د امپریالیزم، بنسټپالۍ او سړيواکۍ پر وړاندې په پریکنده مبارزې سره د مارچ اتمې د مخکښ مضمون درناوی وکړو!
- کټګوري : اعلامیی
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: یکشنبه, 18 کب 1398
د مارچ اتمه، هغه نیکمرغه ورځ ده چې د کلارازتکین له لوري په کال ۱۹۱۰ کې د «سوسیالیستو ښځو نړایوال کنفرانس» کې د زیارکښو ښځو مبارزو ته د درناوي په پار د ښځو نړیوالې ورځ په نوم وړاندیز شوه او تر نن ورځې په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي. مونږ په داسې حال کې دا ورځ لمانځو چې زمونږ رنځیدلي او کړیدلي خلک او په ځانګړي توګه ددې هیواد ښځې له ډولاډول بالاګانو لکه ښکیلاک، بنسټپالۍ، بیوزلۍ او خوارۍ، وژنو او وینېبهیدنې څخه رنځیږي. زمونږ د هیواد د بدمرغو ښځو اوس هم غوږ او ستونی پرې کیږي او جنسي تیری پرې کیږي؛ سنګساریږي او سوځول کیږي؛ هغوي له دغو کړاونو څخه خلاصون لپاره ځانسوزونه او ځانوژنه کوي؛ او په لسګونو نور ناتارونه زغمي.
د امریکا ښکیلاګر او جنایتکونکي دولت او ملګرو یې چې افغانستان د «ښځو آزادۍ» او «دیموکراسۍ صادرولو» په نوم ونیوه، د راتګ په لومړیو ورځو کې یې د دموکراسۍ او ښځو ضد ډله د «شمالي ټلوالې» په نوم زمونږ د خلکو په برخلیک واکمنه کړه. د ویکیلیکس په وبپاڼه کې د سیآیای بربنډ شوي لاسوندونه دا په ډاګه کوي چې د یرغل په پیل کې دغه سازمان د امریکا ښکیلاکګر دولت ته وړاندیز کوي چې «جګړې ته د انساني څیرې ورکولو لپاره باید د ښځو له موضوع څخه ګټه واخیستل شي.» که څه هم، د فوزیه کوفی، شینکی کروخیل، سیما سمر، ناهید فرید، زهرا نادری، صبرینا ثاقب، شکریه بارکزی او نورو نانځکو څخه یې د مجلس سینګارولو لپاره کار واخیست چې ګواکې د افغانو «ښځو آزادي» نړیوالو ته ښکاره کړي، خو واقعیت بل ډول دی. که له پخوانیو بیشمیره بیلګو څخه تیر شو او یوازې همدا درې تازه پېښې په پام کې ونیسو، کولای شو د هیواد د ښځو پر وړاندې د ناتار پر ژوروالي پوه شو: څه موده وړاندې په پارلمان کې د ماشومانو د قانون تصویب د ننداریو شاهد وو او ومو لیدل چې د قاضی نذیر احمد حنفی، مولوی ذبیحالله عتیق، اللهگل مجاهد، میرداد نجرابی په څیرو مکروبونو څرنګه ددغه قانون پر ضد خپل ستوني څیرل؛ د مجیبالرحمن په نوم ځناور په هرات کې د ښځو پر وړاندې چټلي شیندي؛ په وروستۍ پیښه کې، د امریکا ترهګرروزونکی دولت یوځل بیا د منځنیو پیړیو او ښځو ضد فکر لرونکي طالبان د خلکو پر ټپي ګردو سپروي.
رنځیدلو خویندو!
باید په یاد ولرو چې د ښځو آزادي د روزا لوکزامبورگ، مینا، مرضیه اسکویی، مونیکا آرتل، ناهید صاعد، سکینه جانسز او زرګونو نورو مبارزو ښخو د وینو په بیه لاس ته راغلې؛ باید په یاد ولرو چې د ښځو خلاصون د کلارا زتکین، اشرف دهقانی، مرسدس سوسا، ملالی جویا، انورادا گهاندی، نوالالسعداوی، بلقیس روشن، تسلیمه نسرین، کامیلا بیاخو او د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د نورو مبارزو ښځو د لوړ آواز په اوچوتولو لاس ته راځي؛ باید په یاد ولرو چې د ښځو حق د آرین میرکان، تامارا بانکی، سیمون سگوئین، نیکول فرانس او... د ټوپک د شپیلۍ له لارې لاست ته راځي؛ باید په یاد ولرو چې د ظالمو رژیمونو په ربړونخونو کې د لیلا قاسم او اعظم روحی آهنګراني د مقاومت په پایله کې د ښځو برابري لاس ته راځي. ښځې یوازې هغه وخت کولای شي له خپلو لاسونو د ناپوهۍ او ځناورتوب رنځیرونه مات کړي چې په یووالې او د یوې مخکښې ایډیالوژې په لرلو سره په خپلو مټو باور وکړي او هیڅ ښکیلاکګر او ارتجاعي ځواک هغوي له دغو کړاونو څخه نشي ژغورلی.
د افغانستان همبستګۍ ګوند
د ۱۳۹۸ کال د کب ۱۸مه – ۲۰۲۰ کال د مارچ ۸مه