د نیواکګرو او لاسپوڅي رژیم په واکمنۍ کې طبیعي بلاووې ناورین ګرځي!

د نیواکګرو او لاسپوڅي رژیم په واکمنۍ کې طبیعي بلاووې ناورین ګرځي!

په هغه هیواد کې چې مفسد انسان‎وژونکي واکمنان او بهرنیو اربابانو یې د خپلو خاینانه سیاستونو سره زموږ ولس د ملا ماتوونکي بیوزلۍ سره مخ کړی، د طبعیت قهر د نورو زرګونو ستونزو برسیره ناورینونه زیږوي. که څه هم اکثره خلک مو په ځانکړې توګه بزګران مو سږني ډيرو ورښتوونو او واورو ته خوشاله ول او د یوه حاصلخیزه کال په توګه یې ګڼلو، خو بیا هم په ځينو سیمو کې د سیلاب لرونکو ورښتونو وریدلو یې کورونه او هرڅه لمنځه یوړل او یو ځل بیا یې د غم په ټغر کینول.

د ۱۳۹۷ کال د کب په لسمه په کندهار، زابل، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د ډيرو ورښتونو له امله خورا زیات سیلابونه راووتل چې لسګونه کورونه یې لاندې او ډیر زیات مالي او ځاني زیانونه یې واړول.

د بیلګې په توګه د دغو سیلابونو ورانیو ته چې په فراه کې یې رامنځته کړل یوه کتنه لرو.

د کب په یوولسمه سهار مهال کله چې د فراه ښار او کلیو اوسیدونکي له کورونو د باندې وځي د یوه بیساري سیلاب سره مخ کیږي. سیلاب د فراه رود له سیمې پیل او د لومړۍ، دوهمې، دریمې او د ښار مرکزي سیمو په ګډون د سرجنګل، شیوان، کنسک، شمالګاه، دهک، سور، چهاربرجک، قلعه غلام صدیق، کرجي، شیخ اباد، عسکر اباد، سنګزور، شوراباد، یزده، چهارباغ او نورو سیمو دوکانونه او کورونه چې دسیند دواړو خواوو ته پراته دي وران ویجاړ کړل. پدې لړ کې لسګونه تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شاملې دي، ټپيان او ورک شوي دي. دغه سیلاب د ځاني زیانونو سربیره ډیره زیاته اندازه مالي زیانونه د فراه بیوزله ولس ته واړول، چې زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې، سلګونه ګلخانې شنې خونې، سل ګونه غواګانې او پسونه یې له منځه ویوړل.

یاد شوي زیانونه یواځې تر ښاره محدود پاتې نشوه، تردې چې د اناردرې او قلعه کاه په ولسوالیو کې هم ډیر زیات زیانونه واړول. په میلیونونو افغانۍ زیان خلک واوښت. د اناردرې ولسوالۍ بازار چې د سیند تر غاړې جوړ شوی دی، ټول دوکانونه یې په سیلاب کې ویجاړ، او ټول وسایل یې سیلاب له ځان سره یوړل. د زهکن، سدکهانو او ازاد کلي ټول ویجاړ شوه او د کلیوالو خټين کورونه پر هغوي راکیوتل. د قلعه کاه په ولسوالۍ کې هم د اور او انجیران کلي په مکمله توګه ویجاړ شوه او خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د فراه فاسد چارواکي د «سیلاب ځپلوسره د مرستو» په نوم د ننداریز حرکاتو په ترڅ کې د خلکو په ټپونو مالګې اچوي. سیلاب ځپلو له کابله راغلی هئیات لخوا پنځلس میلیونه افغانۍ د خپل ځان لپاره توهین وګڼلو. بلقیس روشن د فراه د خلکو با وجدانه وکیله چې تل یې د مظلومانو غږ اوچت کړی، پر مرکزي حکومت د سختې نیوکې په ترڅ کې د مرکزي حکومت لخوا فراهي سیلاب ځپلي ولس ته د نه پاملرنې له امله غوسه ده او د ع او غ لاسپوڅي حکومت د خیانت او فساد یوه بله بیلګه افشاء کړه.

په فراه کې وروستیو سیلابونو په ډاګه کړه چې دغه لاسپوڅي واکمنان نه دا چې د بې وزلو خلکو غږ ته لبیک نه وایي، بلکې پر فساد باندې دوامداره ککړوالی یې د طبیعې پيښو د مصیبتوالي او سخت والي لامل ګرځيدلی چې زموږ هیوادوال یې د غم په ټغر کینول.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 536 میلمانه آنلاین لرو