د ښځې نړیوالې ورځ لمانځغونډه
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: دوشنبه, 18 کب 1399
د مارچ اتمه د بهرنیو یرغلګرو او د هغوي کورنیو چوپړانو پروړاندې د جګړې په ورځ بدلوو!
۱۳۹۹ کال د کب ۱۸مه – کابل: د افغانستان همبستګۍ ګوند د یوې غونډې په ترڅ کې چې ګڼ شمیر غړو او پلویانو یې پکې کډون کړی وو، د ښځې نړیواله ورځ ولمانځله.
په پیل کې، د پروګرام پرمخوړونکي وویل:
«امریکا او ملاتړو یې د "دموکراسۍ" او "ښځو آزادۍ" په درواغجونو شعارونو سره افغانستان ونیوه، چوپړو رسنیو او جارچیانو یې هم دا دنده واخیستله تر څو په حکومتي او غیر حکومتي بنسټونو کې د یو شمیر جهادي او فولبرایټي او انجویي ښځو لکه فوزیه کوفی، سیمین حسنزاده، ملالی شینواری، شاهگل رضایی، زینب موحد، ماری اکرمی، شهرزاد اکبر، ناهید فرید، سیما سمر، حبیبه سرابی او نورو شتون د ښځو "آزادۍ" په نوم تبلیغ کړي او د ځناورو جهادیانو او طالبانو په منګولو کې راګیر هیواد باندې یرغل پرحقه ثابت کړي. دې چال او دوکې ډیر دوام ونکړ، کله چې د امریکا یرغلګر هیواد په لومړي ګام کې، د ښځو تر ټول کلک دښمنان د "شمالي ټلوالې" په نامه په خپل لاسپوڅي دولت کې ځای پر ځای کړل او خپله ریښتیني څیره او د خلکو او ښځو پر وړاندې خیانت یې چې د "دموکراسۍ" او "بشر حقونو" تر نقاب لاندې پټه کړې وه نور هم ښکاره شو.»
وروسته له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل شو چې د وروستیو وژنو قربانیانو لکه شهید شهناز رووفی، شهید مرسل وحیدی و شهید سعدیه سادات ته د درناوي په پاره راولاړ شي.
آغلې ځلا، د همبستګۍ ګوند په استازیتوب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:
«د مارچ اتمه، هغه نیکمرغه ورځ ده چې د کلارازتکین له لوري په ۱۹۱۰ کال کې د "سوسیالیستو ښځو نړیوال کنفرانس" کې د کارګرو ښځو مبارزو ته د درناوي په پار وړاندیز شوه او تر نن پورې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. مونږ په داسې حال کې دا ورځ لمانځو چې زمونږ رنځیدلي او کړیدلي خلک په ځانګړې توګه ښځې له ډولا ډول بلاګانو لکه نیواک، بنسټپالي، بیوزلي، وژنې او وینېبهونې او... څخه ځورېږي؛ زمونږ د هیواد د بدمرغو ښځو ستوني او غوږونه لا هم پرې کېږي او جنسي تیری پرې کېږي؛ سنګسارېږي او سوزول کېږي؛ هغوي له دې درد څخه د ژغورنې په خاطر ځانوژنه او ځانسوزونه کوي؛ او په لسګونو نور ظلمونو زغمي.
...
زمونږ خلک باید په دې وپوهېږي چې د جهادیانو، طالبانو او تکنوکراتانو په شتون کې چې لکۍ یې د امریکا، پاکستان او ایران په لاس کې دي، هیڅ ډول حکومت که "جمهوریت"، "امارت"، "موقت" وي یا هر یو بل زمونږ وضعیت ته بدلون نشي ورکولای. دا نومونه د امریکا او د هغې د ملګرو په لاس ګنډل شوې جامې دي چې د هغو په مرسته د خپلو چوپړانو کرغیړن ځانونه پټوي. هیڅ کله باید هیر نکړو که ځناور طالب په ځانوژنو او چاودنو سره زمونږ خلک وژني، لاسپوڅی دولت هم له خلکو څخه د یوې مړۍ ډوډۍ په اخیستلو سره، هغوي د مرګ په لوري بیایي.
هیڅ لیوه مونږ د بل لیوه له غاښونو څخه نشي ژغورلی. پوهېږو چې زمونږ دښمنان پیاوړي او شتمن دي، خو یو راز باید هیر نکړو: هغوي زمونږ له یووالي څخه یره لري. باید په دې شعار سره "نه امریکا، نه جهادیان، نه طالبان؛ واک د خلکو په لاس!" د هغوي پر وړاندې وجنګېږو.»
د همبستګۍ ګوند له ځوانانو څخه یو تن د پروین په نوم شعر دکلمه کړ او بل ځوان د «شنبه میندو»، د ترکې د تريتم شوو انقلابیانو میندو د سرښندنو او مبارزو په اړه یو مطلب ولوست. همدا رنګه د ګوند ځوانانو د څو پارچو موسیقي غږولو ترڅنګ دوه سندرې یوه د پريدخت آیتي «من یک زنم!» او بله د آغلې روژان «فریاد مادران» هم وویلې.
په پای کې، ښاغلې ربیع پوپل څو پارچې ستار وغږولو.