سی‎آی‎ای څرنګه خپلو افغانو چوپړانو ته غوږتاوی ورکوي؟

سی‎آی‎ای څرنګه خپلو افغانو چوپړانو ته غوږتاوی ورکوي؟

نوکر، نوکر ده که هغه د خلق او پرچم مشران وي، یا د امریکا لخوا روزل شوي جهادي او طالبي او تکنوکراتان وي. ټول د خپل بادار پر وړاندې د تشناب کاغذ ارزښت (یا هم د عطا په وینا د پیپسي بوتل ارزښت) لري چې تر هغې ورته اړتیا لري درناوی یې کوي، خو کله یې چې خپله چټلي پرې پاکه کړه پر دې تشناب کاغذونو د اوبو اچولو زیار هم نه اوباسي. د خپل تاریخ په ورستیو څلویښت کلونو کې داسې ډیرې بیلګې لرو: تره‎کي چې یو ساده‎بډنګ سړی وه د «ختیځ نابغه» لقب یې واخیست خو په یو بالښت یې ورته کار خلاص کړ؛ ویني‎څښونکي امین چې ځان یې عزراییل ګڼلو، د شوروي ځواکونو یې په څو ساعتونو کې ټغر ورته راټول کړ او د یوې غالۍ په منځ کې په یو نامالوم ځای کې ښځ کړ؛ کارمل چې یو مهال په شان او شوکت له روسي الوتکې راښکته شو، داسې ورځ راورسیده چې د هغه هیواد د ویزې ترلاسته کولو لپاره یې ننواتې کولې؛ نجیب هم د خپلو روسي بادارانو له لوري د یو یتیم ماشوم په څیر د بینن سیوان تر پښو لاندې پریښودل شو؛ او همدا راز جهادي او طالبي مشران هم د پاکستاني، ایراني، عربي، امریکایي او انګلیسي بادارانو پر وړاندې ورته ارزښت لري. دا ټول جاسوسان د خپلو بهرنیو واکدارانو پر وړاندې سرټیټي دي او هر کله یې چې نافرماني کړې، داسې کلکه سپېړه یې خوړلی چې نور یې هیڅ کله سر نده راپورته کړی.

لاندې د سي‎آی‎ای له لوري د دوستم، فهیم او اسماعیل خان د غوږتاوۍ څو بیلګې لولو چې څرنګه په یوه پټکه آرام شوي دي. دې پلاستیکي پهلوانانو که څه هم ځان پورې د سترجنرال، مارشال، امیر او امپراتور لقبونه ټومبلي دي خو یو غږیز بم، تیلفوني اړیکه او د څو امریکایي پوځیانو شتون او... بسنه کوي چې دوي خپل پرتوګونه لامده کړي.

استیف کول، د امریکا مخکښ لیکوال په «ایس ریاست» کتاب کې د «ستر ښاغلي» (موخه زلمی خلیلزاد) په څپرکی کې څو کوچنۍ بیلګې لیکلي، خو ډاډه یم چې دا ډول بیلګې ډیرې زیاتې دي چې رسنیو ته نه دي راوتي.

لیکونکی: استیف کول | سرچینه: د «ایس ریاست» کتاب
ژباړونکی: سمیر

د خلیلزاد تر مشرۍ لاندې د امریکا سیاستونه په ډیر غور سره جوړ شوي وه. داسې ټاکل شوی وه چې متحده ایالات به د ټاکنو په پایله کې لاسوهنه ونه کړي، خو دغه هیواد د کرزي بریا لپاره زمینه برابروله تر څو د سیمې سیالانو پر وړاندې لاسبری وي. د بارنو (په افغانستان کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د امریکایي او ائتلاف ځواکونو عمومي رییس. ژباړونکی) د خبرو پر بنسټ موخه دا وه تر څو «ټوپکسالاران په سیاسي څیرو بدل شي،» نور د جګړې پر لور لاړ نشي او «د دولت یوه برخه جوړه کړي.»

خلیلزاد فهیم، دوستم او اسماعیل خان ته په اشارې له کرزي څخه وپوښتل:

«ښاغلی جمهور رییس، له دوي سره څه کوې؟»

دغو درې جګړه‎مارانو د افغانستان په شمال او لویدیځ کې لسګونه‎زره وسلوال په واک کې لرل.

کرزي وویل:

«هغوي ماته غوږ نه ږدي، خو ستا خبره مني.»

د هغوي لومړۍ موخه، عبدالرشید دوستم وه. په ۲۰۰۴ کال کې، د فاریاب ولایت په لارو کوڅو کې د هغه والي پر وړاندې چې د کرزي له لوري ټاکل شوی وو، لاریونونه او بلواګانې پیل شوې. دوستم ویلې چې پر لاریون کونکو واک نه لري، خو د هغوي له غوښتنو سره هم‎غږی ده. کرزي د نظم راوستلو په موخه د «افغانستان ملی اردو» یوه قطعه سیمې ته ولېږله. امریکایي ښوونکي هم د ملي اردو له سرتیرو سره ول، او خلیلزاد دوستم ته ګواښ وکړ که پر هغوي برید وکړي، په واقعیت کې له متحده ایالاتو سره یې د جګړې اعلان کړی.

وروسته خلیلزاد د جمهوري ریاست ارګ ته د کرزي خواته راغی. دوستم کرزي ته زنګ وواهه او اپلتې یې ویلې. خلیلزاد اوریدل چې دوستم په تلفن کې وایي:

«مونږ ټولو فکر کاوه چې خلیلزاد ښه سړی ده، خو هغه تر ټولو بد ده.»

خلیلزاد بیاځلې دوستم سره اړیکه ونیوله او ورته یې کړه:

«ته له داسې پل څخه تېږېږې چې بیرته نشې ستنیدلی.»

دوستم چې ښکاریده د شرابو په نشه کې د مستۍ په اوج کې وه په ګډو وډو سر وه او په غوسه یې وویل:

«له ویتنام څخه به بدتر شي! له عراق څخه به بدتر شي!»

بارنو بی-۱ بم‎اچونکې الوتکې ته فرمان ورکړ چې د دوستم د کور د پاسه یو غږیز بم وغورځوي. دوستم له څو ګواښونو وروسته شاتګ ته اړ شو.

د هرات والی، اسماعیل دویمه موخه وه. وروسته له هغې چې سي‎آی‎ای هغه بیا واک ته ورساوه، اسماعیل خان د افغانستان او ایران پولې ګمرک ټول عواید په واک کې نیولي وه، وړوکی کورواکی امارت یې د وسلوالو پر مټ جوړ کړی وه چې هره ورځ به یې په ښار کې رسم‎ګذشت کاوه، او په هغه ښار کې ښکلې مانۍ جوړې کړی وې. وروسته د پښتنو اربکیانو له سیمیز مشر امان الله خان سره په جګړه بوخت شو. د دوي دواړو تر منځ جګړې د خلیلزاد صبر ختم کړ. هغه له جنرال بارنو وغوښتل تر څو چورلکې د امریکایي ځواکونو تر واک لاندې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ هوایي ډګر ته واستوي. هغوي هوکړه وکړه چې دواړه اسماعیل خان او امان الله له واک څخه لری کړي. خلیلزاد امان الله سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې د سي‎آی‎ای الوتکې ورلېږي او له هغه څخه هیله لري چې په هغو کې سپور شي. [امان‎الله] خان مرسته وکړه. له هغې وروسته، سفیر [زلمي خلیلزاد] په سی -۱۳۰ الوتکه کې هرات ته ولاړ. هلته، د اسماعیل خان کسانو هغه ته په نڅا سره هرکلی وکړه. د امیر (د اسماعیل لقب چې ځانته یې ورکړی وه) په یوه مانۍ کې، خلیلزاد له اسماعیل خان سره په یواځې توګه لیدنه وکړه.

خلیلزاد وویل:

«فکر کوم وخت یې راغلی چې باید هرات پرېږدې. جمهور رییس کرزی په پام کې لري چې ته وزیر شې.»

[اسماعیل] خان په وارخطایی سره ځواب ورکړ:

«د کورنیو چارو وزیر کېږم؟»

خلیلزاد وویل چې نه غواړي جزییاتو ته ولاړ شي. په پایله کې، اسماعیل خان د اوبو او انرژۍ وزیر شو.

مارشال فهیم، د کرزي ځواکمن سیال او مسعود د ملشیوو میراث‎خور لا په خپل ځای وه. د کرزي استراتیژي دا وه چې خپل ځواکمن سیالان خپل څنګ کې وساتي. په پیل کې، کرزي له فهیم څخه ووغوښتل چې د جمهور رییس لومړي مرستیال په توګه له هغه سره یوځای شي ترڅو د تاجیکانو رای خپلې کړي. د ۲۰۰۴ کال په تیریدو او د ټاکنو په نږدې کیدو سره، کرزي له ځان سره فکر وکړ چې دا یې تیروتنه ده او پریکړه یې وکړه چې احمد ضیا مسعود د فهیم، یو پنجشیري چې په کراتو کمزوری او د مرحوم مسعود له ورونو څخه وه، ځای‎ناستی کړی چې هیڅ وسله‎وال ځواک یې نه لرلو. جنرال [بارنو] ددې لید مخالف وه. هغه اندیښنه لرله که فهیم له دې مقام څخه لری شي، شونې ده چې په کودتا لاس پورې کړي.

خلیلزاد له کرزي سره همفکره وه. بارنو داسې انګیرل چې خلیلزاد د فهیم په ایسته‎اچولو کې «په ښه توګه کرزي ته سلا ورکوي» او په پایله کې ددې ګواښ په منلو له خپلې لومړۍ پریکړې «په یوه طریقه شاتګ کوي.»

اوس، بارنو یوه کړنلاره جوړه کړه چې کله فهیم دا خبره واوري، د جمهوري ریاست پر وړاندې په خونړۍ بلوا لاس پورې نه کړي. د بارنو د فرمان‎ورکولو دفتر په آرامه توګه د ناتو یوه قطعه چې د ټانګ‎ضد په وسلو سمبال وه په هغه ځای کې چې د فهیم د ټانکونو قطعه پرته وه ځای پر ځای کړه. بارنو وایي:

«هغه ورځ مو په ښکاره ډول دا وښودل چې مونږ چمتو یو د هر ډول کودتا مخه ونیسو.»

بارنو چې پوځي یونیفورم یې پر تن وه، د فهیم کور ته ورسیده او هغه ته یې وویل چې له خپل مقام نه لری شوی ده. مارشال ناخوښ وه خو له مجبورۍ نه یې ومنله. په هغه ورځ، فهیم د متحده ایالاتو د اساسي قانون په اړه جنرال بارنو ته یو ګډوډ لکچر ورکړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 385 میلمانه آنلاین لرو