ځناور طالبان د امریکا د امپریالیزم په ملاتړ زموږ په غم‎ځپلو خلکو واکمني کوي!

ځناور طالبان د امریکا د امپریالیزم په ملاتړ زموږ په غم‎ځپلو خلکو واکمني کوي!

د آی‎اس‎آی او سی‎آی‎ای د نازولو بچو د ویرونکي امارت درې کاله بشپړ شول. د امریکا حکومت او د ناټو هېوادونو زموږ د کړیدلو افغانانو برخلیک د ویني‎څښونکو طالبانو په لاس کې ورکړ، زموږ هېواد یې نور هم د ناپوهۍ، زورواکۍ، فقر او بې وزلۍ په کندې کې ډوب کړ او د ښځو، آزادۍ، دموکراسۍ او عدالت په زندان یې بدل کړ. په ظاهر کې داسې ښکارېدل چې امریکا او شریکانو یې واک خپلو کم‎مصرفه چوپړانو ته سپارلی و، خو د «سیګار» راپور له خپرېدو وروسته، چې په تېرو ۳ کلونو کې طالبانو ته د ۲۱ میلیارده ډالرو مرستې بیانوي، دې پایلې ته رسېدلای شو چې دا لاسپوڅي یې آن تر ګلبدین، رباني، سیاف، مسعود او د ۱۴ کلن جهاد له نورو نوکرانو هم نازولي دي. اوس په زغرده ویلای شو چې امریکا خپل غلامان بدل کړل ترڅو د خپلو نویو سیالانو په وړاندې خپلو کرغیړنو جیوپولیټیک موخو ته زموږ د خلکو په قرباني کولو سره دوام ورکړي.

د طالبانو درې کلنه واکمني، چې د امریکايي نیواکګرو او د هغوی د لاسپوڅو د شل کلن جنایت دوام دی، زموږ خلک لا نور ویرجن کړي او په دې موده کې موږ د تر ټولو ناوړه او زړه‌بوږنوونکو پیښو شاهدان یو: د نامرئي فرعون هبت‌الله په نوم د منځنیو پېړیو فرمانونو له مخې، ښځې له زده‌کړې، کار او نږدې له ټولو ټولنیزو چارو او ژوند څخه بې‎برخې شوې؛ ځوانان د ځناورو طالبانو له شره د تیښتې له لاسه له الوتکو راولوېدل؛ خلکو خپل کورونه پرېښودل او در په دره شول؛ ښځې او نارینه په عام محضر کې قصاص، سنګسار او په دُرو وهل کېږي؛ بې‎وزلي او بې‌کاري په بې‌سارې توګه زیاته شوې او هره ورځ د سوالګرو شمېر مخ په زیاتېدو دی؛ هره ورځ د پخوانیو امنیتي ځواکونو نیول، ربړول، وژل او ورک کېدل دوام لري؛ ځوانان د هېواد د بیرغ د دفاع، د موسیقۍ اورېدو یا په نورو بېلابېلو پلمو په ډزو وژل کېږي؛ معترضې ښځې د شرمخو طالبانو لخوا وهل، سپکول، زنداني، ربړول او وژل کېږي؛ طالبانو د خپلو «ولایت فقیه» ورونو په څېر د معترضو ښځو اعترافونه په زوره اخیستي او خپاره کړي؛ تازه «ګارډین» د طالبانو په زندانونو کې پر معترضو او «بې حجابه» ښځو د جنسي تیري خبرونه خپاره کړي؛ په داسې حال کې چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل کېږي، خلک په ځانګړي توګه ماشومان او تنکي ځوانان د ديني مدرسو یا د ترهګرۍ او ارتجاع ځالو ته هڅول کېږي؛ د هېواد کانونه پرته له کوم حساب ورکولو کیندل کېږي او عواید یې د طالبانو او القاعدې جیبونو ته ځي؛ افغانستان د طالب ترهګرو تر امارت لاندې د نړۍ ټولو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای ګرځېدلی؛ او ډیر نور کړاونه او ناورینونه.

د افغانستان د ټولو ورځنیو غمجنو خبرونو په منځ کې، تر ټولو زړه بوږنوونکی خبر د «هغه ویډیو چې طالبانو په زندان کې پر یوې افغانې ښځې ډله‌ییز جنسي تېری ښیي.» تر سرلیک لاندې د «ګارډین» ورځپاڼې راپور و چې د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۳مه خپور شو، دا راپور د یوې معترضې افغانې ښځې د نه‎زغملو عذاب او کړاو کیسه بیانوي. دغې معترضې ښځې د ټولنې ټول ناپاکه رواجونه مات کړل، او د ستایلو وړ زړورتیا سره یې د طالبانو د ګواښونو په وړاندې غږ پورته کړ او د دې منځنیو پېړیو ډلې جنایتکارانه ماهیت یې بربنډ کړ او په خپلو څرګندونو سره یې د طالبانو پر «۲۰ کلن جهاد»، «افغاني غیرت»، «د ولس خدمتګار» او نورو درواغجنو ادعاګانو لاړې تو کړې. دغې ښځې پر ملګرو ملتونو هم چلیپا راکاږله چې د افغانستان په روانه غمیزه یوازې په «اندیښنې څرګندولو» بسنه کوي او مسوولان یې لکه روزا اوتونبایوا (د یوناما رییسه) او رزماري دي کارلو (د ملګرو ملتونو مرستیاله) د طالبانو په سپینولو لګیا دي. باید له مدینه محبوبی، محبوبه سراج، فاطمه ګیلاني، جمیل قادري، غرزی لایق، طیبه هاشمي، زهره صبا، فریده مهذب، زهره بهمن او نورو لابیګرو څخه وپوښتل شي چې که دا ظلم ستاسو پر خور او لور شوی وای، آیا بیا مو هم دې تيري‎کوونکې ډلې لپاره لابي‌ګرۍ ته ادامه ورکوله؟

د افغانستان د غميزې پر وړاندې، نړۍ هم له بده‎مرغه د تل په څېر چوپتیا غوره کړې ده، او د افغانستان ویرجن خبرونه د اوکراین، فلسطین او د نړۍ د نورو جګړه‌ځپلو سیمو د خبرونو تر سیوري لاندې پټ پاتې کېږي. سربېره پر دې، په نړیوالو کنفرانسونو، په ځانګړي توګه په دوحه کې امپریالیستي هېوادونه او د سیمې هېوادونه د طالب ترهګرو تود هرکلی کوي او د افغانو ښځو په قرباني کولو سره د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

جهادیان، د طالبانو دا هم‌فکره وروڼه، چې په دې ورځو کې د خپلو بادارانو له خوا څنډې ته شوي دي، له خپلو طالب وروڼو ګیله لري چې ولې دوی ته په واک کې برخه نه ورکوي. لکه څنګه چې محقق د ویانا په څلورم کنفرانس کې چې د مسعود زوی تر څنګ ناست و او په جوړجاړیز انداز کې شکایت وکړ:

«موږ نه وایو چې طالبان دې له افغانستان او نړۍ څخه لرې کړو. طالبان دې په عقل راشي او د افغانستان په یوه برخه کې دې قناعت وکړي، ترڅو نورو قومونو او سیاستوالو ته هم ځای وي او ملي وحدت رامنځته شي... مخکې له سقوطه مو هم طالبانو ته ویل چې راشئ یو ځای سوله وکړو، اوس هم غواړو یو ځای ژوند وکړو، که دا کار شیخ هبت‌الله کوي او که حقاني....»

کړېدلو هېوادوالو!

افغانستان د کرغېړنو بنسټپالو او د دوی نړیوالو او سیمه‌ییزو امپریالیستي بادارانو په منګولو کې په تر ټولو ناورین‌ځپلي او وېروونکي هېواد بدل شوی دی، چې په کې د انسانیت، پرمختګ او تکامل ټولې نښې په بې‎رحمۍ سره له منځه وړل کېږي. د دې دوزخي حالت د بدلولو لپاره باید لاسونه سره یو کړو او د مبارزې ډګر ته ودانګو. د امریکا طالب، جهادي او نکتایي‎لروونکي چوپړان هیڅکله د سوکالۍ او آزادۍ پیغام راوړونکي نه‌شي کېدای، مګر دا چې زموږ بې‎برخې خلک په خپله د مخکښو او عدالت غوښتونکو سازمانونو په شاوخوا کې راټول او د تاریخ په وړاندې خپل پور ادا کړي. باید له هرې لارې د خلکو د پوهاوي، یووالي، منظم‎کولو او راپورته کېدو لپاره ګټه واخیستل شي او په دې لار کې ډېرې سرښندنې او قربانۍ ورکړل شي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۴۰۳ کال د زمري ۲۴مه – ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۴مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 57 میلمانه آنلاین لرو