د داعش جنایتونو د غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند غونډه
- کټګوري : انځورونه
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: سه شنبه, 25 چنگاښ 1398
په لوړ کيفيت سره د انځورونو تر لاسه کول
۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵مه - کابل: نن د همبستګۍ ګوند غړو د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش او د هغوي د دولتي پلویانو جنایتونه وغندل. ګډونوالو له ځانه سره پلاکارټونه لرل چې ددې ځناورې ډلې د بریدونو قربانیانو انځورونه پکې ول او د کابل پوهنتون څو تنو استاذانو او محصلانو د اعدام غوښتونکي شول چې په داعش ډله کې پر غړیتوب او څو بریدونو اعتراف کړی ده. هغوي په دغو پلاکارټونو شعارونه هم لیکلي ول: «د بیګناه هیوادوالو وینه ځناورو داعشیانو ته نه بخښو!»، «داعش د پیړې ځناوره ډله ده، د داعش ملاتړي باید وځپل شي!»، «تنظیمي او طالبي جنایتکاران او د ایران رژیم د داعش سکه ورونه وي!»، «د کوباني له جنګیالیو خلکو څخه په الهام اخیستنې باید د خپلو اولادونو غچ له داعشیانو څخه واخلو!»، «داعش د امریکا او عربستان او قطر او ترکې حرمونی اولاد ده!»، «له تعلیمي مرکزونو څخه د دین د تاجرانو لاسونه دې لنډ وي!»



په بل پلاکارټ کې چې د دوه شهیدو خبریالانو صمیم فرامرز او رامز احمدی انځورونه ول لیکل شوی وو:
«که د دوه ځوانو خبریالانو د پاکې وینې لپاره هم وي، ظاهر داعی، معروف راسخ او مبشر مسلمیار په اعدام محکوم دي!»

او همدا راز د غونډې مرکزي شعار کې لیکل شوي و:
«د "کابل په داعشګاه کې" د ویرې او ځناورتوب تبلیغکونکي باید د سلګونو هیوادوال د وژونکو په توګه اعدام شي!»

آغلې سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې له خبریالانو په مرکه کې وویل:
«نن امریکا غواړي د طالبانو پروژه پای ته ورسوي او داعش د هغې ځایناستی وټاکی او نوې بالا رامنځته کړي. حقیقت داده چې د اخوانی تنظیمونو، طالبانو او داعش ترمنځ هیڅ توپیر نشته.»

د برنامې په پای کې د ګوند یوې غړې د اعلامې ځنې برخې ولوستلې:
«زمونږ په هیواد کې، د امریکا دولت او سیآیای د پاکستان، سعودي عربستان، ایران او خپلو څارګرو سازمانونو په مرسته د افغانستان اخوانیان پنډ کړل او وروسته یې د طالبانو جوړولو پروژه پاکستان ته ورکړه. نن ورځ یې ولیدل چې له جهادي بچیانو یې خلک تر وروستي بریده کرکه لري د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي او آن د طالبانو تاریخ پای ته رسیدلی ده، باید ددوي لپاره ځایناستی وټاکي چې له همدې کبله یې د حزب تحریر، جمعیت اصلاح، داعش، د ګولن غورځنګ او نورو ارتجاعي او منځنیو پیړیو ډلو ته د ودې زمینه برابره کړه ترڅو د افغانستان د خلکو او په خاصهتوګه د ځوان کهول مغز پریمنځي او په تیاره کې وساتل شي. یواځې د دا ډول ډاډه کورنیو هډو په شتون کې امریکا کولای شي زمونږ په خاوره کې خپل بدمرغه شتون ته ادامه ورکړي. دا ډولاډول ډلې د ځینو اختلافونو سربیره چې خپل منځ کې لري خو پردیو ته په مزدورۍ کې، جنایت، بربریت، ناپوهۍخپرولو، له دموکراسۍ او ښځو سره ضد کې ټول يو شان ماهیت لري چې د ټولنې پر بدن د سرطان دانې ته ورته دي.»