سلما د اشرف غني او ساتونکو د نندارې او خرمستۍ قرباني شوه!

سلما د اشرف غني او ساتونکو د نندارې او خرمستۍ قرباني شوه!

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۱مه نیټه لغمان ولایت ته د اشرف غنی بدمرغه او سپیره سفر د سلما ژوند واخیست. سلما د سمیع الله لور چی ۱۳ کاله عمر یی د لغمان ښار تاجګړۍ کلي اوسیدونکې وه او هره ورځ به کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د لغمان په ښار کی ماسته پلورل چی د غنی د موتر کاروان په ځناوریزه توګه هغه د ټایر لاندې کړه او ددغې ګلالۍ ماشومه یی شهیده کړه.

که څه هم په ټولنیزو رسینو کی د سلما د شهادت خبر خپور شو خو د پیښې په اړه د کره معلوماتو او د هغې د کورنۍ سره د غمرازۍ لپاره د همبستګۍ ګوند په استازي‎توب د سلما کور ته ولاړو.

د سلما پلار چی د خپلې کوچنۍ لور غم ډیر ځپلی وو مونږ ته یی پیښه داسی تشریح کړه:

«زمونږاقتصادي وضعیت خراب دې زه هم کار کوم خو د کورنۍ اړتیا نشم پوره کولی نو له همدې کبله اړ وم چی هره ورځ سلما ښار ته د ماستو پلورلو لپاره ولیږم او زمونږ د کورنۍ دروند پیټي یوه برخه په خپلو نازکو اوږو اوخت کړي، خو د غنی د موټر کاروان یو تیز رفتاره ګاډي زه له خپلې لور خلاص کړم او هغه یی راته په ډیره بې رحمۍ شهیده کړه. کله چی د اشرف غنی ساتونکو زما لور شهیده کړه هغه ظالم جابر قاتل پرته له ویرې لکه چی کومه مرغۍ یی وژلي وی له لغمان ښار څخه ووت او ښاریانو زما لور روغتون ته وړې وه.»

سمیع الله
سمیع الله د سلما پلار

پلار یی زیاتوی چی حکومتي چارواکو په هغوی فشار راوړ چی پیښه باید پټه پاتي او د شهید سلما جسد باید ژر تر ژره کور ته یوسي.

د سلما ماما حاجی ګل وایي:

«مونږ ته یی وویل چی جسد کور ته یوسۍ او خبره پټه کړۍ ځکه هغوی زورواکي دي او ستاسو وس پرې نه رسیږي. مونږ ورته وویل چی اوس مازیګر ده او ګرمي هم ده، مونږ جسد کور ته نشو وړلای. له ډیرو ننواتو وروسته یی ومنله چی جسد د یوې شپې لپاره باید په یخه‎خونه کی پاتي شي.

هغوی رسنیو ته اجازه ورنکړه چی روغتون ته ننوځي او د والی ویاند ماته زنګ وواهه چی والی وایي څوک درنه خبر نشي. پر سبا یی ما دا خبر د فیس‎بوک له لاری خپور کړ او د والی ویاند بیا ځلی زنګ وواهه چی والی غواړي تاسره په ولایت کې وګوري. ما ونه منله، ورته می وویل چی زما لور شهیده شوې ده او ما کوم جرم نده کړی چی ستا خواته درشم.»

حاجی ګل وایی چی په سبا یی والي او ځنې نور حکومتي چارواکي د غمرازۍ لپاره زما د خورزې کورته راغلل او د پیښې پټولو او د کورنۍ د خولې بندولو لپاره یی د سلما پلار ته درې لکه افغانې ورکړې او همدا راز یی د یوې نمرې ځمکې او د شهیدانو د کتابچې ورکولو ژمنه وکړه خو تر ننه یی نده ورکړې.

د لغمان ښار یو تن ځوان چې نه غواړي نوم یی یاد شي وایي:

«اشرف غنی د یوماشوم د وژلو بیه یواځې دری لکه افغانی وټاکله، دا ډیر د شرم ځای دې. درې لکه نه چې درې میلیونه هم د هغې ګلالۍ ماشومې ژوند بیرته نشی ورکولی. تر سو چې د شهیدی سلما وژونکی په سزا ونه رسیږی دا به زورواکو وکیلانو او ټوپکیانو ته جرأت ورکړی چی لدی څخه ورسته هره ورځ زمونږ بیچاره ولس بی موجبه ووژني.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 200 میلمانه آنلاین لرو