درواغجنه سوله زمونږ د ولس د رنځونو درملنه نشي کولای

درواغجنه سوله زمونږ د ولس د رنځونو درملنه نشي کولای

په دې ورځو کې د امریکا او لاسپوڅي دولت له جاروهونکو سربیره یو شمیر ولس‌غولونکي عناصر د «شنونکو» او «کارپوهانو» تر نوم لاندې له طالبان سره د «سولې راتګ» په اړه خلکو ته داسې سره او زرغون باغونه انځور کوي چې ته به وایې د امریکا او غرب له لوري د دوه لسیزې نیواک او وینې‌بهیدنې وروسته، بنجړتار سپړل شوی او د افغانستان خلک به د سولې او نیکمرغۍ لیدونکي وي. باید هیر یې نکړو چې له «امریکا سره د امنیتي تړون» او د ګلبدین له فاشیست ګوند سره تر جوړجاړي وړاندې هم د همدا ډول تبلیغاتو، د عامه فکر خرابول او نندارو لیدونکي وو خو په عمل کې یې ولس ته د جګړې او بدمرغیو له زیاتیدو پرته بل زیری نه درلوده.

په تش‎خیال که چیرې طالبان له جګړې او تاوترخوالي څخه لاس واخلي، امریکا له خپلې زیرمې د داعش په څیر بله ډله ډګر ته رااوباسي ځکه د خپل ژوند پرمخ وړلو لپاره ځانته خیالي دښمنان جوړوي.

له دغې امریکایي سولې او ټاکنو سره به، آیا زمونږ خلک د آرمتیا او ښې‎ورځې وویني؟

څرنګه چې اوباما د جمهوری ریاست دویمې دورې ګټلو لپاره د اسامه بن لادن کیسه ختمه کړه؛ ټرامپ هم لومړی د ابوبکر البغدادی ډرامه ختمه کړه او اوس کوښښ د طالبان پروژې ته چې خپله یې په لاره اچولې وه، بل رنګ ورکړي، ځکه ښه پوهیږي د تیرو ټاکنیزو ژمنو په څیر، د امریکا خلک له رنګارنګ ناورینونو سره مخ دي، دسترخوانونه یې خالي شوي او د بی‎کوره وګړو شمیر په هغه هیواد کې زیات شوی دی. له همدې کبله باید له بلې دوکې څخه کار واخلي ترڅو په راتلونکي ټاکنو کې بریالی شي. له همدې امله یې میلیونونه ډالر د خلیلزاد په واک کې ورکړي تر څو د طالب مشرانو په مرسته یوه موسمي او ننداریزه «سوله» په افغانستان کې راولي چې ټرمپ د «امریکا اوږدې جګړې ختمونکي» لقب په اخیستلو پر خپلو سیالانو برلاسی شي. همدا ده چې د سراج‎الدین حقانی د زرګونو بی‎ګناه انسانانو وژونکي نوم چې د امریکا دولت د هغه پر سر لس میلیونه ډالر جایزه ټاکلې وه، یوځل د «نیویارک ټایمز» مجلې د مقالې په سر راښکاره کیږي چې په قوي ګمان د پاکستان آی‎اس‎آی په دفتر کې لیکل شوی چې له دغه «بد ترهګر» څخه د «ښه ترهګر» جوړولو لپاره زمینه برابره کړي. د څو وروستیو میاشتو په لړ کې له طالبانو سره په ښکاره د امریکا او خلیلزاد ځان او ځیګر کیدل، د هغو اروپا میشتو لیکوالانو پر خوله سپیړه ده چې د چپ او انقلابی ادعا په لرلو سربیره، داسې کم‎اصل او بی‎عقل کیږي چې د «امریکا پر وړاندې د طالبانو نسبی مقاومت» اصطلاح کاروي او دغې جنایتکاره، مزدورې او د منځنیو پیړیو ډلې ته «ملي» باور ورکوي.

له ښي چپ لوري ته: فوزیه کوفي، لیلا جعفري، ماری اکرمي د دوحې په کنفرانس کې.
له ښي چپ لوري ته: فوزیه کوفي، لیلا جعفري، ماری اکرمي د دوحې په کنفرانس کې.
تاسو دومره سپک یاست چې د بهرني سفر او په پنځه ستوري هوټل کې اوسیدو او د څو زره ډالرو په بدل کې مو خپل شرف او وجدان تر پښو لاندې کړ، خو هغه ورځ راتلونکې ده چې د افغانستان ښځې به د زرمینې، فریدې، تبسم او زرګونو نورو ښځو چې د طالبانو د ځناورتوب ښکار شوي غچ اخلي او هغه وخت به تاسې نانځکې هم د عدالت له منګولو ونشئ تښتیدلای.

د امریکا اوربلونکي دولت، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان له نیواک څخه وروسته، د خلیلزاد په مرسته د جهادي تنظیمونو مشران- هغوي چې تر پرونه یې دموکراسي د کفر سره برابره ګڼله او آن د ښځو د بوټانو غږ اوریدل یې حرام بلل – په یوه شپه کې دموکرات او د ښځو حقونو ملاتړو په نوم د بن کنفرانس لپاره سینګار کړل، اوس هم خلیلزاد د افغان جنایتکارانو نکاح‎پلار ته یې دنده ورکړې چې ځناور او د ښځو ضد طالبان په دوحه کې سینګار کړي او نړیوال رسمیت ورکړي. د همدې موخې لپاره، له بی‎وجدانه ښځو لکه فوزیه کوفی، حبیبه سرابی، شاه‌ګل رضایی، زینب موحد، اصیلا وردک، ماری اکرمی، جمیله افغانی، لیلا جعفری او څو نورو نانځکو څخه پّ ګټې اخیستلو د افغانو ښځو استازو په نوم د شیرمحمد عباس ستانکزی، ملا برادر، عبدالسلام حنفی، سهیل شاهین او نورو شرمخان په څنګ کې کښینوي تر څو د ښځو او انسانیت دغه دښمنان د «بدل شوو» او متمدن انسانانو په څیره کې ښکاره کړي. ملالۍ شینوارې د ارګ سینګارتوکې په څیر داسې خپل ضمیر تر پښو لاندې کوي چې آن د طالب استازو د «کمیس او پرتوګ او عطرو» ستاینه کوي («څیرو» برنامه، ملی تلویزیون) ترڅو د دوحې سفر او په پنځه ستوري هوټل کې د څو شپو تیرولو حق حلال کړی وي.

ځني غربي شنونکي وایي چې افغانستان یو وروسته پاتې او سنتي هیواد دی او د امریکا له لوری تپل شوې دموکراسي دې هیواد سره سمون نه لري. د امپریالیزم دغو تبلیغیانو ته باید وویل شي چې د خپل دولت جنایات ددغو ملنډیزو جملو او نظریو تر شا مه پټوئ. سپینه ماڼۍ او ملګري یې د دموکراسۍ بنسټ‎ایښودونکي نه بلکه له څلویښت کالو راپدیخوا یې زمونږ پر خلکو او هیواد ترهګري، بنسټ‎پالي، ناپوهي او مافیا راتپلې ده. زمونږ خلکو او آزادي‎غوښتونکو له یوې سلیزې راپدیخوا یې دموکراسۍ او عدالت لپاره مبارزه کړې او قرباني یې ورکړې. که نن زمونږ په هیواد کې ځني انساني ارزښتونو لار پیدا کړې، دا د سیدکمال، عبدالخالق، عبدالرحمن محمودی، مینا، ناهید ساعد، اکرم یاری، غلام‌محمد غبار، غلام نبی‌خان چرخی، مجید کلکانی، سرور جویا، سرور واصف او زرګونو نورو سترو او انقلابي شخصیتونو د سرښندنو پایله ده. نن آن د سیاف، ګلبدین، عبدالله، محقق، عطا په شان تورفکره خلک هم د عامه افکار تر اغیز لاندې اړ شوي چې ځانونه د دموکراسۍ بنسټ‎ایښودونکي ونوموي- هغه دموکراسي چې تر پرونه یې سیوري په مردکيو ویشتو. زمونږ خلک د نورو ملتونو په څیر له دموکراسۍ او پرمختګ سره ستونزه نه لري، دا د امریکا ښکیلاکګر دولت او د هغې غربي او سیمه‎ایز ملګري دي چې زمونږ له بدمرغه ولس سره په خیانت کولو د کرزی او غنی او عبدالله په څیر لاسپوڅي د بی‎۵۲ په روز راتپي چې د خاینانه کړنو او د فساد او ملنډو ډکو «ټاکنو» په ترسره کولو، دموکراتیک ارزښتونه د خلکو په منځ کې په باوره کوي.

خلیلزاد
پریږدئ چې خلیلزاد د خپلو طالبو ورونو سره په غاړه غړۍ کیدو خپله کرغیړنه څیره د «سولې فریښتې» په ماسک کې وپوښي، خو د تاریخ محکمه به هغه د مکناتن، کیوناري، الکساندر برنز او د ښکیلاکګرو لسګونو نور سپو په کتار کې ودروي.

اشرف غنی چې د امریکا له اجازې پرته نفس هم نشي اخیستلی، لومړی یې په ملنډیزه توګه طالبان آیسکریم خوړلو ته راوبلل او وروسته چې هغوي د پردې تر شا له امریکا سره هوکړې ته ورسیدل، د بادار په امر د «تاوترخوالي کمښت اوونۍ» یې طالبانو سره د سولې یو شرط کیښود چې ګواکې طالبان په دې یوه اوونۍ کې آزمایل کیږي. غني او نور مزدور هم‎لاسي یې یواځې خپل ځان غولولی شي نه زمونږ خلک. مګر طالبانو له ۱۳۷۵ کال څخه تر اوسه په خپلو خونړیو کړنو او منځنیو پیړیو فکر سره خپل آزمایښت نده ورکړی؟ آیا کیدای شي په یوه اوونۍ ددغې انسان‎وژونکې ډلې ټول جنایتونه پاک شي؟ که بیا هم ستاسو په څير جدي ښوونکو په آزموینه کې دوي ناکام شول، آیا دومره جرات او وجدان لرئ چې د امریکا د خوښې خلاف کار وکړئ؟

امریکا او چوپړان یې په دې ښه پوهیږي چې طالبان له تاوتریخوالي پرته په ټولنه کې هیڅ ځای نلري او په یو بې‎ارزښته څیز بدلیږي او پاکستاني واکداران یې هم دومره ژر له ترهګرروزنې او د افغانستان له ویچاړولو نه لاس په سر کیږي. په هم دې دلیل امریکایي چارواکو په کراتو دا اعلان کړی چې له طالبانو سره هوکړه په افغانستان کې د سولې په نامه نده، همدې لپاره یې نوی اصطلاح د «تاوتریخوالي کمښت» په نوم رامنځته کړه. البته په دې کې هیڅ شک نشته څرنګه چې طالبانو په تیرو دوه لسیزو کې یې امریکایي او ناټو ځواکونو ته مهمه ضربه نده ورکړې او ځناورتوب یې یواځې زمونږ عام ولس څخه قرباني اخیستې او په زرګونو بې‎کناه انسانان یې په ځناوریزه توګه وژلي، په راتلونکي کې هم په امریکایي سرتیر او هډو برید نه کوي او له خپلو امریکایې پلرونو سره دې ژمنې ته وفاداره پاتی کیږي.

یوازې د تبسم د پرې شوي ستوني او د بامیانو د بتانو ړنګولو لپاره هم که وي، ددغې ډلې مشران زمونږ د تاریخ پر وړاندې په سخته سزا محکوم دي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په کراتو دا ویلي هغه ارتجاعي او جنایتکاره ډلې چې د پردیو په اشاره نڅیږي، هیڅکله د سولې پیغام‎راوړونکي نشی کیدلی. څرنګه چې له راکټیار سره تړون په افغانستان کې د جګړې او وژنو په کمښت هیڅ اغیز ونکړ، له دې تازه معاملې هم یوازې طالبان ګته اخلي، زمونږ د ولس په ټپونو به هیڅ پټۍ کښې نږدي. په افغانستان کې د امریکا شتون یوازې ددې لپاره دی چې آسیا د ترهګرۍ او بی‎ټیکاوۍ په مرکز بدله کړي ترڅو خپل سیالان په ځانګړې توګه چین او روسیه وګواښي او له ستونزو سره یې مخ کړي. د امریکا دغه تګ‎لاره پر خپل ځای ده او له بل پلوه د سیمې هیوادونو هم غلي نه کښیني او عملا د ورته بانډونو په اخیستلو او مجهز کولو بوخت دي ترڅو ترهګرۍ ته په ترهګرۍ ځواب ورکړي. همدا اوس د هیواد په لویدیځ کې طالبان د ایران «فقیه ولایت» کرغیړن رژیم تالي‎څټي دي. په دې ورځ کې وینو چې د طالبانو تر منځ هم اختلافونه رامنځته شوي او خپله قبله یې بدله کړې او د کوټې له شورا څخه پیروي نه کوي. له بده‎مرغه د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان د سیاست په اوږ‎دلید کې، د لنډمهال لپاره د جګړې د ختمیدو او د ټیکاو د راتلو کومه نښه نشته. امریکا هم د افغانستان په شان غوړې مړۍ څخه دومره ژره ته تیریږي او خپل ټول ځواکونو به زمونږ له هیواد څخه بهر نکړي. په تش‎خیال که چیرې طالبان له جګړې او تاوترخوالي څخه لاس واخلي، امریکا له خپلې زیرمې د داعش په څیر بله ډله ډګر ته رااوباسي ځکه د خپل ژوند پرمخ وړلو لپاره ځانته خیالي دښمنان جوړوي ترڅو خپل خلک په ویره کې وساتي او سربیره پر دې د خپل هیواد د بدمرغیو ټوله پړه ددغه دښمن په اوږو واچوي او کورني ناورینونه او پاڅونونه تر یوې کچې مهار کړي. له دې ورهاخوا، د هغو جګړه‎مارانو زورواکي چې په دې ورځو کې د عبدالله شاوخوا د مچانو په څیر راټول شوي، د مخدره توکو او کانونو مافیا، د حزب‌ تحریر، القاعده، جمعیت اصلاح، حقاني ډله، داعش، د ترکستان اسلامي ګوند، فاطمیون، جماعت تبلیغی، نجم ډلې زمونږ په ټولنه کې هغه خطرناکه ویروسونه دي چې د افغانستان امنیت او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی د ناپوهۍ او ځناورتوب زهر په ټولنه کې شیندي، تر هغې چې ددغو څارګرو او مرتجع ډلو لاس زمونږ له ټولنې لنډ نشي، زمونږ د خلکو راتلونکی د تیر په څير تور تم ده.

د مسکو په غونډه کې د جهادي، طالبي، پرچمي او تکنوکرات ورونه شتون د یوبل ترڅنګ.
د مسکو په غونډه کې د جهادي، طالبي، پرچمي او تکنوکرات ورونه شتون د یوبل ترڅنګ.
تر پورنه یې یو بل د اشرا، شر او فساد او... په نوم نومول او د ښکر په ښکر کیدو په ترڅ کې زرګونو بی‎ګناه انسانان ووژل، خو پردیو ته چوپړي او مزدوري ددوي ګډه نښه ده، بادار د اړتیا په صورت کې چې هر وخت وغواړي دوي له غوږه رانیسي او په یو میز یې کښینوي او په هره پروژه کې د لته‎پاک په توګه کارول کیږي.

ولو د طالبانو امریکایي او غربي بادارانو هغوي زر ځلې وبخښي او د انس‎حقانیانو، ملا وثیقیانو، ملا نوریانو، ملاخیرالله خیرخواګانو، ملا نبي عمریانو، ملا فاضلیانو او ددوي په څیر نور انسان‎وژونکي له بندخونو خلاص شي، خو زمونږ ولس او تاریخ به دغه ارتجاعي او د انسانیت ضد ډله هیڅکله ونه بخښي. یوازې د تبسم د پرې شوي ستوني او د بامیانو د بتانو ړنګولو لپاره هم که وي، ددغې ډلې مشران زمونږ د تاریخ پر وړاندې په سخته سزا محکوم دي او که سوله وکړي او که نه، یوه ورځ به د خلکو له سختې سزا سره مخ شي.

سوله د ښکیلاکګرو او د هغوي د غلامانو د پټ او ښکاره جوړجاړي له لارې نشي راتللی. دا د مخکښو او نیواک او بنسټ‎پالۍ ضد ځواکونو دنده ده چې د ګواښونو په منلو سره د خلکو په راټولولو او تیارولو کې هڅه وکړي. یوازې یو جدي او د بنسټ‎پالۍ او د هغوي امریکایي، ایراني او پاکستاني اربابانو ضد غورځنګ کولای شي، افغانستان له بدمرغیو او جګړې او ټوټه کیدو څخه وژغوري او د پرمختګ په لور یې رهبري کړي. خلک باید د قومي، ژبني، نژادي، دیني او سیمیزو توپیرونو پرته یوبل ته لاس وکړي او د «نه امریکا، نه جهادیان، نه طالبان؛ واک د خلکو په لاس!» شعار سره د مخکښو او عدالت‎غوښتونکو شخصیتونو په شاوخوا راټول شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 200 میلمانه آنلاین لرو