د افغانستان د نوم‏ ورکو اتلانو څخه د همبستګۍ ګوند لمانځنه

د افغانستان د نوم‏ورکو اتلانو څخه د همبستګۍ ګوند لمانځنه

SPA Ceremony Honoring the Unsung Heroes of Afghanistan

لوړ کیفیت لرونکی انځورونه


د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ۱۳۹۵ کال د وري په ۲۶ نیټه د یو محفل په تر سره کولو زموږ د هیواد له دوه نوم ورکو اتلانو څخه لمانځنه وکړه. دوتنه پر وطن مین چی زموږ د خاوری مهم تاریخی لاسوندونو ساتلو لپاره، خپل ژوند په ګواښ کی اچولی او د پړې په احساس یی دهغوی په ساتلو کی هڅی کړی دی. دغه دواړه، نجیب اکبری (د افغانستان د ملی آرشیف د تاریخی لاسوندونو څانګې مسوول) او خواجه احمد شاه صدیقی (د افغان فلم آرشیف د لابراتوار عمومی مدیر) دي.

دغه پروګرام زموږ د هیواد زړه‎ورې او مبارزې ښځې میرمن بلقس روشن، ، د «افغانستان دهمبستګی ګوند» رییس داود رزمک، د ګوند ویاندې سیلی غفار او د ګوند یو شمیر غړو په شتون کی په کابل کی تر سره شو.


نجیب اکبری (د ملی آرشیف تاریخی لاسوندونو څانګې مسوول)
نجیب اکبری (د ملی آرشیف تاریخی لاسوندونو څانګې مسوول)

د محفل په لومړیو کی، نجیب اکبری د تنظیمی او طالبی جګړو په وخت کی د ملی آرشیف د مهمو تاریخی لاسوندونو د څه ډول ساتلو په اړوند د خپلو تجربو څخه خبرې وکړی:

«...ډیری ستونزی او جګړی مو زغملی دی، د دغو جګړو په اږدو کی، په ځانګړی ډول د طالبانو او مجاهدینو په وخت کی، ډیری هڅی مو کړی دی چی دغه لاسوندونه ورته معلوم نشی او ساتلی پاتی شی...»

هغه وویل چی یو شمیر خلکو کوښښ وکړ د پیسو په وړاندی کولو او یا په ځینو ګواښنو باندی له هغوی څخه ارزښتناکه تاریخی لاسوندونه واخلی ولی هیڅکله تسلیم شوی نه دی. ښاغلی اکبری هوډ وکړ چی د ځان په ارزښت له دغو اسنادو څخه به ساتنه وکړم:

«ډیر کواښل شوی یم، ولی زه، خپل ځان او کورنی می د دغه هیواد څخه قربانوم، له دغې خاوری قربانوم او ددغو آثارو ق. زمربانوم. زموږ پیژندګلوی او د افغانستان پیژندګلوی د لاسوندونو په مخ ده چی په ملی ارشیف کی پراته دی. تر هغه ځای چی امکان لری او تر کومه ځای چی زما په ځان کی یو څاڅکی وینه وی له هغو څخه ساتنه کوم.»

خواجه احمدشاه صدیقی (د افغان فلم آرشیف د لابراتوار عمومی مدیر)
خواجه احمدشاه صدیقی (د افغان فلم آرشیف د لابراتوار عمومی مدیر)

په ادامه کی خواجه احمدشاه صدیقی لومړی د افغان فلم آرشیف په اړوند معلومات ورکړل او وروسته خپله وینا د کابل جګړو له پیل څخه وکړه:

«څخه وخت چی د حفیظ الله امین رژیم واکمن شو، د هغه کسانو انځورونه چی د منلو وړ نه و له منځه یی یوړل. ولی ډیرې هڅی مو وکړی چی هغه اوریجنل [اصل] فلمونه زموږ سره په پوره توګه وساتل شی... هغه وخت چی جهادی تنظیمونه په خپل منځ کی په ۱۳۷۱ کال کی ونښتل د افغان فلم په آرشیف توغندی ولګیده. په کوښښ کی شو چی ژر تر ژره آرشیف بل ځای ته ولیږدو... هغه وخت چی طالبان راغلل، موږ ته مکتوب راغی چی ټول تصویری او غږیز آثار باید له منځه یوړل شی. خو پریکړه مو وکړه چی که زموږ دځان په بدل هم شی د آرشیف ساتنه به کو.»

وروسته د خبرو څخه، ګډونکونکی د دغو دوه تنو د پر وطن مینو روحیې څخه تر اغیز لاندی راغلی وه کوم سوالونه چی د ملی آرشیف په اړوند یی درلودل د ښاغلی نجیب اکبری او خواجه احمدشاه صدیقی څخه یی وپوښتل چی هغوی ځوابونه ورکړل.

له آغلې بلقیس روشن څخه وغوښتل شول چی د قدر وړ ښاغلي نجیب اکبری ستاینلیک ورکړي
له آغلې بلقیس روشن څخه وغوښتل شول چی د قدر وړ ښاغلي نجیب اکبری ستاینلیک ورکړي

په پای کی د «افغانستان همستګۍ ګوند» هغه ستاینلیکونه چی دغو شریفو وطنوالو لپاره په پام کی نیول شوی وه هغوی ته وسپارل. میرمن بلقیس خپله وینا کی وویل چی د ښاغلی صدیقی او اکبری په شان سلګونه اتلان لرو چی نوم ورکی دی او یا مزدرو دولتونو غوښتلی دی چی دغه ملی کسان ناپیژندلی پاتی شی:

«په ډیرو ځایونو کی ویل کیږی چی "د افغانستان د خلکو اتلان څوک دی؟ تاسو یی نوم واخلی؟" موږ وایو چی پرته د یو شمیر لږه‎کیو خاینانو څخه د افغانستان ډیری خلک اتلان دی.»

سیلی غفار: « خو له نیکه‎مرغه اتلان مو هم درلودل چی د لویو ګواښونو په منلو یی وکولی شو چی دغه تاریخی خزانه وساتی.»
سیلی غفار: « خو له نیکه‎مرغه اتلان مو هم درلودل چی د لویو ګواښونو په منلو یی وکولی شو چی دغه تاریخی خزانه وساتی.»

سیلی غفار د همبستګۍ ګوند ویاندی محترم خواجه احمدشاه صدیقی ته د ستاینلیک په ورکولو سره وویل:

« زموږ د پخوانی آثارو او فرهنګی میراثونو ساتنه د لوړ ارزښت څخه برښمند دی، خو په خواشینۍ سره په دغه ورستیو څو لسیزو کی ځان‎خرڅی او لاسپوڅو حکومتونو هرکله هڅه کړی چی دغه آثار له منځه یوسی. څه رنګه چی مو ولیدل د اوو ګونو او اته ګونو تنظیمونو څخه نیولی تر خلق او پرچم او طالبانو د افغانستان دغه لوړ ارزښتونه یی لیلام کړی او په پاکستان او نورو هیوادونو یی پلورلی. خو له نیکه‎مرغه اتلان مو هم درلودل چی د لویو ګواښونو په منلو یی وکولی شو چی دغه تاریخی خزانه وساتی. د روڼ‏آندو او پروطن‏مین او باوجدانه عناصرو په غاړه ده چی د هیواد ددغه اصیلو ځامنو څخه د اتلانو په ستاینه وشی او دهغوی ژوند د خپل ژوند سر لیک کی ځای ورکړی.

له بده‏مرغه اوسنی دولتونه چی مزدور دولتونه دی تل یی جنایتکاران ستایلی او هغوی یی اتلان کړی دی. د بیلګی په ډول کرزی په بیشرمی سره د شاه امان الله خان د اتلولی مډال د بوش غاړی ته وځړاوه!»

د افغانستان د نوم‏ورکو اتلانو څخه د همبستګۍ ګوند لمانځنه

محفل د همبستګۍ ګوند د رییس داود رزمک په وینا پای ته ورسیده:

«هغه اتلان چی څارګر او پردی یی جوړوی او پرموږ یی راتپي، د لږې مودې دی او د لږ عمر په تیریدو به د خپو خاوری کیږی او ځی. خو هغه اتلان چی تاریخ او زمونږ اولسونو منلي رښتینی او تل پاتی اتلان دی.

د"افغانستان همبستګۍ ګوند" دغه خپله دنده ګڼی تر څو د افغانستان کوڅو کوڅو ته لاړ شی او دغه نوم‎ورکی اتلان د کاغذی اتلانو په وړاندی را ښکاره کړی او خلکو او ځوان نسل ته وروپیژنی.»

د یادونی وړ ده چی ښاغلی اکبری او صدیقی دواړه بیوزله ژوند لري او د ډیرو روغتیایی ستونزو څخه ربړیږی. د «همبستګۍ ګوند» ژمنه وکړه چی د خپلو غړو او پلویانو څخه د مرستو په راټولولو د هغوی د درملنی په برخه کی تر کومی کچی چی اړین وی مرسته وکړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 191 میلمانه آنلاین لرو