په ننګرهار کې د همبستګۍ ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول

په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول

د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي۲۰مه، نن د همبستګې ګوند نجونې او هلکان په ننګرهار کې د ايران قونسلګرۍ مخې ته راغونډ شول او د ايران په یزد ښار کې د افغانو کارګرانو موټر سوځول، په هريرود کې د کارګرانو ډوبول او د خامنه‌ای وينې‌څښونکي رژیم په سلګونو نور بشر ضد جنايتونه یې وغندل او د اعتراض په بڼه یې د دوه جلادانو خميني او خامنه‌ای عکسونه وسوځول.

معترضو ځوانانو د ايران ويني‌بهونکي دولت پر ضد شعارونه هم ورکړل: «د خامنه‌ای ځناور رژيم له لوري د زيارکښانو سوځول او ډوبول نه بخښونکی جنايت دی!» «لږ اوبه راوړئ چې وسوځيدم!» «د ايران ځناور رژيم د طالب او داعش ورور ده!» «د افغانستان زيارکښانو وينه هيڅکله د خامنه‌ای وينی‌څښونکي رژیم ته نه بخښو!» «مړه دې وي زورواکي، هم په کابل هم په تهران کې!»

غونډه د ولسي او مخکښ شاعر عزت الله ځواب په دې شعر سره پای ته ورسیده.

سعودي او امريکا او پاکستان دې ټول خبر وي
افغان غوندې به وسوځي ايران دې ټول خبر وي
اشراف شتمني خلکو ته پرېږدي دوی به تښتېږي
کارګر او کسب ګر او دهقانان دې ټول خبر وي
زيارکښ به د اوبو سيندونه خپله مديريت کړي
جنت به شي وطن افغانستان دې ټول خبر وي
جهاد به د تهران په اخندانو باندې فرض شي
بچيان د دې ګورګين لعين شيطان دې ټول خبر وي
ملا وايي قيامت کې به وي سپي د دوزخونو
ځوابه ناظمان او شاعران دې ټول خبر وي

په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول
په ننګرهارې د همبستګې ګوند ځوانانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته د خميني او خامنه‌ای انځورونه وسوځول

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 85 میلمانه آنلاین لرو