په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

۱۳۹۴ کال د کب ۲۱: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ننګرهار څانګې د ښځو نړیواله ورځ د «د بنسټ‎پالۍ او نیواک پر وړاندې مبارزه د افغانو ښځو خلاصون په لار کی لومړنی ګام دی!» تر شعار لاندې ولمانځله. په دې غونډه کی له ۳۰۰ زیاتو تنو ګډون درلود چی ډیری شمیری یی د ننګرهار کړیدلې او بدمرغه ښځې وی. غونډه د لیمې په وینا پیل شوه چی وویل:

«د افغانستان ښځې د نړۍ د نورو هیوادونو پرتله له خورا زیاتو ستونزو سره مخ دي. دوی برسیره پر دی چی ۱۰ کاله د روسانو او د هغوی خلق او پرچم چوپړانو تر واکمنۍ لاندی وځپل شوی، د تنظیمونو توره دوره، د ځناورو طالبانو زور زیاتی او اوس مهال د امریکا تر سیوري لاندي د داعش ظلمونه زغمي....امریکا د دموکراسۍ تر نامه لاندې کرغیړن بنسټ‎پالان پر مونږ واکمن کړل او هره ورځ د دغو ځناورو له لوري افغانې ښځې وژل کیږي، غوږونه او پوزې یی پرې کیږي، جنسي تیری پری کیږي، په دورو وهل کیږي او یا د ننګ او ناموس په نامه په دښتو کی سنګساریږي....

په هر حال اوسني حالات باید ښځې دې پوهې ته ورسوي چی پرته له کوټلې مبارزې او یووالی نشي‎کولای خپل حقونه ترلاسه کړي.»

په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

وروسته ځلا د ګوند له فعالانو څخه د «نیمه‎ی دیګر» تر نامه لاندی د ایران غښتلی او مبارزي شاعرې مینا اسدی شعر دکلمه کړ. د پروګرام په اوږدو کی د ښځو نړۍ والی ورځ تاریخچه چی د سلاید په شکل ترتیب شوی وه ګډون‎والو ته وښودل شوه چی تر ډیره حده د هغوی خوښه شوه. په دي تاریخچه کی د نړۍ پیاوړو او مبارزو ښځو لکه کلارازتکین، روزالوګزامبورګ، مرضیه اسکویی، نوال‎السعدوی، اروندتی رای، تسلیمه نسرین ، شیرین علم‎هولی، مینا او نورې مخکښه او مبارزې ښځې پیژندل شوی او د هغوی د مبارزي په هکله معلومات ورکړل شوی وو.

په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د ګوند ځوانانو سرودونه وویل چی د یووالی او مبارزي پیغام یی درلود. آرزو د ګوند په استازي‎توب په خپله وینا کی دغه ورځ خلکو مبارکی وویله او زیاته یی کړه:

«په هر هیواد کې د ځانګړې وضعیت په پام کې نیولو سره د ښځو د مبارزې مضمون توپیر لري. د افغانستان ښځې د نړۍ هغه بدمرغه دي چې کلونه کلونه یې د زورواکه او پوچ رژیم په زور او زیاتي کې تیر کړي دي. دغه رژیمونه په داسې حال کې چې د هيواد اقتصاد، ټولنې او سیاست ته وده نه ده ورکړې، څنګه کولای شي چې د ښځو په حقوقو فکر وکړي.

د خلق او پرچم واکمني او د دموکراسۍ او آزادۍ تر نوم لاندې د دوی د هیواد پلورنې جوهر د افغانستان د ښځو مبارزو ته ډیره لویه ضربه وه او د خلاصون لار یې ورته اوږده او ستونزمنه کړه.

د جهادي او طالبي بنسټپالو د تورې واکمنۍ پرمهال له ښځو سره د ناکاره انسان په څیر چلند وشو، چې آن تر دې تاریخ یې له لیکلو مخ اړوي.

که څه هم ښځې د طالبي ځواکونو په منځنیو پیړیو کې راګیر وې، خو نن ورځ چې امریکایي نیواکګر ځواکونو د ښځو آزادي، دموکراسي، له اوږدمهاله جنګونو د خلکو خلاصون او د طالبانو او تروریزم د منځه وړلو او دې ته ورته په نورو نومونو هیواد نیولی، دا دی چې د دوی ډولاډول مرتجع ډلې ټپلې او بنسټپاله ځواکونه په نورو شکلونو د هیوادوالو پر اوږو بارکړل او پر ښځو زور او زیاتییې هم ډیروالی مومي.

په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د ښځو د خلاصون لار ستونزمنه، اوږده او لوړو او ټیټو سره مل ده، د افغانستان ښځې او سړي له یوه اړخه باید د خپلواکۍ لپاره د امریکا نیواکګر ځواکونو سره مبارزه وکړي او له بل اړخه ارتجاعي ځواکونو، بنسټپالو جنایتکارانو او مزدورانو پروړاندې مبارزه وکړي، ځکه د دغو دوو دښمنانو پر وړاندې مبارزه د آزادۍ او د جنسیتي زبیښاک او د زور زیاتي څخه د خلاصون لپاره د ښځو دمبارزې دوه نه بیلیدونکی څانګې دي. مونږ باید د کوبانی زړه‎ورو ښځو په څیر پر خپل ځواک او توان باور ولرو او د هر ډول زور زیاتي څخه د خلاصون لپاره یو بل ته لاس په لاس کی ورکړو او د ښځو او انسانو دښمنان له خاورو سره خاورې کړو.»

غونډه د تیاتر په ترسره کولو چی پکی پر ښځو زور زیاتی انځور شوی وه پای ته ورسیده.

په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله
په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 83 میلمانه آنلاین لرو