په بریتانیا کې د یو اخوانې رسوایی

په بریتانیا کې د یو اخوانې رسوایی

۸۱ کلن، محمد حاجی صدیق، ځوانو انجونو ته د قرآن تدریس پرمهال یی د هغوي څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کوله چې د څلورو انجونو په شکایت سره په ۱۳ کاله بند محکوم شوی دی. صدیق د ۳۰ کالو څخه ډیر د بریتانیا – کاردیف ولز ښار په مدینه جومات کې د قرآن ښوونکې وه. قضاوت کونکې پلاوی د ۱۹۹۶-۲۰۰۶ کلونو په منځ کې هغه په شپږو بدغونو بریدنو او د جنسي تاوتریخوالې په اته مواردو باندي تورن کړی. قاضی استیفین هاپکینز امر وکړ چې هغه باید د یو بې پایه جنسي مجرم په توګه ثبت شي. قاضي په خپل وینا کې دغه مولوی ته عیاش ویلی:

«دغه څلور انجونې په حقیقت کې ډیرې زړورې دي چې نه یوازې شخصي خڼډونه بلکه کلتوري یي هم له منځه وړی دي او د رسمي شکایت او شواهدو سره یي ستاسو په وړاندی ودریدنه وکړه.»

د دعوا کونکو څخه د محکمې د پلټنو په ترڅ کې، حاجی د تدریس پر مهال د زده‏کوونکو څخه غوښتل تر څو څنګ ته یې کینې، د عنعنوي جامو په شتون سره به یی د هغوي په بدن لاس واهه او د ورنونو او پښو تر منځ یي خپل تناسلي‏غړې سولاو او د کومې تیروتنې ترسره کولو په ترڅ کې به یې هغوي په څپړو وهل او د څپړو وهلو لړۍ به تر هغه دمه ادامه درلودله ترڅو چې په سمه توګه یی ولولی. د قرباني شوو انجونو څخه یوې نجلۍ وویل د هغه جنسې ځورونو له امله چې هغه ورسره مخ شوي وه غوښتل یې ځان وژنه وکړی.

د دا ډول جرمونو ګڼ شمېر مثالونه زموږ په هیواد کې هم پیښ شوي دي. ډير ځله مو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افراطي ملایانو فزیکي تاوتریخوالې او ناوړه جنسي کټه پورته کولو په اړوند ډیر اوریدلې دي. بنسټپالان چې د اخلاقو او دینداري ډول وهي او د هغوي هر ډول فتوا او وینا یی په رنځیرونو کی د ټولنې رانغړلو پرته بل څه ندی، په خپله تر ټولو کوچنې انساني اخلاقو څخه برښمند نه دي او د لویږند (طفیلی) په څیر د خلکو وینه څښکې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 89 میلمانه آنلاین لرو