د امريکا خلکو له پاڅون څخه د همبستګۍ ګوند ملاتړ غونډه

۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۸مه - کابل: نن د «افغانستان همبستګۍ ګوند» يو شمیر غړو د امريکا خلکو له پرتمينو لاريونونو څخه د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړ. ګوند چې د امپرياليستي ضد غورځنګونو څخه ملاتړ خپله دنده ګڼي او په ټوله نړۍ کې د نابرابرۍ او ناتار ضد لاريون‌کونکو له غوښتنو سره همغږی ده، غوښتل یې د يو پراخ لاريون په ترسره کولو د جورج فلويد ځناوريزه وژنه وغندي خو په خواشينئ سره د کرونا ګواښ له امله دغه غونډه په لنډه توګه ونيول شوه.

«د خوسا واکمن سیستم پر وړاندې د امريکا خلکو له پاڅون او مبارزې څخه ملاتړ کوو!» ددې غونډې مرکزي شعار وه او ګډونوالو له ځان سره پلاکارټونه لرل چې په هغې کې «د زورواکۍ او ناتار پروړاندې پيوستون او ودريدنه د امريکا له خلکو زده‌کړو!» «د امريکا خلکو خپل جګړه‌مار دولت له پښو غورځولی، راځئ مونږ یې د چوپړانو پر وړاندې راپاڅيږو!» «مونږ افغانان د امريکا تر ښکېلاک لاندې نشو کولای ساه واخلو!» «د امريکا حکومت زمونږ د عصر تر ټولو ګواښونکی ويروس ده!» او «جورج فلويد د يو زورواکي سیستم قرباني ده!» شعارونه ليکل شوي وو.

په پای کې ځلا، د ګوند يوې غړې اعلاميه ولوستله او پروګرام د امريکا نيواکګر دولت پر ضد د شعارونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 434 میلمانه آنلاین لرو