په افغانستان کی د امریکا وسلو آزموینې غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند غوڼده


لوړ کیفیت انځورونه ترلاسه کړئ


1396 کال د ورِ 27مه (2017 کال د اپریل ۱۶مه) – کابل: نن د همبستګۍ یو شمیر غړو د یوې اعتراضی غونډې په ترڅ کی په ننګرهار ولایت اچین ولسوالی د امریکا نیواکګر دولت له لوری د «بمونو مور» په نام ستر بم غورځول وغندل او د امریکا او د هغې له لاسپوڅي دولت څخه یی خپله کرکه څرګنده کړه. د غونډې ګدون‎والو له ځانه د امریکا سیاستونو ضد شعارونه او د افغانستان خلکو بدمرغیو انځورونه وړل. په ورته وخت یو شمیر هم ورکول کیدل: «نه امریکا، نه بنسټ‎پالي – واک د خلکو په لاس!»؛ «په افغانستان کی د ویرونکو وسلو آزموینه جنایت دی – جنایت دی جنایت!»؛ «د بنسټ‎پالۍ پر ضد د امریکا جګړه دوکه ده!»؛ «په افغانستان کی د جګړې اصلی لامل امریکا ده!»؛ «طالب او داعش د امریکا زیږنده ده!»؛ «لنډ دی وی د امریکا او د هغې د چوپړانو لاسونه زمونږ له هیواد څخه!»؛ «راپاڅیږۍ راپاڅیږۍ، چُپتیا کی ذلت دی».

وروسته د سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې، په خپلو خبرو کی وویل چی د ختیځ او لویدیځ سیالیو په منځ کی هره ورځ زمونږ هیواد د بدمرغۍ کندی ته روان دی:

«پر افغانستان د امریکا له تیري څخه څوارلس کاله تیر شول. نیواکګر د «ترهګرۍ سره مبارزې» تر نامه لاندی ډګر ته راغلل او دغه هیواد د بی‎دفاع خلکو په هدیره بدل کړ. د امریکا او ناتو ځواکونو له لوری د ۲۵۰ افغانانو وژل کیدل، د هیواد په ګوټ ګوټ ویجاړونکی بمبارونه، د کیمیاوی بمونو آزموینه، او اوس هم د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کی تر ټول ستر بم د «بمونو مور» په نامه غورځول د بی‎۲۵ دیموکراسۍ لاسته‎راوړنه ده چی لاسپوڅی دولت او د هغوی چوپړ روڼ‎آندی په سپین‎سترګتوب له خلکو غواړی چی د امریکا جنایتکاره پوځ څخه منندوی اوسو. او له دغې آزموینې څخه یی هرکلی وکړ او خلکو ته وای چی ګواګی هیڅ ملکی مرګ‎ژوبله یی نلره بلکه داعشیان یی وژلی دی. د ملی ځناورتوب دولت له امریکا سره د مریتوب هوکړې په لاسلیکولو او د بادارانو ددغه آزمایښت په تاییدولو سره یی، زمونږ د ولس په حق کی ستر خیانت ترسره کړ. خو د افغانستان خپلواکۍ‎غوښتونکی او آزادۍ‎غوښتونکی خلک باید ددې ویجاړونکی خطر په درک کولو سره پرې‎نږدي چی هیواد یی د ختیځ او لویدیځ د وسلو د سیالیو په انډوخر کی وځپل شي.»

د غونډې په لړ کی محمود، د کابل ښار له دردیدلو ښاریانو څخه یو تن خپل درد د یو شعر په چوکاټ کی بیان کړ. ددې ترڅنګ د ګوند ځوانانو، د «ټولو بمونو مور» یوه بیلګه یی جوړه کړی وه چی ټرامپ، غنی او عبدالله هغه په موسکا او مکیز سره په خپلو اوږو لیږداوه او پری ویاړ یی کاوه، چی په حقیقت کی زمونږ د هیواد د بی‎ګناه انسانانو پر وینو ملنډې وهلو ښکارندوی وه. غونډه د اعلامې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 225 میلمانه آنلاین لرو