پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول

پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول

۱۳۹۵ کال د تلې ۱۵مه (۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۶مه): د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» یو شمیر ځوانان د ښار په ګڼو سیمو کی د شعارونو په ځړولو سره، پر افغانستان د امریکا او ناتو ۱۵مه کلیزه وغندله. دغو پوسټرونو کی چی د امریکایی نیواکګرو د جنایتونو انځورونه او شعارونه یی لرل، خلک یی د امریکا او د هغوی طالبی او غیر طالبی چوپړانو پر وړاندی مبارزې ته هڅول. یو شمیر انځورونو په پکتیا او جلال‎آباد کی د امریکا له وړندو بمباریو څخه پرده اوچتوله چی د لاسپوڅی دولت او رسنیو له لوری پټ ساتل شوی وه.

د همبستګۍ ګوند ریښتینی سوله د خلکو په ښیرازۍ او له هر ډول نیواک څخه په آزادۍ کی وینی او تل یی د امریکایی نیواکګرو ځواکونو او د هغوی چوپړانو شتون پر وړاندی آواز اوچت کړی او خلکو ته یی پوهاوی ورکړی دی. مونږ په دی باور یو چی د ځناورو طالبانو بی‎مخینه ځواکمندیل، د داعش سر پورته کول، له جلاد ګلبدین سره معامله، د ټولنی مافیایی کیدل او ترهګرۍ لوړوالی او جګړه او وژنې او د ولس بدمرغۍ دا ټول د امریکا او د هغې د ملاتړو شیطانی کړنلاری دی او تر هغې ورځې به دوام ومومی ترڅو د نیواکګرو جنګي هډې دلته شتون ولری. د یو بیروني جنګ‎بلونکی ځواک تر واکمنۍ لاندی، هیڅ ولس آزادۍ او نیکمرغۍ ته ندی رسیدلی او نه به ورسیږي.

پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول
پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول
پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول
پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول
پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول
پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول
پر افغانستان د امریکا یرغل کلیزی غندلو په موخه د پوسټرونو ځړول

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 699 میلمانه آنلاین لرو