د تورخم په پوله نښته او د خلګو له ملي احساساتو څخه ناوړه کټه اخیستل
- کټګوري : د ګوند کړنې
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- نیټه: پنج شنبه, 03 چنگاښ 1395
له څو ورځو راپدی خوا، د تورخم په پوله کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د پولیزیې نښتې غږ ټولو ځایونو کې خپور دي. د پاکستان سره د جګړې بازار په ټولنیزو شبکو کې په ځانګړی توګه په فسبوک کې تود دي او آن د نور پیښو انځورونه د پولیزې جګړې تر نوم لاندي خپریږي.
افغانستان یو نیول شوي هیواد دي د دولت د رسمی شمیرو پر بنسټ د ۱۰ میلیونو څخه ډیر د بیوزلۍ تر لیکې لاندی ژوند کوي؛ ځانمرګې او چاودنه په یو عام امر بدل شوی او هره ورځ زموږ د لسګونو تنو هیوادوالو ژوند اخلي؛ جنګي جنایتکاران د محاکمې پر ځای ارګ ته ځي؛ د «نړیوالي روڼتیا» سازمان په جدول کې افغانستان د نړۍ دریم فاسد هیواد دي؛ د «نړیوال رغتیایي سازمان» د شمیرو له مخې، افغانستان د نړۍ دریم هیواد دي چې له پنځو کلو څخه ښکته ماشومانو مړینه پکی په لوړه کچه ده؛ د «ملګرو ملتونو جمعیت صندوق ــ یوانافپیای» او د «ملګرو ملتونو کوچنیانو صندوق ــ یونیسف»، د شمیرو له مخې افغانستان په آسیا کی د زیږون په وخت کې د میندو مړینه کی تر ټولو لوړه کچه او په نړۍ کې دویم مقام لري؛ او په نړۍ کې د کوکنارو اصلي تولیدونکې څخه دي چی په نشهیی توکو روږدي ۳.۵ میلیونه وکړي لري؛ او کانونه یي د دولتي ټوپکمارانو له خوا لوټ او تالان کیږي؛ د ټولپوښتنو پر بنسټ ډیری خلک د «ملی ځناورتوب حکومت» څخه ناخوښی دی او لسګونه نور ناورینونه.
له بلې خوا پاکستان په فساد کی د ډوبیدو او بې امنیې او سیاسي کړکیچ برسیره، د ځواکمن اقتصادي ناورین سره نښتې دي او په ځانګړی توګه د هیر شوی ایالتونو خلک یي سختې ورځې تيروی. په څو وروستیو کلونو کې آفتونه او طبیعی پیښې د بیرحمه دیو په څیر ددغه هیواد بیوزله او مظلوم خلک یې بدمرغۍ لوری ته یوړل. سیلاب، زلزله او په ځانکړي توګه وچکالی او قحطی هرکال سلګونه زره انسانان په دغه هیواد کې د مرګ له خطر سره مخ کړی دی چې ډیرئ قربانیان یې ښځې او کوچنیان دي. هر کال لسګونه تنه د وژونکې فقر پر بنسټ په ډلهیزه توګه ځانوژنه کوی خو د دغه هیواد خاینروزونکی دولت د اتمی ځواک خاوند دي او د کلنی ملي بودیجې ډیري برخه یې پوځې چارو او د ترهګرۍ ملاتړ او روزلو کی لګوی.
د ناعادلانه جګړو تاریخ ددې ګواه دي چې خاین او بي کار رژیمونه د خپلو کمزورتیاو پټولو لپاره کله کله د جګړه او له ګاونډیانو سره د دښمنۍ درواغجن ډوهل وهي تر څو د خلکو ملی احساساتو سره لوبې وکړي. اوس هم د افغانستان او پاکستان دولتونه د عامه ذهنونو اړولو لپاره او د خپلو بي شمیرو خیانتونو پټ ساتلو لپاره د غږونو څخه ډکې نښتې او داعوی په لاره اچوي او د خلکو په غولولو بوخت دي تر څو په دي ګډوډۍ کې د یوې شېبې لپاره په ارمتیا سره ساه واخلي او د پردې تر شا خپلو معاملو او لوټ ته ادامه ورکوی.
عجیبه کار دادی، د هغوي چی کولمه یې په آیایسآی پوری تړلی او یا هم د سیآیای، کیجیبی او واواک په لاس روزل شوي دي، نن ورځ د پاکستان سره د جګړې ډوهل غږوي. هغه مرتجع کسان او ډلې چې تر پرونه یی له امریکا سره د دوه اړخیزه امنیتي تړون په ملاتړ خپلې مرې څیري کولی او په بي شرمې سره یي په دغه هیواد دخرڅولو په لاسوند باندي د تایید مهر واهه، په ناڅاپي توګه په خپلو کرکجنو څیرو باندي نوي نقاب راوکاږه او د هیواد او ملی ناموس د دفاع چیغې وهي. نیواکګر، نیواکګر دي، که څه د پاکستان دولت وي یا امریکا یا هم روس او انګلیس.
د ډیورنډ لیکه د کشمیر د مسئلې په شان د انګلیس د نیواک ناولي میراث دي چې تر اوسه پوری یی د دښمنۍ تخم پاتي دي. زموږ خلک او تاریخ پرته له شکه د ډیورنډ تړون چې د هیوادپلورونکي امیر له خوا لاسلیک شو، یو ملی خیانت شمیری. خو په ورته وخت کی باید ومنو چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلکو برخلیک چی نسبتاْ د ښه اقتصادي او ټولنیز حالت څخه برښمند دي، باید د یوې آزادې او عادلانه ټولپوښتنې له لارې وټاکل شي. دغه امر په طبیعی ډول هغه وخت د پلې کیدو وړ دی چې په ډواړو هیوادونو کی خپلواک او ولسي دولتونه واکمن وي. د پاکستان په وړاندي د سردار داود، نجیب او نن ورځنې یو شمیر نورو غړمبا هیڅکله د افغانستان ملی ګټو څخه د دفاع په معنی نه ده، بلکه خپل سری او د خلکو ضد دولتونو تل دا هڅه کړی چی د ډیورنډ کرښې په پلمه کولو د خلکو له ملی احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته او عامه ذهنونه د هیواد د ناوړه شرایطو څخه واړوي او په دغه توګه خپلې زورواکۍ ته ادامه ورکړي. او د بلي خوا څخه یو موټي وطني بیلتونغوښتونکې د ډیورنډ لیکه حل شوي ګڼي، نه د ولسونو د حقوقو له نظره بلکه د توکمپالنې له لید څخه چې هیڅکله د دغو سیمو پښتنو په یو ځای کیدو سره د افغانستان د پښتنو د فیصدی لوړه نشي.
یو شمیر زموږ د خلکو په وړاندي د پاکستان دغه چال چلند او لاسوهنې د ډیورنډ په دغه لیکه کی ګوري. خو دغه فکر په پوره توګه تیروتنه ده. د پاکستان دولت د امریکا او انګلیس په مرسته فعال دی او د څو لسیزو راپه ديخوا په سیمه کی د هغوي ترهګرروزونکو پروژو پلې کونکی دي. دغه هیواد عملآ په کراتو اعلان کړی چې د ډیورانډ قضیه پایي ته رسیدلې ګني او امریکا هم څه موده مخکې اعلان وکړ چې دغه پوله په رسمیت پیژنی. که څه هم دا چې د افغانستان دولت دغه لیکه په رسمیت وپیژنی، دغه کار په روانو چارو هیڅ اغیزه نلری او په افغانستان کی دهغه هیواد زورواکو واکدارانو او په ځانګړی توګه د پوځیانو خونړۍ لاسوهنې ظلم به ادامه ومومې.
که د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه پیل شی، د هغې مالی او ځاني ضربه به یواځی دواړو هیوادونو بیوزله خلک او په ځانګړی توګه د افغانستان خلک وزغمی او بس! په دغه جګړه کې که د پولی دیخوا گلمحمد لغمانی په شهادت رسیده، په هغه خوا کې هم یو بل گلمحمد وژل کیږي نه د راحیل شریف ځوی او نه د سیآیای کوم لوی غړی. که چیرې پوله تړل کیږي، د بیوزلو افغانانو ناروغان به ژوند د لاسه ورکړی نه د ع او غ او نه د نورو لوړ پوړو چارواکو زامن چې په خپلو ماڼیو کی په امریکا، هند، دوبۍ او نورو پرمختللو هیوادونو کی ژوند کوی. خلک به د یو من وړو پیرلو وړتیا ونلری نه هغه ارګ ناستي چې هر وخت کلچې خوری. د شمالی انګور، غزنی مڼې، بامیانو پټاټي، کندز خټکي، غوربند خوبانې، او د کندهار او فراه انار به خوسا شي چی بزګرانو د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو په تمه پوره یو کال خولی توي کړی دی تر څو خپل پورونه خلاص کړی او تر راتلونکې کاله پوری ژوندی پاتي شي.
دغه دنده د دواړو هیوادونو ولسې ځواکونو او مخکښو کسانو په غاړه ده چی خپلو خلکو ته پوهاوي ورکړي چې د واکمنانو د دوکې په ډک جال کې چې کوښښ کوی د خلکو د ملي احساساتو څخه ناوړ ګټه واخلي او خپل رذالتونه پټ کړی، راګیر نشي. خلک باید ددغه ډول لوبو پټ رازونه درک او د هغې په اړوند فکر وکړی. هتلر به ویل «د دولتونو لپاره د دی څخه پورته بله نیکمرغي نشته چی خلک یی فکر ونکړی.» نو دغه «نیکمرغي» باید په فکر کول او د ریښتیا په درکولو سره د ولس غولونکو او لوټمارانو واکمنانو څخه لري کړو.
هر ډول جګړه چې د ملي ضد،لاسپوڅي او بهرني نوکر دولت تر مشرۍ لاندي وی، ملي جګړه نه بلکه د دواړ هیوادونو د فاسدو واکمنانو او د خپل امریکایي اونګریزي خاوندانو په چوپړ کې جګړه ده. د دواړو هیوادونو عام وګړي باید د یو بل سره د یوځایوالي او خواخوږۍ سره د خپلو خاینو دولتونو پر وړاندي راپاڅیږې او پری نږدي چې زامن یی د هغوي د کرغیړنو غوښتنو قربانیان شي. هغه څه چې په تورخم کې په څو ورځو کې پیښ شو، د دی لامل شو چې یو شمیر کورنۍ خپل ډوډۍ راوړونکې د لاسه ورکړی او د ویر په ټغرکښیني چې څوک به یي پوښتنه هم ونکړی، خو یو شمیر معاملهګرو ته یې لاره برابره کړه چې د خپلو ساتونکو د لښکره سره تورخم ته ولاړ شی یادګاری انځورونه واخلي او په دغه توګه خپل ځانونه ملي او پر هیواد مین عناصر وښایي! خو د خندا وړ دا ده چې د یوي خوا د هیواد او خاوری دفاع باټې کوي خو د بلی خوا د امریکا څخه ګیله لری چې ولی د افغانستان د ځمکني تمامیت څخه یي د پاکستان په وړاندې دفاع ونکړه!
د افغانستان ولس یواځې هغه وخت د پاکستان او آیایسآی خونړي لاسونه پري کولای شی چی د لاسپوڅو ماڼۍ د چی په څوکیو پرته دی، ړنګې کړي نه په دا رانګه جګړو کی چی ولس ته هیڅ ګټه ونلری. په دی جګړه هیڅ هیواد ګټونکی او بایلونکی نشته. د جګړې ګټونکی خاین واکداران او د جګړې بایلونکی د دواړو هیوادونو بی وزله خلک دی.
د افغانستان خلک یوازي هغه وخت کولی شي چی د پاکستان ترهګر روزونکی دولت او پوځیانو د هغه ټولو خیانتونو غچ واخلي چې لومړی د کورنیو خاینانو او د هغه هیوادنو چوپړانو سره حساب یو طرفه کړی او زموږ په هیواد کی نسبتآ ملی او دموکراتیک دولت په کار راشي، تر هغه وخته، هیڅ یوه جګړه له پاکستان او یا بل هیواد سره زموږ د ولس په ګټه نده دا خو لا پریږده چی په دغو خرابو تجهیزاتو او اوسنۍ بيځواکه اردو سره له یو هستي وسله باندي سمبال هیواد سره جګړه ټوکی ټکالی دي.