د بدخشان د ښوونځیو دردناکه انځورونه

د بدخشان د ښوونځیو دردناکه انځورونه

د تجربه لرونکو ښوونکو سربیره د میز او څوکۍ، کتابتون، لابراتوار، د کمپیوټر ټولګي، شنه سیمه او ورزشي ډګرونو، تشنابونو او څښاک اوبه او... اسنتیاو څخه پرته د زده‏کړې روغ او آرامه چاپیریال ممکنه نه دی. دا د هر ماشوم د معیاري زده کړو او بشري حقونو مهم عناصر دي چې له بده مرغه، په افغانستان کې د ډیرو ښوونځیو زده کونکي، په ځانګړې توګه د بدخشان د ښوونځیو زده کونکي، له دې څخه بې برخې دي. اوس مهال، په دې ولايت کې نږدې 250 ښوونځي ودانۍ نه لري او د هغې زده کوونکې په آزاده فضا کې زده‏کړې ترسره کوي.

هغه ښوونځي چې تر اوسه جوړ شوي دي یوازې لږ شمیر زده‏کونکې یې د لمر، باران او واورې له ستونزو څخه د چت لاندی کړی دی مګر اوس هم د سمې روزنې معیارونه نه لري. تر اوسه هم، ډیری ټولګي د دیوالونو او ونو سیوري لاندې دي؛ هغه کتابتونونه او لابراتوارخونی چې د ولایتونو په یو شمیر مرکزونو کې ودانی شوي دي ډیری تشریفاتي او ننداریز اړخ لری؛ زده‏کونکو هیڅکله هم پوره میزونه، څوکۍ، کتابونه او نور توکي په لاس کې نه درلودل؛ که چیری په ځینو لږو سیمو کې انجونې ښوونځی ته د تللو همت ولری ډیری وختونه په دې لامل چې ښوونځي شاوخوا دیوالونه نه لری ځورول کیږی؛ په اوسنې پرمختللې نړۍ کې چې ټول شیان د الکترونکی کیدلو او کمپیوټری کیدلو په حال کې دي، زموږ زده‏کونکو تر اوسه پوری په خپلو سترګو کمپیوټر نه دې لیدلې، او...

پخوا به خلکو پخپله د ښوونځیو په آبادولو کې رغند ونډه لرله او ښوونکو ته د پیسو ورکړی او مرستې کولو څخه پرته، د خټو او لرګیو څخه به یې په سیمه‎ایزه توګه خونی جوړولی تر څو د دوی ماشومان د سیوري لاندي زده‏کړی وکړي مګر د انجوګانو او بهرنیو او داخلي موسساتو په ښکیلتیا سره او د دولت ناسم خبرونه او د تدریس د پراختیا او پرمختګ تر نوم لاندی دمیلیونونو ډالرو حیف و میل کیدل له یوې خوا، او له بله پلوه بیوزلي او بیکارۍ، د سیمې اوسیدونکې په ناهلیې او بدمرغۍ کې ژوند کوی.

خلک په ښه توګه پوهیږي تر هغې چې هیواپلورونکی او جنایتکاران په واک کې وي او زموږ د ماشومانو برخلیک په اړه چې هره پریکړه وکړی، هیڅکله هم د ښه‏والی تمه ترې ونه کړو. کله چې ښوونځي د بنسټپالو په مشرئ سره د دینې مدرسو تر کچې راټيټ شي، راتلونکي نسلونه به یوازی مزدوران او ناپوهه انسان‏وژونکي، د پرمختګ ضد او د ښځو ضد به وی او بس.

لاندې د بدخشان په مختلفو ولسوالیو کې د ښوونځيو د ماشومانو د دردناک حالت انځورونه درلیږم تر څو د دغه خاین دولت او سیستم کرغیړنی څیري لکه یونس قانونی او فاروق وردک چې د معارف تر نوم لاندې یې میلیونونه ډالر لوټ کړل، لاپسی بربنډی شی. کله چې دغه ښوونځیو او ټولکیو ته پام وکړی، دا جوته کیږی چې حیواناتو لپاره غوجلې جوړې شوي دي نه د ماشومانو لپاره ښوونځي. خو له بلی خوا، د هغو ماشومانو لیدل چې د ډیرو لومړنیو چوپړتیاو په نه شتون کې درس او زده‏کړی ته ادامه ورکوی، انسان ته د هیلې ځواک ورکوی چې یوه ورځ به دا په علم او پوهې باندی سمبال ماشومان، به پرینږدی چې یو جنایتکار به هم د هغوي او راتلونکو نسلونو برخلیک په خپله ولکه کې ونیسی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 717 میلمانه آنلاین لرو