په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند پوهاوی‎ورکونکې جلسې

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند پوهاوی‎ورکونکې جلسې

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د ننګرهار څانګی د خپلو پلویانو او غړو د پوهاوی د سطحی اوچتولو لپاره، په میاشت کی دو ځله کنفرانسونه دایروی چی په هغۍ کی د نړۍ او افغانستان په مختلفو مسایلو باندی بحث او خبری اتری تر سره کیږی. د همبستګۍ ګوند په دی باور دی چی د پرمختللی تیوری پرته نشو کولی چی یو ګام هم مخکی لاړ شو.

د کنفرانسونو په ادامه، په دغه اونۍ کی داکتر غلام فارق، د رییس‎خیلو د قوم مشر چی څه موده مخکی خپل ملاتړ همبستګۍ ګوند څخه اعلان کړی وه، خلق او پرچم جنایات، جهادی ګوندونه، د طالبانو توره دور او اوسنی ګوډاګی حکومت یی تشریح کړ. هغه په خپلو خبرو کی د ثور اوومه او اتمه یی کرغیړنې ورځی او د تورو ورځ پیل ونومولی او وویل:

«د افغانستان بدمرغۍ د ثور د اوومی څخه پیل او د ثور په اتمه کی خپل اخیری حد ته ورسیدلی. خلقی او پرچمی جلادانو لسګونه زره پوه او مبارز انسانان په نامعلومو او ډله‎یزو قبرونو کی ښخ کړی او د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتونکی غږ یی غلی کړی. له دی څخه وروسته جهادی ګوندونه چی د پاکستان او ایران په درسترخوان باندی لوی شول د ځناورو حیوناتو په ډول په خپل منځ کی ونښتل او کابل یی د ویر په کور بدل کړ. اویا زره کابلیان یی ووژل او وویل چی په دی ښار کی کفری رژیم واکمن دی باید دهغی دیوالونه له بیخ نه ویجاړ شی او همدغه کار یی وکړ او بی شمیره انسانان یی بدمرغه کړل.»

هغه د طالبانو او داعشیانو راتلل امریکایی پروژه ونوموله او ټینګار یی وکړ تر کومه چی افغانستان د امریکایانو او د هغوی چوپړانو په پنجو کی او خپلواکۍ څخه بی برخی وی عدالت، دموکراسی او سوکالۍ ته رسیدل یوخیال دی. د کنفرانس يه لړی کی هغه ټینګار وکړ چی د همبستګۍ ګوند غړي او پلویان باید د افغانستان بیوزلو خلکو پوه کولو او یوځای کولو ته پام وکړی ځکه چی پرته د پوهاوی څخه نشو کولی خپلو لویو هیلو ته ورسیږو.

د کنفرانس په پای کی ګډونکونکو سوالونه مطرح کړل او د موضوع پر مخ اوږده بحثونه وکړل. په پای کی ټولو په دی ټکی ټینګار وکړ چی د نیواکګرو ځغلولو او د دری لسیزو د جنایتکارانو د محاکمی پرته نشو کولی د دغه بدمرغیو څخه خلاصی ومومو او دغو موخو ته رسیدلو یو لاره دا ده چی د یو ملی، پرمختللی، ولسی او مبارزه کونکی ګوند کی سره راټول شو او که نه افغانستان به د ډیر ژور ډار او ناورین په لور ولاړ شی.

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند پوهاوی‎ورکونکې جلسې

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 512 میلمانه آنلاین لرو