پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه

پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه

ننګرهار – ۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۳۱مه: نن په جلال‎آباد ښار کې د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کې د کنړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ او اسعدآباد ښار د پاکستان ترهګر روزونکي پوځ توغندیز برید وغنده چې په هغه کې تر اوسه زمونږ ۲۰ هیوادوالو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. د یادونۍ وړه ده چې معترضانو غوښتل دا لاریون د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته ترسره کړي خو د امنیتي ځواکونو له لوري اجازه ورنکړ شوه.

معترضانو د پاکستان دولت له شیطاني سیاستونو او د هغوي له افغاني چوپړانو خپله کرکه په شعار ورکولو سره ښکاره کړه: «مړ دې وي آی‎اس‎آی!» «د پاکستان دولت له لوري زمونږ د خلکو وژنه جنایت ده!» «مړه دې وي په افغانستان کې د پاکستان چوپړان!» «د خپلو هیوادوالو د وینو غچ له پاکستان څخه اخلو!» «لنډ دې وي زمونږ له هیواد څخه د جهادي‎تنظیمونو، طالبانو او داعشیانو د ملاتړو لاس!»

ورپسې د همبستګۍ ګوند ولایتي مسوول په خپله وینا کې وویل:

«دا لومړی ځل نده چې پاکستان پر ختیځو ولایتونو، په ځانکړې توګه پر کنړ توغندیز برید کوي. دا د سی‎آی‎ای یوه پروژه ده چې د پاکستان دغلباز دولت او آی‎اس‎آی په مرسته غواړي د پولې څیرمه سېمې له خلکو تشې او هغه ځای د ترهګرروزونکو په مرکز بدل کړي. هره ورځ ګورو چې طالبان په کنړ او نورستان کې د ښوونځيو دروازې تړي او د هغو پر ځای دیني مدرسې پرانیزي چې په هغې کې سخت‎دریږي او وهابیت تبلیغ کړي. له دوه ورځو را پدیخوا طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ او مرکز عمومي لاره تړلې تر څو د دولسم ټولګي فارغان په کانکور آزموینه کې ګډون ونکړي او په ناپوهۍ کې پاتې شي. له همدې کبله پاکستان دغه تورانده ډله ملاتړ کوي تر څو نوی نسل له تمدن څخه لری په جهل او خرافاتو کې ډوب کړي.»

پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه

ورپسې عزت الله ځواب، پر هیواد میئن او زړه‎سوانده شاعر، د پاکستان کرغیړن سیاستونه د یو شعر په ویلو سره وغندل:

داعش دی، ترورست دی، القاعده دی پاکستان
د ډېرو جهاديانو په فايده دی پاکستان!
لاهور دی، که پنجاب دی، که ريونډ، که کراچۍ ده
په پوچو نظريو باندې ګنده دی پاکستان!
مونږ خپلو کې اخته يوو يو بل وژنو نه پوهېږو!
که پوهه شو نو هسې پاغونده دی پاکستان!
هنداونو ته سجدې کوي چې زور ورباندې راشي
په سيمه کې د لوی انګرېز بنده دی پاکستان!
ساده پاده عوام يې ورپسې دي غولوي يې!
نيولی ملايانو په چنده دی پاکستان!
ځوابه ستا شعرونو کې د سپي بچی رقيب دی
خو ستا د مخالفو سرېنده دی پاکستان!

لاریون د عمران خان او مولانا فضل‎الرحمن انځورونو په سوځول سره پای ته ورسیده.

پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه
پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه
پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه
پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه
پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه
پر کنړ د پاکستان توغندیز برید پر وړاندې په جلال‎آباد کې اعتراضي غونډه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 102 میلمانه آنلاین لرو