د سیک او هندو هیوادوالو پاکه وینه نه بخښو!

د سیک او هندو هیوادوالو پاکه وینه نه بخښو!

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په لسمه، ننګرهار ولایت ته د اشرف غنی د سفر پر مهال، د ولایتي ادارې ودانۍ ته څیرمه په مخابراتو څلورلارې شاوخوا څلورنیمو بجو کې یو ځانمرګې برید د هغو اهل هنود او سیکانو هیوادوالو په منځ کې تر سره شو چې اشرف غني غوښتل له دوی سره د ولایت په مقام کې وګوري. د دې چاودنې په لړ کې ۱۹ کسان وژل شوی، چې ۱۷ تنه یی سیکان او اهل هنود دي. د شهیدانو سربیره شل کسان نور ټپیان شوي هم دي چې اته تنه یی سیکان او اهل هنود دي.

د همبستګۍ ګوند په استازیتوب خپلو دغو درددیدلو هیوادوالو سره د غمرازۍ له پاره مو وغوښتل چې ددوی د شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړو خو د سختو امنتي تدابیرو له امله مو ونشو کړاي چې ځان درمسال سیمې ته ورسو. په سبا ورځ فاتحې لپاره ولاړو او ددغو معصومو هیوادوالو سره مو غمرازي وکړه او له هغوی څخه مو د پیښې د جزئياتو په اړه وپوښتل.

دغه برید ډیر ځناوریز او زړه بوږنونکې وو چې په ترڅ کې د سیکانو او اهل هنود ډیرۍ مشران لکه اوتار سینګ چې راتلونکو پارلمانې ټاکنو ته نوماند و، نریندر سینګ، ایندر جیت سینګ، انوب سینګ، امریک سینګ چې د درمسال سرپرست و، میر سینګ، رویل سینګ، ستنام سینګ، منمیت سینګ، راجو سینګ چې د ځوانانو مشر و، بلجیت سینګ، ویکي کومار، ترنجیت سینګ، ستنام سینګ شهیدان شول او سربیره پر دې سنر سینګ، منجیت سینګ، ست پال سینګ، ګل میرت سینګ، مهندر سینګ، اقبال سینګ چې د درمسال امام و او تر اوسه په ای.‏سی.‏او کې دی، اوتار سینګ ځوی او مهندر پال سینګ ټپیان دي.

د سیکانو او هندوانو شهیدان

د ټپیانو څخه یو تن چې منجیت سینګ نومیږی او میر سینګ ځوي دی داسې وای:

«موږ سره له یوې ورځې څخه مخکې ولسمشر ژمنه ایښودی وه چې له موږ سره به یوه لیدنه تر سره ګړی او درې بجې یې د لیدنې وخت ایښودی وه نو په دی موخه سپین ږیری راټول شول او د ولایت په لور روان شول، کله چې د مخابراتو چوک ته ورسیدلو د ولسمشر ساتونکو چې د PPS په نامه یادیږی موږ یی ودرولو او راته یی وویل چې صبر وکړی تر څو موږ له دننه څخه لارښونه واخلو. نو موږ ورته وویل چې موږ پرون راغلی و او سهار هم راغلی وو او څلور بجی یی موږ سره د لیدنې وخت ټاکلې دی تاسی خپل لیست وګوری د دی له پاسه یی هم موږ ته وویل چې ودریږی. موږ پنځه دقیقی په تمه شولو له دی څخه وروسته زموږ د سر تا سری شورا مشر لاهور سینګ ښتکه شو ورته یی وویل چې موږ ته اجازه راکړی خو بیا یی هم خپله مخکینې خبره تکرار کړه له دی وروسته زه ښکته شوم او ومی ویل چې سپین ږیری را سره دی او ډیره ګرمی هم ده مخابره دی هم کړی ده موږ ته سم ځواب راکړی بیا یی وویل په تمه شی له دې خبرې سره سمه چاودنه تر سره شوله زما خپه لاس او ملا ژوبله شوه شا ته چې می وکتل زموږ ټول مشران په وینو لمبیدلی و په ۴۵ کلونو کې دا دویمه دردونکې پیښه وه چې زموږ د ټولو اهل هنودو کورنۍ یی په ویر کینولي دي. موږ د طالبانو سره دښمنی نلرو او سیکان یو بی طرفه قوم دی. او موږ امن او شانتی غواړو او دا هیله لرو چې افغانستان آباد او سوکاله شی ولس او عامه وګړی نور شهیدان نه شی.»

منجیت سینګ
منجیت سینګ

د دغې پیښې یول بل ټپي چې ګل میرات سینګ نومیږی په دغه چاودنه کې خپل یو ورور، پلار، کاکا او خسر له لاسه وکړی کله مې چې له دی سره خبری کولی په ژړا و او مری یی کلکه نښتې وه خبری یی نه شوی کولی ما هم خپله حوصله له لاس ورکړه او ځان می ټینګ نه کړی شو د بدن ویښتان می ودریدل. خو بیا مې هم کوښښ وګړ او هغه ته می ډاډ ګیرنه ورکوله ورو ورو یی په خبرو کولو پیل وکړ او داسی یی ویل:

«ډیر دردمن یم مرۍ مې غوټه ده د کورنۍ څلور تنو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوازې زه پاتې شوم یو ځل وایم چې زه هم مړ وی خو کله چې خپلې پاتې کورنۍ ته ګورم بی سرپرسته ده نو بیا شکر کوم ښه ده چې د دوی لپاره زه ژوندی پاتې یم تر څو د دوی لپاره د ژوند چوپړتیاوی برابری کړم. بیګا شپه د کور ټولی ښځي له ما سره ناستې وې او ټوله شپه تر سهاره یی له ما سره یوځاي ژړل، دغه چاودنه له وخت څخه مخکې پلان شوی وه. زموږ له تګ څخه پرته له دولت بل څوک خبر نه وه. له چاودنې وروسته زه په روغتون په هوښ راغلم د خپلې کورنې خبر شوم او هلته مې داګټر ته وویل زما ټوله کورنې سوځیدلې ده نو ډاکټرانو خوشي کړم او کور ته راغلم کور کې مړي وکتل د ورور، پلار، تره او خسر مې ټوټې شوي وو او ټولی کورنۍ ژړل، حکومت خو یوازې خپل ځان ته کامیاب دی عوام ته نه دی عوام هره ورځ وژل کیږی انتحاری د کوم ځایه راغې حکومت دری ورځې امنیتی تدابیر نیولی و هلته کوم شی پر نه شو وهلی. زموږ ټول مشران مړه شول د کابل هم او ننګرهار هم ټول یتمان پاتې شو، په دغه پیښه کې د ځانې تلفاتو سربیره موږ ته مالې زیانونه هم اوختی دی څلور ګاړی مو له منځه تللی دی، خو مرال مو مات شوی نه دی که ټول هم مړ کیږو دا خاوره نه پریږدو ځکه موږ د دی خاوری بچیان یو.»

میرات سینګ
میرات سینګ

په ریښتیا چې زموږ اهل هنود ورونه له ډیرو ننګونو او ناخوالو سره مخ دی. نه د دوی مال په امن کې دی او نه ځان، د دوی ځمکې او جایدادونه د زورواکو له خوا غصب شوی دی او د ژوند سطحه یی ډیره ټیټه ده، له دی سره سره نه دوی ته د ښوونې او روزنې په برخه کې او نه په روغتیایی، اقتصادی، سیاسی او فرهنګې برخو کې چوپړتیاوی شتون لری او د خپلو لاسونو په تڼاکو خپل ځان له پاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوی. د جنګ او جګړو په دوران کې د دوی په خویندو میندو او لورګان جنسی تیری ترسره شوی. خو دولت، طالبان او نور وسلوالې ډلې دوی لا تر اوسه هم په کراره نه پریږدي او د دوی په وژلو لاس پوری کوی.

زمونږ دغه زوریدلی او کړیدیلی وروڼه که څه هم د کلونو راهیسې په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوی او د حنفي په څیر کرغیړن اخوانیانو هغوی ته «ګاونډیان» وای خو بیا هم دوی ډیر کلک او ټینګ هوډ لری او ځانونه ددې خاورې اصلی وارثان ګڼي. په فاتحه کې یی د یو پوستر پر مخ چې د شهیدانو انځورونه پکې ول دا شعر لیکلی وو:

چې یې مور وي زیږولی پدې خاوره          که په هر ژبه ګویان وي خو افغان دی

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 485 میلمانه آنلاین لرو