د خاینانو تر منځ خبرې له سولې پرته په هرڅه ختمېږي
- کټګوري : د ګوند لید
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: پنج شنبه, 05 وری 1400
له څو کالو راپدېخوا امریکا او مرییان یې د «سولې خبرو» نغاره غږوي تر څو د جګړې پای لپاره زمونږ د خلکو له تلوسې څخه ناوړهګټه پورته کړي، خپلې ښکیلاکګرې کړنلارې په آرامه سره زمونږ په هیواد کې پلې کړي. له دې خبرو اترو د حزب اسلامی او طالبانو ترهګرو ډلو او د هغوي پاکستاني او امریکایي بادارانو په پوره ډول ګټه پورته کړه، خو زمونږ خلکو لپاره یې له جګړې او ویرې، چاودنو او ځانوژنو، په کلیو او ولایتونو کې کور په کور جګړې، پرلپسې وژنو، د خلکو ۶۰ زره بچیانو وژنه چې له بېوزلۍ او بېکارۍ د امنیتي ځواکونو لیکو ته تللي ول او له ډیرو نورو ناورینونو پرته هیڅ ګټه نه لرله. په ځانګړې توګه په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو ددې لپاره چې د خبرواترو له میز څخه ډیر امتیازات تر لاسه کړي، د خپلو ځناوریزو بریدونو په ډیروالي سره یې خلک دومره ستړي او ستومانه کړل چې له دې ځناورخویه ډلې سره له هر ډول کرغیړنې معاملې ته راضي کېږي.
په دې وروستیو کلونو کې د ګلبدین او طالبانو کرکجنو بانډونو او د هغوي پاکستاني او امریکایي اربابانو زیات امتیازات ترلاسه کړل: د «کابل قصاب» سره شرمناکه معامله او په کابل کې د نانځکې په څیر د هغه ټومبل، د طالبانو منځنیو پیړیو ډلې ته نړیوال مشروعیت ورکول، له ګوانتانامو څخه د ترهګرو سرلاري انس حقانی او د طالبانو څو تنه سرجنایتکارانو خوشې کول، د راکټیار ګوند په سلګونو تنو ترهګرو خوشې کول، زمونږ پر خلکو پر یو ځل د پنځهزره طالبي انسانوژونکو خوشې کول، د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د «جهاد» پای اعلان او د ناتو او امریکایي ځواکونو مرګژوبله صفر ته راښکته کیدل، د پاکستان پوځیانو د توغندیو توغولو او مزي تیرولو پر وړاندې په بېشرمۍ سره د حکومت چوپتیا او نور....
زلمی خلیلزاد چې څلویښت کاله کېږي د افغانستان او خلکو ته د خیانت په لاره کې ګام اخلي، د بن په کنفرانس کې زمونږ هیواد جهادي لیوانو ته وسپاره او اوس د سپینې ماڼۍ ګټو لپاره هڅه کوي چې پرديپاله وینيڅښونکي لکه انس حقانی، ملابرادر، ملافاضل، عباس استانکزی، امیرخان متقی، ملا سلام حنفی، ملا وثیق، ملا خیرالله، ملا دلاور او نور زمونږ پر خاوره او خلکو واکمن کړي.
د ښکیلاکګرو هیوادونو استازي او په ځانګړې توګه زلمی خلیلزاد، چې د ټولو ترهګرو او جنایتکاره ډلو نکاحپلار ده، پرلپسې د افغانستان خلکو په غوږ کې دا زمزمه کوي چې «له طالبانو سره د سولې دغه بېسارې موکه له لاسه ورنکړي». خو دا موکه د افغانستان خلکو لپاره نه بلکه پردیو او د هغوي مرییانو لپاره ده چې د افغانستان او د هغې شتمنۍ په بیا ویش کې چنه ووهي، او له غلو او وژونکو او د آیاسآی او واواک له ځامنو جوړه یو ګډوله د موقت حکومت پر نوم زمونږ پر خلکو راوتپي.
غني که څه هم له موقت حکومت سره په ظاهري ډول مخالفت کوي، خو د هغه او هر لاسپوڅي واکمن تاریخ دا ښودلې چې «سره کرښه» یې د بادار په یو غوږتاوي سره په «ژیړه کرښه» بدلېږي. د «جمهوریت» له پلویانو باید وپوښتو چې: په داسې وضعیت چې په بامیانو کې یوه مور ددې لپاره د خپل زړه ټوټه پلوري تر څو د نورو خیټه مړه کړي، په کابل کې وحید الله او د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې یو پلار د بېوزلۍ له امله ځانوژنه کوي، تاسو دومره بېوجدانه او بېشرمه کېږئ چې ځانته اجازه ورکوئ چې ۱۸ ډوله غوښه زهر او مرګ کړئ او په میلیونونو نورو افغانیو ترکاري او له هغې ډلې دانهلرونکي او بېدانې لیمو واخلئ. ستاسو ټوله اندیښنه داده چې څرنګه له ۹۱ کوډ، د کرونا له بودجه، «ولس دسترخوان»، حکومتي ګټهلرونکو تړونونه، د ګمرک عواید او... تالان کړئ له خلکو سره هیڅ همدردي نه لرئ او نه د هغوي برخلیک تاسو ته ارزښت لري. تاسو چمتو یاستئ چې د چوکۍ او مقام په بدل کې پر جمهوریت او هر انساني ارزښت لاړې تو کړئ. تاسو د «جمهوریت» ساتونکي نه بلکه هغې ته خاینان شمیرل کېږئ کنه هیڅ وخت نه چمتو کیدئ چې د راکټیار په څیر خاین سره چې ټول عمر د دموکراسۍ او جمهوریت پر وړاندې جنګیدلی او وینه یې بهولې، خوښ او خوشاله ښکته او پورته شئ او آن دا کرغیړن له ځانه سره د مسکو کنفرانس ته بوځئ.
میرالرحمان رحمانی، جهادي شوی پرچمي خپلو طالبي ورونو ته هرکلي لپاره چمتووالی نیسي.
له موقت حکومت څخه جهادي مافیاسالاران او هغوي ننګه کوي چې حرامه او بادراوړې پانګه یې د طالبانو په راتګ سره له ګواښ سره مخ کېږي او اوس غواړي د خلکو په قرباني کولو سره، د طالبانو غوښتنو ته لبیک ووایي ترڅو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اداره کې ځانته یو ځای پیدا کړي. په مسکو او دوحه کې د طالبانو ځانپلورونکو استازو ته د جهادي مشرانو لکۍ خورول او سرکوزي د همدې لپاره ده. رحمان رحمانی، ولی مسعود، راکتیار، عبدالله، خلیلی او ددوي څیر خلکو خوله چې په اسلامآباد کې خوږه شوه د «موقت حکومت» شعار یې ورکړو، او د ډالرو او فساد امپراتورۍ ساتلو لپاره د پاکستان او د هغوي طالبي کوکریانو هر امر منلو ته چمتو دي.
د مسکو او استانبول غونډې له تیرو سره هیڅ توپیر نه لري. امریکا او هغه هیوادونه چې د افغانستان خلکو ته د ګټې رسونکو څیره یې غوره کړې او ددې غونډو کوربهتوب کوي، ټول زمونږ په هیواد کې پر خپلو ګټو پسې دي او بس. په دې غونډو کې د افغانستان خلک هیڅ استازی نه لري او ټپوسان د هغوي پر ځای پریکړې کوي. ددې غونډو خوساوالی له دې څخه اټکل کولای شو چې کرغیړن عناصر لکه کرزی، دوستم، ګلبدین، عبدالله، خلیلی، ستانکزی او د هغوي د جرم شریکان ګواکې د «امارت» پر وړاندې د «جمهوریت» ساتونکي کېږي، په داسې حال کې چې دوي ټول د ملابرادر همفکران دي، تاریخ یې له طالبانو څخه لا زیات خونړی او له خیانته ډک دی. دوي خپل د امریکا او پاکستان او نورو لاسوهونکو هیوادنو ډول ته نڅیدلي او زمونږ بدمرغه خلکو سره هیڅ ډول خواخوږي نه لري.
په ځانګړې توګه د استانبول کنفرانس د فاشیست اردوغان تر مشرۍ لاندې چې خپله د بنسټپالانو او د افغانستان د وژونکو ملاتړی ده د منلو وړ نده. د اردوغان تر مشرۍ لاندې د ترکې عدالت او پراختیا اخواني ګوند زورواکی رژیم د داعش له ملاتړو څخه ده، د سوریې او عراق مبارزو کوردانو پر وړاندې ښکاره او خونړۍ زورواکي او دننه په هیواد کې ځپونکي سیاستونه، په سیمه کې هغه په تور داغ بدل کړی. له داسې مرتجع او ترهګرروزونکي دولت څخه تمه نشو کولای چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې او سولې لپاره دې هڅه وکړي.
امریکا د بل هر ښکیلاکګر هیواد په څیر، ددې لپاره چې د افغانستان خلک مریتوب منلو ته چمتو کړي، د «بد» او «بدتر» ټاکلو تر منځ رانیسي، په داسې حال کې چې دواړه سناریو د امریکا په لاس جوړې او د خپلو اوږدمهاله ګټو په پام کې نیولو سره یو پر خلکو تپي. او ددې لپاره چې خلک وشیندې او د هغوي پيوستون او انقلابي مبارزه راکمه کړي، د انګریزي دسیسو په کارولو، قومي، ملیتي، مذهبي، سیمهایزو او ژبنیو توپیرونو ته لمن وهي یو له بل سره جنګوي.
زمونږ خلک باید له تاریخ څخه درس واخلي چې په تیرو څلویښت کلونو کې، د ملګرو ملتونو یا ګاونډیو او یا غربي هیوادونو په مشرۍ ډولاډول کنفرانسونو او خبرو او د هوکړهلیکونو لاسلیک هیڅ مثبته پایله نه لرله ځکه دا ټولې غوڼدې د خاینانو او جنایتکارانو او د هغوي بهرینو واکدارانو تر منځ وې چې هر یو د خپلو ګټو او څوکۍ ته رسیدو لپاره چنه وهله او له ځپلشویو خلکو سره یې هیڅ ډول خواخوږي نه لرله. دا تازه خبرې هم له دې امر څخه خالي نه دي. امریکا د بن کنفرانس د خیانت په دوام چې افغانستان یې د «شمالي ټلوالې» لیوانو او خپلو تاليڅټو تکنوکراتانو ته وسپاره، بیا هم کوښښ کوي چې زمونږ خلک د آیاسآی او د هغوي غلامونو پښو لاندې قرباني کړي. باید ددې خونړۍ او خاینانه توطئه پر وړاندې مقاومت وکړو او په کراره کښېننو ځکه هغه څه چې له دې جوړجاړي څخه راوځي سوله نه بلکه په هدیره د افغانستان بدلېده او کابل سپیتانه جګړو پېړۍ ته ستنیدل او طالبانو د تیارو او ځناورتوب واکمنۍ تکراریدل دي، هغه طالب چې په تیرو څو میاشتو کې وښودل چې هماغسې خونړی او د انسانیت ټولو نښو کلک دښمن ده. یواځې د ګوتو په شمیر پلورل شوي روڼآندي او د حبیبه سرابي، فوزیه کوفي، فاطمه ګیلاني او ددوي په څیر کرایي نانځکې دي چې کوښښ کوي طالبان اهلي شوي ښکاره کړي. خو زمونږ خلک چې د خپلو بچیو وینې د ځناورو طالبانو پر سر او مخ ویني، دغه وطنپلورونکي ځناور په هیڅکله ونهبخښي.
تر هغې چې د افغانستان خلک خپله پوه او یولاس نشي او د یو عدالتغوښتونکي او مخکښ ګوند تر بیرغ لاندې د ډولاډول بنسټپالۍ او د هغوي امریکایي، پاکستاني، ایراني، عربستاني، ترکي او... ملاتړو پر وړاندې ونه جنګېږي، د افغانستان له روان ناورین څخه د خلاصون بله هیڅ لاره نشته. نو د بنسټپالۍ او امپریالیزم ضد هر عملي حرکت پوههورکونکی او اغیزمن ده. باید مخکښ او عدالت او دمکراسۍ پلوه عناصر د خلکو په پوهولو او راټولولو کې په هره کچه چې شوني وي کوښښ وکړي ځکه یواځي یو پراخه ولسي غورځنګ کولای شي چې د ملي خاینانو او ښکیلاکګرو واکمني پای ته ورسوي. له دې پرته زمونږ په هیواد کې سولې او نیکمرغۍ ته د رسیدو لپاره بله هیڅ منځنۍ لاره شتون نه لري.