د حزب اسلامی خوروړی قومندان په نامه د تلاشی چوک او یو ښوونځې ککړیدل

د ګلبدین حزب اسلامی د وينې څښونکو او زلنده قومندانانو څخه یو تن، عطا ګل چې په آدم خان مشهور دی، له هغه لومړنیو کسانو څخه و چې د داوود خان حکومت راپرځولو لپاره یي د مسعود او نورو سره یوځاي له پاکستان څخه وسله راوړه، خو د هغې کرغیړنه کړنلاره د سیمې د خلکو له خوا بربنډه شو او د محاکمې له ویری پاکستان ته وتښتیدل.

د پیښور اووګونو ګوندونو له یرغل څخه وروسته، آدم خان د هیواد ویجاړولو لپاره افغانستان ته راستون شو او خپله جبهه یې د ننګرهار په تورغر کې جوړه کړه. په لومړیو کې، آدم خان یو نوم ورکی کس وه. د بنسټپالو ګوند ماهیت پر بنسټ، دغه ناتارکونکی قومندان د یو لیک په لړ کې خلکو ته امر وکړ تر څو د تورغر جبهې ته پسونه او غواګانې او غنم واستوي، خو د سرخرود خلکو په سپورو ستغو سره د هغه لیک ته ځواب ورکړ. کله چې آدم خان د خلکو له ځواب څخه خبر شو، د خپلو څو تنو قومندانانو سره یی د سرخرودو په ولسوالۍ یرغل وکړ او د دې ولسوالۍ ګڼ شمېره اوسیدونکې یی په ډله‏یزه توګه ووژل چې له هغې ورځې وروسته د هغه ناتاري او بیرحمي مشهوره شوه.

سما
سما، ۹ کلنه نجلۍ چې د سکې له تیرولو وروسته د هغې مور له خوا د جلال‏‌آباد صحت عامې روغتون ته یوړل شوه خو د ډاکټرانو بې‏‌پامۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د شپې ۱۱ بجې دی او پایواز ډاکټر ته ننواتی کوی:

«ډاکټرصاحب، زموږ د ناروغ حالت ډیر خراب دی. له ګهیځ څخه تر اوسه پوري په پرله پسې توګه کانګې کوي. داخله ډاکټر وویل کله چې تاسو مې ناروغ یو ځل له نږدې څخه معاینه کړۍ.»

د جراحې ډاکټر په غوسې سره په ځواب کې وویل:

«دا د ناروغ‎یدلو وخت دی؟ ټوله ورځ مو کار وکړ اوس تاسې په نیمه شپه کې هم موږ آرام ته نه پریږدي. ته لاړ شه او د کاکا له کوټې څخه یو چاینک چای راوړه، بیا به ستا ناروغ وګورم، تر هغه وخته نمری.»

د ننګرهار په صحت عامې روغتون کې د پایواز او یو ډاکټر لنډې خبرې اترې.

حسن: «هیچا له ما سره مرسته ونکړه»!

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتې په ۲۸ نیټه خپل کړیدلي هیوادوال حسن لیدنې ته ولاړو. شاوخوا پنځه میاشتې کیږی چې هغه د بی‏کورې له امله د خپلو ماشومانو سره د صحت عامې تر څنګ د سرک په غاړه کیږدۍ کې اوسیږی. حسن چې په جلال‏آباد کې د ګاډو په سوداګرۍ بوخت و، د یوی دسیسې په ترڅ کې یی خپله ټوله شتمنۍ له لاسه ورکړه. هغه خپل شکایت تر دولته ورسوه، خو ژوند یی نور هم تریخ شو، آن دا چې پر میرمن یې جنسي تیری وشو.

د زنبق څلورلارې په ځانمرګې برید کې د څو قربانی کورنیو زړه‏بوږنونکې کیسه

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتې په ۱۰ نیټه، زنبق څلورلارې تر څنګ د چاودیدونکو توکو څخه ډک ټانکر ته چاودنه ورکړل شوه چې په پایله کې له ۶۰۰ تنو څخه ډیرو ته مرګ ژوبله اوختي ده. د دې جنایت زیاتره قربانیان بې وزله او بی‎وسې خلک دي چې یوی مړۍ ډوډی موندلو په هڅه له کور څخه بهر وتلی وو او نن ورځ یي کورنې د خپلو خپلوانو په ویر کې ناست دې او زیاتره یي د خپلو کورنیو یوازینی نفقه‏راوړونکې له لاسه ورکړل. د پیښې ورځ په شپه، ع او غ د خپلې چوپړګری ډلې او عکاسۍ کامرو سره د فیسبوکې انځورونو اخیستلو لپاره د ټپیانو لیدلو لپاره ولاړل او په ننداریزه توګه یی خواخوږی وکړه، خو نن ورځ د هغې ځناوریزې پیښې قربانیانو پاتی شوی اولادونه په ډیرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او څوک یی پوښتنه نه کوی. البته د هغه خاینو چارواکو څخه چې د ګلبدین او لسګونو نورو ورانکارو قدمونو مخ ته یی سور فرش غوړولې، داسې توقع لرل نه بخښونکې تیروتنه ده.

د زنبق څلورلارې پیښې څو تنو قربانیانو سره لیدنه چې د کابل ښار د خدایداد کلې په خوارمیشتو سیمو کې اوسیږی او د هغوي د هر یو تن ډارځپلی کیسې اوریدل ستونزمن کار دی چې ښایی هیڅکله به هیر نشی. البته چې دا د قربانیانو او د هغوي د خپلوانو د بدمرغیو یو څو بیلګې دي او نور هم د دوې څخه ښه وضعیت نه لری.

ښوونکي، د هیواد بیوزله وګړي

په خواشینې سره زموږ د هیواد د ښوونکو اقتصادی وضعیت د ګرځنده‎پلورونکو څخه ډیر بد دی. د هغوی ډیرۍ د ښارونو په خوارمیشتو سیمو کې په زړو او کرایی کورونو کې ژوند کوی او زیاتره وخت د حکومت د درواغو او غولونو اړه نیوکه کوی. د هر نوی ولسمشر او وزیر په منځته راتګ هغوی ته تشي ژمنې ورکړل شوی خو وروسته لیدل کیږی چې خاین وزیران لکه قانونی او فاروق وردک د هغوي په نوم میلیونونه ډالر په جیب وهلی دی او ټولوهیواد خیالی ښوونځیو نیولی دی.

مارسیلا: مور مې زموږ ټولی هیلې او خوښۍ له خپل ځان سره د خاورو لاندی کړی

۱۳۹۵ کال د مرغومی په ۲۲ نیټه د پارلمان په ټیټ رتبه مامورینو چې ډیری یی د خپلو کورنیو یوازیني ساتونکې وو د ځناورو طالبانو ځانمرګې برید وشو چې په پایله کې یی لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته چی ډیری بې‏وزله کورنې یی په ماتم کینولی. ۴۱ کلنه فریده د دغی غمیزې پیښې له قربانیانو څخه یوه وه.هغې چې شاوخوا ۹ کاله وړاندی خپل خاوند ملا محمد یی د سرطان ناروغې له امله د لاسه ورکړی وو. د خپلو څلور اولادونو یوازینې ډوډۍ راوړونکې وه.

نورمحمد د کرغیړنو طالبانو له لوری په ځناوریزه توګه ووژل شو

په ډیرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی نور محمد، یو روڼ‎آندی او پر هیواد مئین ځوان د ځناورو طالبانو له لوری په شهادت ورسیده چی له همدې کبله د همبستګۍ ګوند د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وای او دا ژمنه کوی چی د نور محمد او هغه په څیر د سلګونو نورو ځوانانو د وینی غچ اخیستلو پوری به خپلی مبارزې ته ادامه ورکړي.

نورمحمد د ولی محمد ځوی په ۱۳۶۰ کال کی د ننګرهار ولایت دره‎نور ولسوالۍ په وایګل کلی کی په یوه بیوزله کورنۍ کی وزیږیده. هغه لا اته کلن ماشوم و چی پلار یی ومړ او کورنۍ یی چی ۵ ورونه او ۲ خویندې وی له سختو ستونزو سره مخ شوه. په وړکتوب کی له خپلې کورنۍ سره د ډوډۍ په پیدا کولو کی مرسته کوله او له غره نه به یی لرګی راوړل.

کله چی تنظیمي ډلو ټپلو واک تر لاسه کړ او په هیواد کی غوبل پیل کړ، نورمحمد هم د نورو هیوادوالو په څیر پاکستان ته مهاجر شو او نوښار ته نږدې د کډوالو په یو کمپ کی چی د خیوې کمپ په نوم یی شهرت درلود میشت او هلته د شهید قباد په مکتب کی شامل شو او تر ۱۲ ټولګی یی هلته زده‎کړی وکړې.

له هغه ځایه چی په دې کمپ کی ځوانانو ته د لوست تر څنګ د ورزش زمینه هم برابره وه نو نورمحمد هم د مکتب فوټبال ټیم سره یوځای خپل ورزش ته ادامه ورکړه چی په لږ وخت کی ډیر پرمختګ وکړ. هغه په ګڼو سیالیو که ګډون درلود او ښې لاسته راوړنی یی هم لرلې. نورمحمد ددې ترڅنګ چی یو تکړه ورزشکار و ډیر زیات زړه‎ور او د ښو اخلاقو خاوند هم وو. له ملګرو او دوستانو سره یی نیکې اړیکی لرلی او د کورنۍ په څیر یی ورسره چلند کاوه.

نورمحمد هم د مکتب فوټبال ټیم سره یوځای خپل ورزش ته ادامه ورکړه چی په لږ وخت کی ډیر پرمختګ وکړ.
نورمحمد هم د مکتب فوټبال ټیم سره یوځای خپل ورزش ته ادامه ورکړه چی په لږ وخت کی ډیر پرمختګ وکړ.

په فرهنګي برخه کی هم نورمحمد خورا زیات استعداد درلود. په هغو کلونو چی هیواد د جنایتکاره اووه‎ګونی او اته‎ګونی ګوندونو خپل منځي جګړو کی په کنډواله بدل شوی وه او په زرګونو هیوادوال مو ووژل شول، نورمحمد د مکتب له ملګرو سره د تیاتر په واسطه د تنظیمی مشرانو جنایتونه او د خلکو درد او رنځ بیانوه.

شبیر چی د هغه له نږدي ملګرو او همصنفیانو له ډلی څخه دی وای:

«نور محمد ډیر زیات با شهامته او زړه‎ور هلک وو. په هغه وخت چی پیښور د ګلبدینانو مرکز وو او چا به د هغوی پر ضد خبره نشوه کولای نو زه او نورمحمد د یو کار لپاره پیښور ښار ته ولاړو. په ښار کی مو د حزب اسلامی یو پلوی سره نوروز لمانځلو پر سر شخړه شوه. نورمحمد د ښار په منځ هغه ګلبدینی لومړی په خبرو او وروسته د سوک او لغتو په وسیله ښه وواهه. هغه له هیچا ویره نه لرله او په لوړ غږ یی ګلبدین ته ښکنځلی کولی.»

له دولسم ټولګی فارغیدو وروسته د اقتصادی ستونزو له کبله نورمحمد ونشو کړای چی خپل لوست ته ادامه ورکړی نو اړ شو چی د ملی اردو سره یوځای شی. درې کاله یی په هلمند کی دنده ترسره کړه چی وروسته کابل ته راغی او افسرئ کورس یی بشپړ کړ او کندهار ته د یو افسر په توګه ولیږل شو او له هغه ځایه د زابل شاجوی ولسوالۍ ته تبدیل شو چی تر پایه هماغلته پاتی شو.

نورمحمد د کرغیړنو طالبانو له لوری په ځناوریزه توګه ووژل شو

نورمحمد چی پرمختللی فکر درلود له همبستګی ګوند سره هم نږدې اړیکی لرلی. په وایګل کلی کی یی د ګوند په ډیرو ناستو کی ګډون درلود او تل یی خپل خپلوان دې ته هڅول چی د ناخوالو او ظلمونو پر وړاندی چُپ پاتی نشی او باید خپل غږ اوچت کړی.

نوموړي چی په ځوانۍ کی واده کړی و ۳ زامن هر یو امیر محمد ۱۲ کلن، بکتاش ۱۰ کلن، رامش ۵ کلن او یوه لور عالیه ۳ کلنه درلوده. نور محمد چی د لیک او لوست په ارزښت پوهیده نو هڅه یی کوله تر څو خپلو اولادونو ته د درس ښه زمینه برابره کړی له همدی کبله هغه د جلال‎آباد ښار ته څیرمه یوه نمره ځکمه واخیسته تر څو زامن او لور یی وکولای شی په ښه توګه خپل لوست پر مخ بوځی. کور یی لا بشپړ نه و چی ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې په ۱۷مه نیټه له خپلو دوه ملګرو سره یوځای چی په رخصتی خپل کور ته روان ول د میدان وردګ ولایت په سالار سیمه کی د ځناور طالبانو له لوری ونیول شو او له دوه ورځو ربړونو وروسته یی په شهادت ورسول چی د سیمې خلکو د هغوی مړي په یوه دښته کی وموندل او خپلو ماشومانو روښانه راتلونکی ته د هغه هیلې له خاور سره خاورې شوی.

د هغه پر بدن د ربړونو نښو او د لاسونو تړولو څخه دا په ډاګه ښکاریده چی هغه تر پای د کرغیړنو طالبانو پر وړاندی مقاومت کړی وو او نه و تسلیم شوی.

یاد یی ژوندی

د لښکرګاه ولسي ناورين

برايي شپه د لښکرګاه د باباجي اړوند د “کورغوجد” سيمه کي خارجيانو پر يوه کلينک چي د طالبانو درملنه پکښې کېده چاپه وهلې. د صحنې يو عيني شاهد وايي:

د رنځیدلې مور سره چې د دری ځوانو ځامنو جنازې ورته وسپارل شوې، خبرې‏اترې

نوم یی شیما دی چې د کابل په یو څنډه کې په یو ویجاړ کور کې ژوند کوی. په لومړنی لید سره، کولې شو چې د هغې په معصومه څیره کې ژور درد او رنځ بیامومو. یو رنځیدلې مور ده چې د دری ځوانو ځامنو جنازې په یوه ورځ کې ورته وسپارل شوی. غریبی او بی‏روزګازې د هغې ځامن دی ته اړباستلې وو چې د اردو لیکو سره یوځاې شي او د هیواد په ډیرې نا‏امنې سیمه کې جنګې ماموریت ته ولاړ شي.

۲۹ کلن محمد ظاهر، ۲۲ کلن محمد حفیظ او ۲۰ کلن محمد جاوید د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په لومړی نیټه د هغوی پر پوسته باندی د یو ځانمرګې برید په ترڅ کې د کندهار ولایت میوند ولسوالې کې ووژل شو.

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل

د ۱۳۹۵ کال د جدی په ۱۸مه (د ۲۰۱۷ کال د جنوری په ۷مه): «د افغانستان همبستګۍ ګوند» د بامیانو څانګې او د قربانیانو کورنیو د ځناور طالبانو په لاس زموږ د سلګونو هیوادوالو د شهادت شپاړسم تلین د بامیانو په یکاولنګ کې، د یو محفل په ترڅ کی ددغه جنایت د قربانیانو په یاد د جوړې شوی څلۍ مخ لوڅ او دهغوی څخه یی لمانځنه وکړه. په یاد محفل کې د قربانیانو زیات شمیر خپلوانو، د یکاولنګ، ورس، پنجاب او مرکزی بامیان خلکو ګډون کړی وو. دغه څلۍ د ټول‎وژنې په ځاې کې جوړه شوی او د قربانیانو نومونه هم د څلۍ خواته په دیوال کې لیکل شوی دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 177 میلمانه آنلاین لرو