په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون

په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریونپه پلاکارد کې: «آمریکا هیڅکله لویه نه وه» ( د ټرامپ مرکزی شعار ته اشاره «امریکا یو وار بیا لویه کړو»)

د ډونالډ ټرامپ د لوړی مراسمو ترسره کولو سره سم، نږدې د امریکا ټول ښارونه د هغه سره په مخالفت د پراخه لاریونونو شاهد وو. سپینۍ مانۍ ته د ټرامپ د ننوتلو څخه یوازی یوه ورځ وروسته، په ټوله امریکا کې د دوه میلیونو څخه ډیرو تنو لاس په لاریون پوری کړ چې په چارو کې په ځانګړی توګه په واشنګټن ډی.سی کې تاوتریخوالې سره مخ شو او پولیسو سلګونه تنه ونیول. او د دی سره سم د نړۍ په بیلا بیل ښارونو کې د ټرامپ په وړاندی لاریونونه په لاره واچول شول.

په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون

په دغه لاریون کې د امریکا پیژندل‏شویو څیرو څخه یو شمیر هم ګډون درلود. په واشنګتن کې په اعتراضی برنامه کې چې په هغی کې د ۵۰۰زرو تنو په شاوخوا کی ګډون کړی وو، مایکل مور، مادونا، آلیشا کیز، جین فوندا، اسکارلت یوهانسون او نورو ګډون درلود. مادونا د ټرامپ په وړاندی د یوی سندرې د ترسره کولو په خوا کې، هغه ته داسېسپکې سپورې وویلی چې د امریکا تلویزیونونو د پروګرام په ژوندې بڼه خپرول ودرول.

د ټرامپ په وړاندی د ښځو له لوری د نړۍ تر ټولو ستر کمپاین د «ښځو د مارش» تر سرلیک لاندی په لاره واچول شو چې هغه یی د ښځو دښمن او یو توکم‏پال کس وباله. ټرامپ چې پر ښځو باندی د تیرې په لامل د ښځو د حقوقو د مدافعانو ترینه کرکه لرله، د هغې څخه یی وروسته د ټولو ښځو غوسه راوپاروله چې د «واشنګتن پوسټ» ورځپاڼې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۷ نیټه یی د هغه یوه ویډیو خپره کړه چې د ښځو پر ضد یی په ناوړه او چټلو ادبیاتو خبری کولی. په دغه ویډیو کې چې په ۲۰۰۵ کال کی یوی رسنیزې مرکې د ترسره کولو څخه وړاندې په داسی حال کې چې د خپل غږ د ضبط کیدو ته یی پام نه وو اخیستل شوی، د ښځو سره د جنسی اړیکو او دهغوی په دام کې رانیولو څخه یی خپل خاطرات وویل او وایی «کله چې تاسي یو ستوری اوسی، ښځې به تاسی ته اجازه درکړی هر کار چې وغواړی د هغوې سره یی ترسره کړی». او د دي په خوا کې هغه په ډیر ویاړ سره د ښځو پر جنسی غړو د لاس وهلو څخه خبری کوی. که څه هم ټرامپ د دغه څرګندونو په لامل بخښنه وغوښتله، خو هیچا ته یی قناعت ورنکړ.

په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون

ایو انسلر، د امریکا نامتو لیکوال او لوبغاړی د «ګاردین» په یوه مقاله کې د «ګارډین» په ورځپاڼه کې (د ۲۰۱۷ کال د جنوری په ۲۱) یی ښځې د امریکا واکمن سیستم په وړاندی ودریدنو ته راوبللې، ټرامپ یی د ښځو لپاره تر ټولو لویه خپسه ونوموله:

«موږ د شتمنې نابرابره او ناروغ سیستم په وړاندی لاریون کو چې په هغه کې یوازی اته سړی د ۶/۳ میلیارد تنو په کچه شتمنۍ لری».

او د دي سره سم یو شمیر د بشر حقونو د فعالانو د هغه د ګوښه‎کولو لپاره د لاسلیکونو د راټولولو لپاره یو کمپاین پیل کړی، ټرامپ د ولسمشری لپاره یو فاشیست او ناوړ کس ګڼې.

د دغو لاریونونو څپې ادامه لری او امریکا ځینې روڼ‎اندي څیړونکې وړاندوینه کوی چې د ټرامپ د کار پیل کولو سره سم د پاڅونکونکو غورځنګونو نوی څپرکې به له ځان سره ولری.

په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
پلاکارد: موږ غلې نه پاتي کیږو!
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
پلاکارد: ټرامپ یو توکم‏پالونکې خنځیر دی!
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
پلاکارد د ټرامپ انځور سره: زما ولسمشر نه دی!
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
پلاکارد: ډونالډ ټرامپ ډیپورټ کړی!
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون
په ټوله امریکا کې د ډونالډ ټرامپ په وړاندی میلیونی لاریون

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 605 میلمانه آنلاین لرو