د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

د ښځو نړیواله ورځ

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلو مالي او امنیتي ستونزو له امله د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په کابل کې په خپل مرکزي دفتر کې ولمانځله. پدې غونډه کې د ګوند لسګونو غړو ګډون کړی و او په هیواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ګډونوالو لخوا ویناوې وشوې.

د غونډې په پیل کې د ګوند یوې استازې په خپلې وینا کې داسې وویل: «څه د باندې دیارلس کاله کیږي چې زموږ په هیواد کې د "ښځو حقوقو"، "بشري حقوقو"، "سولې" او "ثبات" لپاره د امریکا لخوا د "ترهګرۍ پروړاندې جګړه" ادامه لري. پدې لړ کې د دغو شعارونو په خلاف افغان ښځو نه یوازې خپلو لومړنیو حقوقو ته لاسرسی ونه موند، بلکې ورځ تربلې ژوند یې نور هم تریخ شو او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د دوی له درد او رنځ څخه یې په خپلو لاسپوڅو رسنیو کې ګټه پورته کړه.»

د ښځو نړیواله ورځ

د نوموړې په وینا نن ورځ چې تنظیمي جنایتکاران د خپلو اربابانو په پلوي ښکته او پورته مست ګرځي، داسې انګیري چې ښځه د کور یا د ګور ده او باید د رټنې او جنسي تاوتریخوالي لاندې ونیول شي او ترڅنګ یې انساني حقوقو څخه لرې وساتل شي. یاد مردسالاري فرهنګ ښځه د سړي نیم او دوهم موجود بولي او پر هغوی هر ډول ظلم روا ګڼي، لیکن د نړۍ په کچه زموږ د مظلومو ښځو آواز هیڅ نه اوريدل کیږي.

نوموړې خپلې وینا کې دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې په هیواد کې د ښځو چارو وزارت د ښځو د ستونزو درملنه نشي کولای او یوازې په سمبولیکه توګه فعالیت لري، لیکن په حقیقت کې د دغې وزارت ارشد کارکونکي د هغو هیوادونو څخه استازي‎توب کوي چې تش په نوم د ښځو او بشري حقوق په خوله راوړي.

دغه راز نوموړې زیاته کړه چې له دې ناورین څخه د وتلو او انساني حقوقو ترلاسه کولو یواځينۍ لاره پوهه، تشکل او یووالی دی. موږ ټول باید د یو داسې غورځنګ شاوخوا راټولې شو چې په ټولنه کې د ښځو د حقوقو د ترلاسه کولو او مبارزې استازیتوب وکړای شي او ښځې باید پدې پوهه شي چې حق اخیستل کیږي او باید هڅه وکړي چې د خپل مټ پر زور یې ترلاسه کړي. ښځې سره باید یو موټی شي او د ځانسوزونې او ګوښه‎توب پرځای د ظلم ریښې وکاږي. «تراوسه په هیڅ هیواد کې ندي لیدل شوي چې په خپله د سیمې ښځو له مبارزې او هڅو پرته د نورو په لاس خپلو حقوقو ته لاسرسی موندلی وي.»

د آغلې په وینا د ښځو او بشري حقوقو د ترلاسه کولو بل بنسټیز رکن د هیواد خپلواکي ده: «هغه ملت او هیواد چې د نیواک او ظلم په زولنو کې راګیر وي، ناشونی دی چې ښځې خپلو لومړیو حقوقو ته ورسیږي.» د ښځو د حقوقو ترلاسه کولو او دموکراسۍ او آزادۍ ارزښتونو ته د رسیدو لپاره لومړی ګام د ښکیلاکګرو وتل او خپلواکي ترلاسه کول دي.

پدې توګه هغه زیاتوي چې ښځې باید د آزادۍ، ټولنیز عدالت او دموکراسۍ او سیکولاریزم لپاره مبارزه وکړي او د یادو رکنونو پرته ناشونی دی چې افغان ښځې د سوکالۍ او انساني حقوقو څخه برخمنې شي.

د غونډې په دوهمه برخه کې د ګوند یوې بلې غړې د فریده احمدي ژوند لیک ولوست چې څه موده وړاندې د ناپوهو طالبانو لخوا په بې رحمۍ سره ووژل شوه.

فریده احمدي زیارکښه ښوونکې او د افغانستان د همبستګۍ ګوند فعاله وه چې د ۱۳۹۲ کال د تلې په لومړۍ نیټه د پنځوس کلو په عمر هغه مهال چې د ښار په لور روانه وه، د قلعه‎کاه او فراه مرکز د لارې ترمنځ د انسان وژونکو او جاهلو طالبانو لخوا ووژل شوه. نوموړې د سیداسماعیل خان لور وه چې د فراه ولایت د قلعه‎کاه ولسوالۍ د کوجر په کلي کې په کال ۱۳۴۲ زیږیدلې وه.

نوموړې د ښځو د حقوقو ترلاسه کولو او په هیواد کې د ښځو وضعیت کې د مثبت تغییر راوستلو لپاره د نورو ښځو سره اوږه په اوږه مبارزه کوله او دا یې هیله وه چې یوه ورځ به په افغانستان کې ښځې د سوکالۍ او آرامۍ ساه واخلي.

په ورته وخت کې نوموړې زیاته کړه چې د دښمن دا ډول کړنې نشي کولای د مبارزو ښځو غږ غلی کړي، بلکې برعکس موږ ته الهام راکوي چې خپل ژوند ته د اوور تیلي په ورکولو سره د دغو مبارزو ښځو په څیر موږ هم د هیواد د ښځو ښه ژوند او سوکاله راتلونکي لپاره د زړه له کومې مبارزه وکړو.

د غونډې په پای کې د ګوند د یو غړي لخوا د داعش پروړاندې د کوباني د وګړو بیا په ځانګړي توګه د ښځو د مبارزې او سرښندنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته یو لنډ فلم وړاندې کړ او ترڅنګ یې دا وویل چې د کوباني ښځو دا جوته کړه چې ښځې خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د مبارزې پرته د هیواد د پولو د ساتلو او خپلواکۍ د ترلاسه کولو وړتیا هم لري.

د ښځو نړیواله ورځ

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 147 میلمانه آنلاین لرو