په تخار او بدخشان کې د کارګرو ماشونو ستونزمنو کارونو انځورونه

په تخار او بدخشان کې د کارګرو ماشونو ستونزمنو کارونو انځورونه

د افغانستان ماشومان همدا چې وکولې شي سم ګام واخلې، باید کار وکړی او د خپلو کورنیو لګښت په چمتو کولو کې برخه واخلې. آن په هغه وخت کې هم چې د خپلې مور په ګیډه کې وي، باید ډیرې سختۍ وګالي ځکه چې میندی یي د ناامنۍ او بې وزلۍ په چاپیریال کې ژوند کوي. زیږیدنه یی هم په غیرمعیاری چاپیریال کې د بی‏پایه رنځ او درد سره ترسره کیږی. نجلۍ کیدل یی ستونزی ډیروي. سربیره پر دی، تنظیمی جګړې، د امریکا د دولت او همکارانو بریدونه او نیواک، د طالبانو او داعش بریدونه، ځانمرګې او چاودنې چې په ورځنۍ چارو باندي بدلی شوی دي، د دې خاورې میلیونونه ماشومان یی یتیمان کړی دي چې د افغانستان په ټولنه کې په عمده توګه د کور نفقه‏راوړونکې دی؛ له دی مخې، د دغه بدمرغه هیواد تنکې ماشومانو په لاسونو کې د پنسل، کتاب او لوبو سامان پرځاي لور، څټک او تبرګي راخیستې تر څو یوه مړۍ ډوډی لاس ته راوړی. په ښارونو او کلیو کې ماشومان، د ژوندانه بې وزلۍ او نادارۍ سره لاس او ګریوان دي.

په لویو ښارونو کې، ماشومان په نانوایی، مستری‏خانه، هوټل، زرګرۍ، ټټارۍ، ترکاڼۍ، پښتګرۍ، خوږه سازۍ، کلچه‏‏پزۍ، نایي‏خانه، مسګرۍ، درزی‏خانه او نورو څانګو کې د شاګرد په توګه کار کولو ته اړ دی. زیاتره یی په هټیو کې د کار کولو ترڅنګ، د استاذانو په کور کې دراندو کارونه کول ته لکه کور ته سودا راوړل، د چت څخه د واورې پاکول، د څارویو لپاره د واښو او څړځاى چمتو کول او پاککارۍ ته هم اړباستل کیږی. دا ټول درانده کارونه، تقریبا وړیا د دوه وخته ډوډۍ ترلاسه کولو، هره اونۍ لږی پیسې ترلاسه کولو او د کسب زدکړی په بدل کې ترسره کیږی. سربیره پر دې، ماشومان په ګرځند‏خرڅلاو، جوالې‏ګرې، ریړي ‏په ګرځولو، موټرو‏ په پریمنځلو، ترکاری په خرڅولو، بوټانو په رنګولو او لسګونو نورو کسبونو باندی بوخت دی. په کلیو کې هم وضع ډیره ښه نه ده. هغوي باید د شپون، مزدور (په شمال کې په خورته باندی مشهور دی) او بزګر په ډول کار وکړی او د خسو په راټولو کې برخه واخلې.

د ماشومانو جنسي ځورونه، د پاکستان په مدرسو کې زدکړه او د کوڅو ماشومانو ستونزې د هغوي په وړاندی له نورو خنډونو څخه دی چې جلا پلټنې او لیکنې ته اړتیا لری. د ماشومانو بې‎وزلی او بدمرغۍ د افغانستان ټولو ملیتونو ځیګر ټوټې په بر کی نیسی. د هغوي ستونزی او لالهاندی د هغوي په قوم او ملیت پوری اړه نلری او د کورنیو اقتصادی وضعیت یی تعیینونکې دی. ځینې انځورونه تاسو ته در استوم چې په بدخشان او تخار کې د ماشومانو ستونزمنو کارونو آزانګه کوي:

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 748 میلمانه آنلاین لرو