د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

۱۳۹۷ کال د غویي ۶مه (۲۰۱۹ کال د اپریل ۲۶مه): نن په کابل ښار کې د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د یوې غونډې په ترڅ کې د غویي اوومې او اتمې تورې ورځې او د سولې ننداریزه جرګه وغندله. دوه کرغیړنې ورځې چې اوس دولت د غویي په ۹مه کوښښ کوي د ځناورو طالبانو له مخ او سر څخه د وینې په څټلو زمونږ د تاریخ په کلیزه کې یوه بل داغ ووهي. معترضانو لاندې شعارونه ورکول: «نندایزې جرګې جنایت دی، جنایت!»، «د ولس له وژونکو سره سوله خیانت دی، خیانت!»، «تنظمي او طالبي انسان‎وژونکي نه بخښو!»، «د خپلو بیګناه خلکو وینه نه بخښو!»، «ژوندی دی وي د خلکو پاڅون د تنظیمي او طالبي جنایتکارانو پر وړاندې!»، «ژوندی دې وي د امریکایي نیواکګرو پر وړاندي د خلکو یووالی!» او سربیره پر دې یې یو شمیر پلاکارتونه له ځانه سره لرل چې پکې د جهادي او طالبي ځناورو د شډلتیا انځوونه ول.

آغلې سیلۍ غفار چې د غونډې له ویناوالو څخه وه، وويل:

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

«نننی اعتراض نه یواځې د غويي اوومې او اتمې غندلو په موخه بلکه د طالبانو او کرزي حکومت او غني حکومت جنایتونو غندلو په موخه هم ده او د فرمایشي، خلکو ضد او امریکایي مشورتي سولې جرګې پر ضد هم ده. د غویي په ۹مه ۷ او ۸ خونړیو ورځو ترڅنګ زمونږ د تاریخ په پاڼو کې به یو بل داغ هم پوری شي. هغه څه چې روښانه دي دغه جرګه پرته له دې چې زمونږ خلک نور هم د بدمرغۍ او در په درۍ کنده کې ډوب کړي بله هیڅ ګټه نلري.

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

زمونږ خلک به طالبان د تبسم پرې شوي ستوني، د زرمینې بیګناه وینو، د رخشانې له درده ډګو کریکو، د بامیانو بتانو ورانولو، د مزار او یکاولنګ ټول‎وژنو او لسګونه نور ناتارونه یې چې ترسره کړي هیڅکله هم ونه بخښي. دغه د منځنیو پیړیو ډله او د پردیو چوپړان په هیڅکله اهلي نشي که څه هم خلیلزاد کوښښ وکړي هغوی په ښایسته زروقو کې راونغاړي. امریکا په داسې حال کې خپل طالبي چوپړان د خبرواترو میز ته راکش کاږي چې بله ځناوره ډله د داعش په نوم زمونږ د خلکو وژلو لپاره روزي.»

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

هغې د امریکا په ښکیلاکګرو لوبو کې د مجلس سینګارو او وجدان‎پلورونکو ښځو رول وغنده او وویل:

«په دې ورځو کې څو تنه سرکاري ښځې د مدني ټولنې په چوکاټ کې ګواکې د افغانو ښځو په استازیتوب د محقق او ګلبدین په څیر جنایتکارانو لیدو ته ځي. دوی هیڅکله د کړیدلو افغانو ښځو استازیتوب نشی کولای. دوی پلورل شوی او نیانځکی دي چې د پيسو او پروژې په بدل کې چمتو دي هر ډول خواري او ذلت ومني.»

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

د غونډې په یوه برخه کې ماشومانو د وروستیو پیښو قربانیانو انځورونه په لاس کې لرل. د همبستګې ګوند ځوانانو د یوې نندارې په ترسره کولو د تنظیمي او طالبي او تکنوکراتانو رول ثمیل کړل چې زنځير یې د خلیلزاد په لاس کې وو او هغوی یې هرې خواته راکاږل.

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

ماشومان د وروستیو ځان‎وژونکو پیښو قربانیانو انځورونه په لاس کې لري او ددې جنایت ترسره کونکو د محاکمې او سزا ورکولو غوښتونکي دي.
له ښي څخه چپ لوري ته:
علی سلیمی د مشعل تلویزیون انځورګر د شش درک ځان‎وژونکي برید قربانی، کابل
رامز احمدی د طلوع تلویزیون انځورګر د دشت‎برچي پهلوانۍ کلپ د ځان‎وژونکي بربد قربانی
سباوون کاکړ د آزادۍ راډیو خبریال د شش درک ځان‎وژونکي برید قربانی، کابل
عطاالله د دولسم ټولګي زده‎کونکی د موعود کورس ځان‎وژونکي برید قربانی
سیلم تلاش د مشعل تلویزیون خبریال د شش درک ځان‎وژونکي برید قربانی، کابل
صمیم فرامرز د طلوع تلویزیون خبریال د دشت‎برچي بهلوانۍ کلپ د ځان‎وژونکي بربد قربانی
غازی رسولی د یک تلویزیون خبریال د شش درک ځان‎وژونکي برید قربانی، کابل
فرزانه د عطاالله خور د دولسم ټولګي زده‎کونکې د موعود کورس ځان‎وژونکي برید قربانی
داوود د دولسم ټولګي زده‎کونکی د موعود کورس ځان‎وژونکي برید قربانی
شهید تبسم له شپږ تنو نورو سره د جاغوری – قندهار په لار کې د طالبانو له لوري په ۱۳۹۴ کال کې ستونی پرې شو.

 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه
 د غویي اوومې او اتمې تورو ورځو او ملنډیزې لوې جرګې غندلو په موخه غونډه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 578 میلمانه آنلاین لرو