له گلبدین راکتیار سره د شرمناک تړون پر وړاندی د همبستګۍ ګوند احتجاجی غونډه

‎‎له گلبدین راکتیار سره د شرمناک تړون پر وړاندی د همبستګۍ ګوند احتجاجی غونډه

لوړ کیفیت لرونکی انځورونه


۱۳۹۵ کال د تلې لمړۍ نیټه (۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲۲مه): د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» یو شمیر غړو او د کابل ښاریانو له وینه‎څښونکی ګلبدین سره د «سولې» تړون پر وړاندې غونډه وکړه. ګډون‎والو شعارونه ورکول چی ګلبدین او د هغه د جرم ملګري به هیڅکله و نه بخښي او دهغه راتګ په دولت کی د جنایتکارانو د کړۍ بشپړولو پرته بل هیڅ شی له ځانه سره نلری. د افغانستان د همبستګۍ ګوند ریښتینې سوله یوازی د جنایتکارانو په محاکمه کولو او د هغوی په ګوښه کولو کی وینی او وړاندی یی هم د تنظیمی جنایتکارانو پر وړاندی خپل غږ اوچت کړی دی.

سیلی غفار، د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» ویاندې په دغه غونډه کی په خپله وینا کی له ګلبدین سره د «سولی» تړون د امریکا له پردې ترشا برنامه و ګڼله:

«باید په دې پوه شو چی د ګلبدین، دغه کرغیړن، وینې څښکونکی، خاین او خوسا شوی مړي، راوړل د امریکا پټه برنامه ده. په تیرو ۴۰ کلونو کی دغه د پاکستان په لاس روزل شوی، د سی‎آی‎ای بهترین چوپړ و او اوس هم امریکا د خپلو نیواکګرو سیاستونو پرمخ‎وړلو لپاره له حزب اسلامی څخه بل خاین او چوپړ ځواک نشی موندلی. امریکا دغه داړونکی ګوند ته په غاړه ورکولو سره، زمونږ د ولس پر وړاندی له هغه څخه وروستۍ ګټه اخلی...دغه ګوند که تراوسه غیر قانونی ناتار کاوه له دی وروسته به د نورو جګړه‎مارو په څیر، په قانونی توګه خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي.»

د غونډې په لړ، د حزب اسلامی یو شمیر غړو غوښتل چی د لاریون مخه ونیسی، هغوی خلک و ګواښل. خو د ګوند غړو او امنیتی ځواکونو د هغوی مخه ډب کړه.

د غونډې په پای کی، سیلی غفار وویل:

«له راکټیار او نورو جنایتکارانو سره هر ډول معامله زمونږ له خلکو سره خیانت او د بشر حقوقو لومړني اوصولو تر پښو لاندی کول دي. سوله د عدالت په قربانی کولو سره هیڅکله لاس ته نه راځي. هماغه ډول چی په تیرو ۱۵ کلونو کی د جنایتکارانو بخښلو او هغوی ته د مهمو دولتی څوکیو سپارلو افغانستان په وژن‎ځای او فساد‏خونه بدل کړ، د ګلبدین راتګ به زمونږ هیواد نور هم ویرجن او ویجاړ کړي.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 342 میلمانه آنلاین لرو