پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په لغمان کې د همبستګۍ ګوند اعتراضي غونډه
- کټګوري : د ګوند کړنې
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: پنج شنبه, 02 زمری 1399

۱۳۹۹ کال د زمري ۲مه: په مهترلام ښار کې د همبستګۍ ګوند غړو د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې، پر کنړ ولایت د پاکستان پوځ چې د طالبانو او اخواني تنظیمونو بنسټایښودونکی ده، توغندیز برید وغنده. ددې غونډې په مرکز شعار کې لیکل شوي وه: «زمونږ د خلکو پر وړاندې د پاکستان دولت توغندي توغول، ترهګر روزل او شیطاني سیاستونه به بېځوابه نه پاتې کېږي!»
خالد، د همبستګۍ ګوند غړي وویل:
«د پاکستان دولت او آیاسآی له کلونو راپدیخوا زمونږ په هیواد کې خپل څارګر روزلي او د لاسپوڅي دولت پر لوړو څوکیو یې ټومبلي دي، له همدې کبله هر کله چې د اخوانیانو او طالبانو له لوري کوم جنایت ترسره کېږي، د افغانستان دولت چوپ پاتې کېږي. او که کله هم خپل غږ اوچتوي، یواځې ننداریزه بڼه لري چې د خلکو کرکه آرامه کړي.»
معترضانو د پاکستان دولت، آیاسآی او د هغوي اخواني او طالبي چوپړانو پر ضد شعارونه ورکړل او د مولانا فضلالرحمن، عمران خان او جنرال فیض حمید د آیاسآی رییس انځورونه یې وسوځول.






