوله او امنیت یواځې د جګړې د پای په مانا نده بلکه ټولنیز عدالت او د خلکو هوساینه د هغې اصلي بشپړونکي دي چې نن ورځ زمونږ ولس په بې‎سارې توګه له دې انساني ارزښتونو بې‎برخې دي. طالبان چې د بشر له ودي او پرمختګ څخه بوی هم نه وړي او ټولنه یې له حرکت او خوځښت څخه خالي کړې ده، د خلکو چوپتیا چې له کرکې او قهر څخه ډکه ده د خپل رژیم د منلو په نوم تعبیروي.

د «مالیاتو ټولول» د طالبانو بله باټه ده. طالبان، د نورو واکمنو ناتار کوونکو طبقو په څیر، مالیات د ټولنې د خوارو او نیستمنو خلکو لکه غرفه‎لرونکو، هټیوالو، لاسي‎پلورونکو، موټروانانو، ټیټ‎پوړو مامورینو څخه په زوره اخلي او ستر مافیایي شرکتونه لکه «الکوزی» او «افغان بیسیم» او نور چې له څو کلونو راهیسې یې د افغانستان د بې‎وزله خلکو له لوټلو یې چې کومې پېسې ترلاسه کړې وې، دې ځانورې ډلې ته یې باړه ورکوله او ددوي د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د طالبي اربکیو د ډوډۍ او لوجیستکي امکاناتو برابرولو مسوولیت په غاړه اخیستی وو له ریښتنې مالې ورکولو څخه معاف دي. د ټولنې پر بې‎برخې قشرونو د اقتصادي او رواني څو چند زور زیاتي سربیره، د کرزی-غني دولت ستر غله لکه د فهیم کورنۍ غړي، فاروق وردک، صدیق چکری، عمر زاخیلوال، حامد کرزی، کرام‌الدین کریم، سلام رحیمی، جنرال وزیری، کمال اصولی او نور څرګند غله چې د بویناک رژیم په سپږن پوستکي کې راټول شوي د طالبانو له لوري نازول کېږي. همدا راز د امریکا جنایت‎روزنکی دولت هڅه کوي چې د «ټول ګډونه» دولت جوړولو په پلمه، د افغانستان بې‎وزله خلکو بندې پېسې د طالب خورجین ته واچوي. د افغانستان د خلکو پېسې طالبانو ته ورکول، ددې فاشیستې ډلې کاواکه واکمني پیاوړې کوي او د پخواني دولت د جهادي او غیر جهادي مشرانو په څیر، د طالبي مشرانو جیبونه پنډوي ترڅو د ځان‎وژونکو د روزنې ترڅنګ، په دبی او دوحه او نورو ځایونو کې د چکر لپاره نوې او ښایسته کورونه واخلي. طالبي دستګاه ته په هره کچه پېسې ورکول، زمونږ له خوار ولس سره هیڅ ډول مرسته نه کوي.

د «فساد له منځه وړل» بل تیرایستونکی شعار ده چې له حقیقت سره همغږي نه لري. په تیر یو کال کې د طالبي مشرانو له پېسو سره مینه په دومره تېزۍ سره پورته روانه ده چې ډیر ژر به له فاسدو جهادیانو او تکنوکراتانو څخه مخکې شي. بډې اخیستل، د طالبي مشرانو دویم او دریم واده، د مخدره توکو قاچاق، پر ګاونډیو هېوادونو د وسلو او پوځي تجهیزاتو پلورل او د بهرنیو مرسته چور او تالان هغه بیلګې دي چې ډیر لږ یې رسنیو ته راوتې دي. په پاسپورټ ریاست کې د مردارۍ بوي دومره ډیر و چې طالبانو سم‎لاسي پر هغې سرپوښ کېښوده. طالبان هم د خپلو جهادي ورونو په څیر د «جهاد» غنیمت په راټولولو کې ډوب دي او دا خپل حق ګڼي چې له کلونو «فی‎سبیل الله جهاد» وروسته اوس باید د «بریا» له ګټو خوند واخلي او پر «زر او ځمکه او ښځه» خيټه واچوي.

رنځېدلو هېوادوالو!

په دې وروستیو کې د ایمن الظواهري او څو مشهورو پاکستاني ترهګرو وژنه چې ټګ‎مار بایډن له هغې څخه په غرور یادونه کوي د ترهګرۍ پر کنټرول هیڅ اغیز نه لري. په تېرو ۲۰ کلونو کې د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د دموکراسۍ لیږد او د افغانستان د ښځو آزادي» په نوم نه یواځې دا چې ترهګري له منځه لاړه نه بلکه ۲۱ انسان‎خوړونکې ډلې نورې هم زمونږ په خاوره کې را پیدا شوې او لا هم ډېرېږي، له همدې مخې د الظواهري وژنه بریا نه، د امریکا غولونکو سیاستونو رسوایی نندارې ته وړاندې کوي چې له شل کلن پوځي شتون وروسته، د القاعده مشر د کابل له شیرپور څخه سر راپورته کوي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په دې باور ده تر هغې چې د بنسټ‎پالو ډلو کولمه چې اوس د طالب، داعش، القاعده، تحریر ګوند او نورو ارتجاعي او ناتارکونکو ډلو په تن کې ده د هغوي د نړۍ‎خوړونکو امپریالیزم پلرونو او د سیمې د ارتجاع له کولمې څخه پرې نشي زمونږ ناتارځپلی ولس به د سولې او هوساینې مخ ونه ویني. امپریالیزم او د هغې بنسټ‎پال زامن د یوې سکې دوه مخه دي چې د یو بل شتون کله د ملګرتیا له لارې او کله د خوابدې له لارې تضمینوي. دا بدمرغه او شیطاني غوړول شوی جال یواځې د نړۍ زیارکښان د افغانستان رنځیدلي ولس په ګډون سره کولای شي په پوهه او یوځای‎کیدو او پاڅون سره وشلوي.

په تېر یو کال کې، افغانو ښځو په خپلې مبارزې او مقاومت سره وښودله چې زمونږ ټولنه اوس ټاکلې پوهې ته رسیدلې ده او هیڅ ځواک نشي کولای هغوي د تل لپاره په پنجره کې بندې کړي، د همدې ښځو سرښندنې او مقاومت وو چې طالبان اړ شول په ځینو برخو کې شاتګ وکړي او وپوهېدل چې افغانستان اوس هغه تړلې او ړنده ټولنه نده چې وکولای شي خلک یې د خرافاتو، زور او ناپوهۍ په زندان کې بندي کړي. مونږ کلک باور لرو چې د طالبانو واکمني به ډیر دوام ونکړي ځکه د تاریخ څرخ او د اکثریت خلکو د غوښتنو پر وړاندې په زور او ځپلو سره په تاریخ کې هیڅ واکمنۍ دوام ندی راوړی. طالب، لکه څرنګه چې د آی‎اس‎آی د رییس په منځګړتوب په کابل کې پر تخت کیناست، زمونږ د ولس د مقاومت په پایله کې به بېرته خپل اصلي ځای ته ولېږل شي.

ولسه! د کابل په کوڅو کې د ښځو مقاومت څخه په درس اخیستلو په پوهې، پیوستون او مبارزې سره آزادۍ‎غوښتونکې او مخکښې ډلې جوړې او د نړۍ لوټمارانو زهرجن غاښونه راوباسو او طالبي ځناور رژیم او په مورچل کې ناست نور دښمنان رانسکور کړو ترڅو د یوې هوسا او ښېرازه ټولنې زرغونېدو شاهدان اوسو.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۴۰۱ کال د زمری ۲۴مه – ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۵مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 65 میلمانه آنلاین لرو