په بدخشان کې د دولت او طالبانو د جګړې اصلی قربانیان، عامه وګړي دي

په بدخشان کې بې وزله کورنۍ

په بدخشان کې د طالبانو د ځاي په ځاې کیدو له وخت څخه، د دغه ولایت خلک ډیر تریخ ژوند تیروی. او په ستونزمن ژوند یی تیاره خپره شوی ده د جنګسالارانو او طالبانو ظلم سربیره، اوس د مرګ، قحطی، ولږه، چاودنې، ځانمرګې او سرګردانې ویره هر شیبه د هغوي ژوند ګواښی.

ځایی اوسیدونکی داسی ډیری کیسې لری چی، په دغه ولایت کې طالبان په کراتو د ماتې او منځه تللو سره مخ شوي و خو د دولتی لوړ پوړو چارواکو په فرمان سره، عملیات ودریدلې او د شاتګ امر ورکول کیږی. تر دی چې د سرغړونې په وخت کې، نظامیان د هوایی بریدونو لاندی نیول شوی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د ځواکمنیدو لپاره ښکاره او پټو مرستو سربیره، د زمرودو کانونو د کنټرول پر سر د سیمیزو قومندانانو تر منځ تضاد په بدخشان کې د طالبانو د واکمنیدو یو بل لامل دی.

د بدخشان په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو ځاي پر ځاي کیدل او قدرت‏اخیستل په یوه شپه کې نه دی ترسره شوی بلکه د کړنلارې له مخې قدم په قدم سره پلې شوی ده. په لومړیو کې، په مختلفو کلونو کې ډلې – ډلې تبلیغیانو دغو سیمو ته تګ او راتګ درلود او یا د مختلفو مذهبی مدرسو له لاری یی خلک په ذهنی ډول د طالبانو سخت‎دریزې مفکورې ته چمتو کړل. وروسته، د ۱۳۹۸ کال د زمری په میاشت کې د کران او منجان په ولسوالیو کې د بهرنیو ډاکټرانو لس کسیز ټیم د عیسویت تبلیغ په تور ووژل شو او په ادامه کې یی «د عسویت تبلیغ تورونو» ته ډیره لمن ووهل شوه. د هغې څخه وروسته، پراخه تبلیغات په لاره واچول شول چی ګواکی «د آغا خان پراختیایی بنسټ» د ناصر خسرو د قبر جوړولو په پلمه، پلان لری د عیسویت لپاره مذهبی مرکزونه او اسماعیلیه‏و لپاره لوی جوماتونه او همدارنګه د نڅا او رنډيتوب لپاره هوټلونه جوړ کړی. دغه ټول تبلغات ددې لپاره و چی په دغه سیمه کی د یو بنسټ‎پاله حرکت لپاره د خلکو ذهنیت جوړ شی چې یوبل پسی پر مخ وړل کیدل.

په بدخشان کې روغتیایی مرکز ته د امیدوارې ښځې لیږدول(د فیسبوک څخه انځور)په بدخشان کې روغتیایی مرکز ته د امیدوارې ښځې لیږدول(د فیسبوک څخه انځور)

په پیل کې، طالبانو خپل چریکې بریدونه د وردوج، تګاب، کشم، درایم او تشکان ولسوالیو له کلو څخه پیل کړل. د وخت په تیریدلو سره، یو شمیر غړو یی د کشم، درایم او تشکان په ولسوالیو کې د جنګ څخه لاس واخیست او د دولت سره یوځاي شول او یا هم د خپلو سیمو څخه یی د وردوج ولسوالې ته شا تګ وکړ. طالبانو په بدخشان کې د تګاب ولسوالی ټولې سیمی پرته د ولسوالی له مرکز څخه په خپله ولکه کې راوستی او تر دی چې د کشم ولسوالی کلې یی د ګواښ لاندی راوستی دی. طالبانو په تدریجی ډول د وردوج ولسوالې ډیرې کلیو د نیولو سربیره، د یمګان ولسوالې او د جرم ولسوالې ځانګړی برخې یی هم په تدریجی ډول تر خپلې ولکې لاندی راوستلی او جنګ لمن یی شغنان، راغستان، یاوان، کوهستان، یفتل او د درواز ولسوالیو ځینو برخو ته وغځوله.

سلګونو چیچنی، تاجیک، ایغوری، اوزبیکستانی او ترکمنستانی طالبان د طالبانو په لیکو کې شتون لری او د جګړو اصلی برخې رهبری کوی. په هره سیمه کې، بهرنې طالبان د خپلو کورنیو سره یوځاي په سپین رنګه کیږدیو کې ژوند کوی چې شمیر یی په هر سیمه کې ۴۰۰ تنو ته رسیږی. ټول خلک هغوي ګوری خو د دولت او بهرنیانو جاسوسی آلوتکې نه! د هغوی دنده د جګړې رهبری او نظامی زده‏کړی لکه د سړک غاړی بمونه او د جنګې تکتیکونو نور ډولونه دي.

د طالبانو ځاي پر ځاي کیدل او واک‏اخیستل د جنګ او وینو تویولو سره یوځاي وو او ځوانان، ښځې، ماشومان، سپین‏ږیری او د سیمې بیوزله اوسیدونکې د ناورین له اصلی قربانیانو څخه دی. هغوی خپل هر څه د لاسه ورکړی دی:

- د طالبانو تر ولکې لاندی سیمو نیمایی برخې ښځو، په جګړو او د دولت په بمبارونو کې خپل خاوندان او کور ته ډوډی راوړونکې له لاسه ورکړی دی. سربیره پر دی، یو شمیر انجونې تښتول شوی او ورکې شوی دی چې تر اوسه د هغوی د برخلیک څخه خبر نشته.

-د طالبانو ډلې چې هر کلې ته رسیږی، د هغه ځاې اوسیدونکو ته امر کوی چې خپل زامنو څخه مجاهد جوړ کړی او د هغوی دری وخته ډوډۍ چمتو کړی او جومات ته یی راوړی. دغه مسئله د ډیره خلکو ۹۹ سلنو لپاره چې د خپلې کورنې لپاره د یو وخت ډوډۍ چمتو کولو وس نه لری، څو چنده بد‏مرغي شمیرل کیږی. اربکیان هم د خپلې ولکې لاندی سیمو د خلکو په حق کې همدغه کار تر سره کوی.

-د طالبانو له خوا د یوی ولسوالې د نیولو وروسته، دولت دهغې ولسوالې د مامورینو او ښوونکیو تنخوا بندوی او د عامه خلکو د بی‏کاری ګراف پورته ځې چې په پایله کې پیرلو او پلورل لږوالی مومی اقتصادی ستونزی د ناورین په ډول ډیروالې مومی. اربکیان او په ځانګړی توګه د وردوج ولسوالې اربکیان دغې ولسوالۍ ته د خپلې خوښې مطابق د لومړنیو توکو لږ مقدار لیږد اجازه ورکوی چی په پایله کی د قیمت لوړوالی او غذایی موادو کموالی سبب ګرځي.

-طالبان د ویری او ډار فضا رامنځه ته کولو لپاره، هر وخت په قصدي توګه یو شمیر خلک په ډولا ډول پلمو د ټولو خلکو په مخ کې وژنی. د بیلګې په توګه، د وردوج په ولسوالې کې د طالبانو مشرتابه ټیم یو تن داخلی طالب یی چې د تاجیکستانی بهرنې طالب سره یی شخړه وکړه او ورته یی ویلې وو چې ستاسو کورنیو په تاجیکستان کې تر اوسه له نڅا څخه لاس نه دی اخیستی خو تاسی زموږ د مسلمانولو په فکر دلته راغلې یی، د ونې سره یی وتاړه او د ونې سره یی یوځاي د عامه خلکو د سترګو په وړاندی اره کړ.

همدارنګه بهرنې طالبان د جنګی بندیانو څخه یو شمیر یی خپلو ښځو او کم‏عمره ځامنو خواته وړی هغوی دی ته اړباسی چې د قربانی سر پریکړی تر څو د سر غوڅول لاری چاری زده‏کړی.

د طالبانو د ولکې لاندی سیمو د خلکو د وینا پر بنسټ، بهرنې وسلوال خپلو لیکو سره نوی یوځاې شوی افغانانو ته، د سر پریکولو زده‏کړی ورکوی. یو ځل، کله چې یو بهرنې طالب چاړه د سیمیز طالب لاس ته سپاری تر څو د اردو د نیول شوی سرتیری مرۍ پریکړی، سیمیز طالب چاړه راخلې خو دغه ځناوریز کار نه شی تر سره کولای او بی‏هوښه کیږی. بهرنی طالب هغه په هوښ راوړی، لاس یی نیسی او د سر پریکول ورزده‎ کوی.

-د دولت په بریدونو کې، عامه خلک د طالبانو څخه ډیر ځانې او مالې زیان ګوری.

- د طالبانو تر ولکې لاندی سیمو کې د هلکانو او انجونو د ښونځیو، روغتیایی چوپړتیاو او بنسټیزو کارونو څخه کوم خبر نشه.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 541 میلمانه آنلاین لرو