په کنړ ولایت کې د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه

په کنړ ولایت کې د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د زمری د میاشتی په ۱۷ نیټه د افغانستان د همبستګی ګوند د کنړ نوبتی غونډو پر بنسټ یو ځل بیا د کنړ په ولایت اسدآباد کی غونډه رابللی وه چی پدی غونډه کی د ۳۵ تنو شاوخوا د ولسوالیو او مرکز استازو ګډون درلود، رابلل شویو استازو هر یو د خپلو ولسوالیو او بانډو د ولسونو ستونزو او کړاونو په رابطه خپل نظرونه شریک کړ او هم یی د ګوند د غړو په کمزوری خوځښت او په ځانګړی توګه د ولسوالیو د استازو په کمزوری خوځښت نیوکه وکړه چی دوی خپله دنده په سمه توګه پر مخ نده بولی، نو وړاندیز یی وکړ چی د سره د ددغو استازو او مسولینو په اړه فکر وشی او ددغو راغلو استازو له منځ څخه د ولایتی کمیټه جوړه او نوی ولایتی مسوول چی ددی ولایت او کمیټی استازیتوب د حزب د مرکزی دفتر سره وکولایی شی وټاکل شی.

د غونډی یو تن ګډونوال پورته نیمګړتیاوو او وړاندیزونو ته په اشاره اوږدی خبری وکړی او د حزب د غړو او استازو مسولیتونه چی څه باید وکړی هغه یی په مفصله توګه لکه په خلکو کی د حزب د پراختیا له پاره جلب و جزب، د شمولیت او حق‌العضویت راټولول، د عضویت کارتونو ورکول، د نشریاتو پراخه ویشل خصوصا د غړو تر منځ، خلکو ته سیاسی پوهه ورکول او د هغو بسیج کول، سیاسی افشاګری، د خپل کار او فعالیت ګزارش لیږل اړوند مرجع ته، د خپل غړو او اعضاو د سویه د لوړولو لپاره د کانفرانسونو رابلل او جوړول او په ځانګړی توګه د ځوانانو او پیغلو تر منځ په پراخه کچه تبلیغ او ترویج کول تشریح کړل چی د راغلو نمایندګانو تنده یی ماته کړله.

همدارنګه نوموړی د هیواد روان کړکیچ (ټولټاکنو) ته په کتلو د حزب د اټکل په اړه په زغرده دفاع وکړه او زیاته یی کړه چی د حزب پالیسی بالکل سمه وه او که هر څوک پدی رابطه شک او ګمان کوی د حزب نشراتو ته دی مراجعه وکړی تر څو شک یی په یقین تبدیل شی، ولی د جلسی اګثریت غړو دا خبره ومنله چی حزب په خپله پالیسی که بریالی دی ځکه چی مونږ په خپلو سترګو وینو چی دغه ټولټاکنی پر افغان ولس ملنډی وهل دی ګنی ددوی په وینا اته میلیون خلک څنګه کیدای شی غله ونیول شی او ددوی رای د د سره و پلټل شی چی دا کار په نړی کی ساری نه لری.

په پای کی د راغلو استازو او غړو څخه دیارلس کسیزه ولایتی کمیټه رامنځته او ددوی څخه یی یو تن له ولایتی کمیټی او مرکزی دفتر تر منځ د خپل مسول په توګه چی ددوی روابط او اړیکی سره ټینګی وساتی هوډمن تن یی وټاکه.

په کنړ ولایت کې د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 191 میلمانه آنلاین لرو