په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل

په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل

۱۳۹۷ کال د زمري ۲۶مه: «د افغانستان همبستګۍ ګوند – فراه» د افغانستان خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو کلیزې څخه لمانځنه وکړه چی د فراه ولایت له مختلفو سیمو ګڼو خلکو پکی ګډون کړی وو. محفل په دې سریزې سره پیل شو: په داسی حال د هیواد خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو کلیزه لمانځو چی مورنی ټاټوبی مو د امریکا او د هغې د ملاتړو تر کرغیړن سیوري او بنسټ‎پالو او غیر بنسټ‎پالو ځناورو تر ولکې لاندې له ټپونو رنځیږي. هغه وطن چی هره ورځ ویجاړیږي او ناامنۍ او بدمرغۍ او در په درۍ د هغې وګړي له تور برخلیک سره مخ کړي او بی‎دفاع خلک یی ګیډۍ ګیډۍ په چاودنو، هوایی بریدونو، جګړو او ټول‎وژنو کی له لاسه ورکوی؛ ښځې او ماشومان یی د جنسي تیري او لسګونو نورو جنایتونو قربانیان دي؛ ډیرۍ اوسیدونکی یی په وژونکې بیوزلۍ کې ژوند کوی او په ډیریو سیمو کې د پوهنې او روزنې له لومړنیو آسانتیاو بی‎برخې دي.

په غزني، فراه، فاریاب، سرپل، ننګرهار، تخار او د هیواد په هر ګوټ کی روانه جګړه او جنایت ددې ویجاړۍ ښکاره نښې دي چی د ولس د دښمنانو له لوری د هیوادوالو د وژلو لپاره هره شیبه ډیریږي.

په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل

وروسته د همبستګۍ ګوند یو تن غړي اشاره وکړه چی یواځې په شعار ورکولو او وینا سره نشو کولای د امان الله خان او زرګونو مشروطه‎غوښتونکو او د هیواد نورو شهیدانو لارې ته ادامه ورکړو. یوازې په سرښندنو او د هیواد او خلکو ګټو لپاره له شخصي ګټو څخه په تیریدو کولای شو توی شوو وینو ته درناوی وکړو او د هیواد خلاصون لپاره په دې سختو شرایطو کی کار وکړو. هغه وویل:

«چوپړ دولتونه چی دلته ښکته او پورته شوی او کیږي تل یی کوښښ کړی د ریښتینو اتلانو پر ځای، غله او جنایتکاران د اتلانو په نامه ونومي او زمونږ پر ولس یی راوتپي خو تاریخ ریښتیني اتلان په خپلو پاڼو کې ساتي. د نیواکګرو او ځناورو ټیکه‎دارانو په شړلو سره به زمونږ خلک آرامه ساه واخلي او هغه وخت کولای شو ووایو چی ملي او ولسي دولت لرو. دا کار یواځې هغه مهال شونی ده چی خلک سیاسي پوهه تر لاسه کړي او د یو ولسي او توریالي جوړښت په شاوخوا کې راټول شي.»

آغلې بلقیس روشن، د فراه ولایت پخوانۍ سناتورې هم په دې محفل کې ګډون کړی وو او وینا یی وکړه:

په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل

«تاریخ دا په ډاګه کړې که چیری یو هیواد و غواړي د پرمختګ په لور لاړ شي او د نړۍ په کچه اعتبار ترلاسه کړي په لومړي ګام کې باید خپلواکي ولري. زمونږ د هیواد پرمختګ‎غوښتونکي شاه امان الله دغه ټکی درک کړی وو. نن د عبدالله او غني په څیر چوپړان ویاړ کوی چی د امریکا استازي جانکیري د هغوی لاسونه د افغانستان د واکمنانو په څير اوچت کړي. نن زمونږ خلک د انګلیس دوران پرتله ډیر د ظلم لاندی دي، هغه وخت که یو هیواد لوټلو، نن له ۴۵ څخه زیات هیوادونه واکمني کوي او هر یو یی چوپړان او څارګر لري.... باید مونږ ټول د یو چتر لاندی سره یو شو او د نیواک او زبیښاک پر وړاندې مبارزه وکړو.»

په محفل کی د شعرونو دکلمه، د ورستیو ۵لسیزو تیاتر، وطنی موسیقی او سپورتي نندارې هم وې چی په ورستۍ برخه کی د ګډونوالو له لوری د ملی اتڼ په ترسره کولو پای ته ورسیده.


په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل
په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل
په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل
په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل
په فراه کې د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په یاد د «همبستګۍ ګوند» محفل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 161 میلمانه آنلاین لرو