په ننګرهار ولایت کې د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه

جلسه ولایتی ننگرهار

د ۱۳۹۳ کال د وږي په ۱۴ نیټه جلال‌آباد کې د ګوند نوبتي غونډه پرلار واچول شوه، چې پدغه غونډه کې د ښار او ولسوالیو استازو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت، ولایتي مسوول د ګوند کړنو او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د ګوند کړنې وارزولې.

نوموړي د ګوند لاسته راوړنې وستایلې او نیمګړتیاو ته یې ګوت نیونه وکړه او د ګوند پر غړو یې غږ وکړ که چیرې موږ غواړو هیواد او هیوادوال د اوسني وضعیت څخه وباسو، باید هر راز سرښندنو ته چمتو اوسو او په بشپړ ډول د ګوند تګلاره او سیاستونه ولسونو ته ورسو، ترڅو خلک تردې پوهې ورسیږي چې د هر راز بې نیاوي پروړاندې ودریږي.

جلسه ولایتی ننگرهار

دغه راز هغه د خپلو خبرو په لړ کې د ګوند د کړنلارې په بنسټ خپله استعفا وړاندې کړه او ویې ویل چې باید د آزادو ټاکنو د لارې نوی مسوول وټاکل شي.

ورپسې د همبستګۍ ګوند د مرکزي دفتر استازي د تیر یو کال د ګوند کړنو، سیاستونو او اوضاع په اړه روښنایي واچوله او د ګوند د لاریونونو او غونډو پر تاریخي ارزښت وغږید او پدې توګه یې زیاته کړه چي له بده مرغه موږ او تاسو د هیواد په کچه یواځنی دموکرات ځواک یو چې د تیرو دریو لسیزو د جنایتکارانو او ټوپک سالارنو محاکمه او د نیاو پلي کیدل غواړو.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د دغو ناوړو څیرو د محاکمه کیدو پرته په هیواد کې د سولې او سوکالۍ سوری ناشونی دی: «که چیرې د دغو جنایتکارانو لاس له ځواک څخه لنډ او دموکرات او پر سیکولاریزم ولاړ دولت رامنځته نشي، نو پداسې حال که به موږ یو ملي دولت ونه لرو.»

په ورته توګه نوموړي د دموکرات دولت د رامنځته کیدو په اړه داسې وویل: پرته له سیکولاریزم څخه د یو دموکرات دولت رامنځته کیدل به نیمګړی او بې مانا به وي، د دې لپاره چي موږ وکولای شو د ټوپک سالارنو او زورواکو د جنایتونو مخنیوی او د محکمې میز تر شا یې ودرو، نو د دغې دولت رامنځته کیدل اړین لیدل کیږي.

نوموړي په پای کې د ننګرهار ولایت مسوولین د دې لپاره د نیوکې لاندې ونیول چې د ښځو د سیاسي پوهې په برخه کې یې د پام وړ ګامونه نه و پورته کړي او دې ته یې اشاره وکړه چې زموږ ګوند ته د نارینه وو ترڅنګ د ښځو اوږه په اوږه مساوي مبارزه ډیر ارزښت لري او د ګوند له سیاستونو څخه دی چې ښځې د سیاسي کیدو او د پوهې ورکولو دلارې خپل واقعي حقونه ترلاسه کړي او د ټولنې او هیواد په رغښت کې مساوي ونډه ولري.

د غونډې په پای کې د ننګرهار ولایت د اتو ولسوالیو دره نور، ښیوې، بهسودو، اګام، خوګیاڼیو، سرخرودو، کامې، کوټ او دغه راز د شیخ مصري کمپ او د جلال آباد ښار ښاري کمیتې او استازي او ولایتي مسوول د آزادو ټاکنو د لارې وټاکل او د ګوند پلویانو ته وروپیژندل شول، څو په خپلو سیمو کې د ګوند په کارونو کې فعاله ونډه واخلي.

جلسه ولایتی ننگرهار

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 235 میلمانه آنلاین لرو